د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

ایراني چارواکي: د وروستیو اعتراضونو له پیله تر ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي


ایران کې د روانو لاریونونو یو انځور
ایران کې د روانو لاریونونو یو انځور

د ایران یوه لوړ رتبه چارواکي ویلي، چې په ایران کې د وروستیو اعتراضونو له پیله تر ۲۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د ایران یوه مخکښه امنیتي اداره وايي، په ایران کې په ملي سطحه د اعتراضونو له پیله تر ۲۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

په ایران کې دغه مظاهرې وروسته له هغې پیل شوې چې د سپټمبر میاشتې پر ۱۶مه د مهسا امیني په نوم یوې ۲۲ کلنې مېرمنې چې پولیسو په تهران کې په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور نیولې وه، په کوما حالت کې روغتون ته له رسول کېدو وروسته ساه ورکړه.

ایرنا خبري اژانس د ایران د ملي امنیت عالي شورا په حواله خبر ورکړی، چې پرون شنبه یې ویلي په ایران کې د اعتراضونو له پیله د وژل شویو شمېر تر ۲۰۰ اوښتی دی.

دغه شورا وايي په وژل شویو کې امنیتي ځواکونه، ملکیان، بېلتون غوښتونکي او «بلواګر» شامل دي. دا هغه اصطلاح ده، چې ایراني چارواکي یې اعتراض کوونکو ته کاروي.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب یوه جنرال روانه اوونۍ د لومړي وار لپاره ویلي وو، چې د ایران په وروستیو ناکراریو کې تر ۳۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا وايي، د دې ترڅنګ په وروستیو ناکراریو کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت مالي زیانونه هم اوښتي دي.
د ایران د ملي امنیت عالي شورا وايي، د دې ترڅنګ په وروستیو ناکراریو کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت مالي زیانونه هم اوښتي دي.

خو د ایران د بشري حقونو ټولنې هرانا چې بېلابېل سازمانونه یې تر چتر لاندې فعالیت کوي پرون ویلي، چې په ایران کې د وژل شویو شمېر ۴۶۹ ته رسېدلی، چې په دې ډله کې ۶۶ ماشومان شامل دي.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا وايي، د دې ترڅنګ په وروستیو ناکراریو کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې مشر ولکر ترک څو ورځې مخکې ویلي وو، چې په ایران کې پر اعتراض کوونکو د فشارونو په نتیجه کې د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا د ماشومانو په ګډون تر ۱۴۰۰۰ ډېر کسان نیول شوي دي.

د اعتراضونو په دوام کې له ایران د میترا حجار په نوم د سینما د یوې د پېژندل شوې لوبغاړې د نیول کېدو خبر ورکړل شوی، خو علت یې نه دی په ډاګه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG