د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

ايران کې د مظاهرو دوام؛ تر اوسه د دېرشو کسانو د وژنې راپورونه ورکړل شوي


ایران کې لاريونونه
ایران کې لاريونونه

د ایران د پلازمېنې تهران په شمول په څو ښارونو کې بېګا د نهمې شپې په مخه د خلکو مظاهرې روانې وې.

دا مظاهرې د مهسا امیني په نوم د یوې ځوانۍ ایرانۍ تر مړینې وروسته پيل شوې چې خلک یې د مړینې پړه د ګشت ارشاد په پولیسو اچوي.

د ازادې اروپا فردا څانګې تر دې دمه د شاوخوا دېرشو مظاهره چیانو د وژل کېدو راپور ورکړی.

د ازادې اروپا فردا راډیو تر یکشنبې ناوخته د ۲۸ هغو معترضینو په اړه معلومات ټول او مستند کړي چې د پولیسو له‌خوا وژل شوي.

خو د بشري حقونو مدافع ډلو بیا ویلي چې، لږ تر لږه ۵۷ کسان چې په‌کې امنیتي ځواکونه هم شامل دي په وروستیو څو ورځو کې د مظاهرو پر مهال وژل شوي.

د راپورونو له مخې د ایران امنیتي ځواکونو په بېلابېلو سیمو کې د مظاهره چیانو مخکښان او تنظیموونکي په نښه کړي.

له دې ډلې د حدیث نجفي په نوم یوه ځوانه نجلۍ پرون په کرج ښار کې د راپورونو له مخې د امنیتي ځواکونو له خوا څو ډزې ویشتل شوې او وژل شوې ده.

حدیث نجفي وروسته هغه ډېره مشهوره شوه چې په یوه ویډیو کې ښکاري چې د امنیتي ځواکونو په وړاندې د جنګ لپاره ځان تیاروي.

ايران کې لاريونونه
ايران کې لاريونونه

په خواله رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاروي چې پولیسو له ساچمه‌يي ټوپکو او ان کلاشینکوفونو هم کار اخلي او په خلکو باندې مخامخ ډزې کوي.

د ایران په اشنویه کې د پولیسو په مخامخ ډزو سره د وژل شوي شپاړس کلن ځوان میلان حقیقي پلار سلیم حقیقي ازادي راډیو ته وویل: "میلان زما د وطن د ټولو نجونو او هلکانو په څېر د یوه ارامه او سوله‌ییز ژوند لیواله وو. د یوه ازاده انسانه په توګه د ارامه ژوند ارمانجن وو."

د ایران حکومت د مظاهره چیانو په وړاندې چې «بلواګر» او د لویدیځ له‌خوا «پارېدلي» خلک یې بللي د لا سختو اقداماتو ګواښ کړی او سربېره یې انټرنېټ ته لاسرسی تر ډېره محدود کړی دی.

واشنګټن کې د ايران د لاريونو په ملاتړ لاريونونه
واشنګټن کې د ايران د لاريونو په ملاتړ لاريونونه

ایران کې ګڼو ورزشکارانو او هنرمندانو د مظاهره چیانو په ملاتړ غږ پورته کړی او د حکومت ځپونکي اقدامات یې غندلي.

له دې ډلې پېژندل شوي فلم جوړونکي اصغر فرهادي د نړۍ له هنرمندانو غوښتي چې د ایران له مظاهرو ملاتړ وکړي.

په بهر کې هم له هغې ډلې امریکا،برېټانیا او فرانسې مېشتو ایرانیانو او د بشري حقونو ملاتړ کوونکو د ایران د مظاهره چیانو په ملاتړ غږ پورته کړی او د ایران د سفارت په وړاندې یې اعتراض کړی دی.

په لندن او پاریس کې بیا مظاهره چیان ان له پولیسو سره په نښته اوښتي دي.

لاريونونه وروسته له هغه پيل شول چې د مهسا ميني په نوم ايرانۍ پيغله د پوليسو له‌خوا ووژل شوه.
لاريونونه وروسته له هغه پيل شول چې د مهسا ميني په نوم ايرانۍ پيغله د پوليسو له‌خوا ووژل شوه.

د ایران د پخواني پادشاه محمد رضا پهلوي زوی، شهزاده رضا پهلوي په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د ایراني مظاهره چیانو د ملاتړ لپاره دې د ایران په رژيم لا زیات بندیزونه ولګوي او خپله خواخوږي دې په عمل کې وښيي.

ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بشري سازمانونو د خلکو د وینې د تویدو د مخنیوي غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې په سوله‌ییزو مظاهره چیانو باندې باید له زور کار وانخیستل شي.

XS
SM
MD
LG