د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

حاجي زاده: د ایران په وروستیو نارامیو کې له ۳۰۰ زیات کسان وژل شوي


په ایران کې د روانو لاریونونو یو انځور
په ایران کې د روانو لاریونونو یو انځور

د سپاه پاسداران د هوايي ځواک عمومي قوماندان برید جنرال امیرعلي حاجي زاده پرون ومنله چې په ایران کې له تېرې سپټمبر میاشتې راهیسې د پیل شویو نارامیو په نتیجه کې له ۳۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

دا د ایران د دولتي چارواکو له خوا د تېرو دوو میاشتو د نارامیو د تلفاتو په اړه ورکړل شوي لومړني رسمي ارقام دي.

د سپټمبر په شپاړسمه د مهسا امیني په نوم ځوانې نجلۍ، چې د ګشت ارشاد پولیسو د پوره حجاب د نه مراعتولو په تور نیولې وه په توقیف کې سا ورکړه.

له دې وروسته په ټول ایران کې د اعتراضونو څپه پیل شوه چې وروسته بیا امنیتي ځواکونو د دوامداره اعتراضونو ځپل پیل کړل.

حاجي زاده په یوه ویډیويي وینا کې چې پرون مهر خبري آژانس خپره کړه وویل چې د مهسا امیني د مړینې له کبله د دې هېواد ټول خلک اغېزمن شوي او زیاته یې کړه چې له ده سره دقیقې شمېرې نه شته خو فکر کوي چې له دې پېښې وروسته ښايي د ماشومانو په ګډون له ۳۰۰ زیات کسان به مړه او شهیدان شوي وي.

له شهیدانو څخه د نوموړي هدف ظاهراً امنیتي ځواکونو ته اشاره وه.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې په دې اعتراضونو کې د اخ و ډب په پېښو کې لسګونه پولیس، د پوځ سرتېري او ملېشه هم یا وژل شوي او یا په جلا حملو کې په نښه شوي دي.

جنرال حاجي زاده یوځل بیا د ایران پر هغه رسمي دریځ ټینګار وکړ چې وايي، دا اعتراضونه لوېدیځو هېوادونو، سعودي عربستان او د ایران نورو دښمنانو پارولي دي، خو د خپلو دې څرګندونو لپاره یې شواهد وړاندې نه کړل.

د جنرال حاجي زاده له خوا ورکړل شوي ارقام له هغو ارقامو سره ډېر توپیر لري چې د بشري حقونو مدافع ډلو خپاره کړي.

په اوسلو کې دېره د ایران د بشري حقونو د ټولنې د معلوماتو له مخې د تاوتریخوالي په پېښو کې لږترلږه ۴۱۶ کسان وژل شوي دي.

دې ډلې همداراز ویلي چې په دې ارقامو کې هغه کسان هم شامل دي چې د مهسا امیني له مړینې وروسته په جنوب ختیځ سیستان بلوچستان ایالت کې د اعتراضونو پرمهال وژل شوي دي.

همداراز د ایران د بشري حقونو د فعالانو ډلې چې مرکز یې په امریکا کې دی ویلي چې په دې تاوتریخوالي کې ۴۵۱ معترضان او ۶۰ امنیتي پرسونل وژل شوي او له ۱۸ زرو زیات کسان نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG