د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۵

کاناډا د ایران پر حکومت بندیزونه لګوي


د مهسا امیني د مړینې په غبرګون کې ایران کې د روانو لاریونونو یو انځور
د مهسا امیني د مړینې په غبرګون کې ایران کې د روانو لاریونونو یو انځور

کاناډا د ایران پر حکومت د لاریون کوونکو د پراخې ځپنې په خاطر بندیزونه لګوي.

د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو وویل د ایران حکومت بشري حقونو ته درناوی نه لري او د مهسا امیني مرګ دا خبره بیا ثابته کړه.

هغه وویل چې هېواد یې د ایران د رژیم په ځینو بنسټونو او اشخاصو سخت بندیزونه لګوي.

نوموړي زیاته کړه: "زه اعلان کوم چې موږ به په لسګونه اشخاصو او بنسټونو باندې بندیزونه لګوو چې په کې د ایران د اخلاقي امنیت پولیس هم شامل دي. دا د ایران په وړاندې تر ټولو سخت اقدامات دي چې یو هېواد یې ترسره کوي."

ښاغلي جسټن ټروډو وویل چې په ایران کې د مظاهره چیانو تر څنګ دی او د هغو ښځو ملاتړ کوي چې مظاهرو ته وتلې دي.

د کاناډا صدراعظم جسټن
د کاناډا صدراعظم جسټن

هغه ټینګار وکړ چې د ایران رژیم باید د خلکو غږ واوري او د هغوی له ځپلو لاس واخلي.

د اخلاقي امنیت پولیس چې په ایران کې د ګشت ارشاد په نوم پېژندل کېږي، د یوې ۲۲ کلنې نجلۍ مهسا امیني په وژلو تورن دی چې د حجاب د نه رعایت په تور نیول شوې وه.

تر دې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو هم د ایران په ګشت ارشاد یا د اخلاقي امنیت پر پولیسو بندیزونه لګولي وو.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې هم د دوشنبې په ورځ د مظاهره چیانو د ځپلو له امله پر تهران د اروپايي ټولنې د بندیزونو د لګولو غوښتنه وکړه.

په ټولنيزو شبکو کې خپرې شوې ويډيوګانې ښيي چې د ايران بېلابېل ښارونه د دوشنبې په شپه هم د ایراني رژیم د چارواکو پر ضد د لاريونونو او شعارونو شاهد وو.

خو د ایران رژیم د دغو ټولو مظاهره چیانو په وړاندې ځپونکي اقدامات کړي.

د ازادې اروپا فردا څانګې تر دوشنبې ناوخته د لږ تر لږه ۳۰ مظاهره چیانو د وژل کېدو اسناد راټول کړي.

د راپورونو له مخې تر زرو زیات کسان هم په تېرو لسو ورځو کې نیول شوي.

د بشري حقونو مدافع سازمانونه بیا اندېښنه ښيي چې ښايي د وژل شویو معترضینو شمېر تر دې ډېر زیات وي.

د ایران دولتي رسنۍ خبر شبکې بیا د وژل شویو مظاهره چیانو او پولیسو شمېر شاوخوا ۴۰ تنه یاد کړی.

په خواله رسنیو کې دا څو ورځې د وژل شوې ایرانۍ او نورو لسګونه وژل شویو نجونو او هلکانو عکسونه او نومونه خپریږي.

د مهسا امیني په نوم په ټوېټر کې جوړ شوی هشټګ لږ تر لږه ۱۰۰ میلیونه واره شریک شوی دی.

د مهسا امیني په نوم جوړ شوی هشټګ داسې وخت له سلو میلیونو زیات شریک شوی چې ایراني چارواکو تر ډېره بریده انټرنېټ ته لاسرسی محدوده کړی دی او وېره یې ځي چې ښايي په بشپړه توګه په ایرانیانو باندې انټرنېټ بند کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG