د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

د ایران خوزستان کې مظاهرې؛ اوس یې تر ډېره سیاسي بڼه خپله کړې


د ایران په خوزستان کې مظاهرې
د ایران په خوزستان کې مظاهرې

یو شمېر مدني فعالانو او ټولنو د ایران د دولت پر چلند چې دا اعتراضونه یې ځپلي دي، سخت انتقاد کړی دی.

فرهنګیانو، مدني فعالانو، ښووونکو او د متقاعدینو ټولنې په بېلابېلو خبرپاڼو کې د دوی په وینا د خوزستان د ځپل شوېو او تر پوزې رسېدلیو هېوادوالو ملاتړ کوي.

د ایران لپاره د ازادي راډیو څانګه، فردا، په یوه راپور کې څرګندوي چې د هوا له تودېدو سره د ایران په ډېرو سیمو کې په دوامدار ډول د برښنا د پرې کېدو په خاطر اعتراضونه پيل شوي دي خو په خوزستان کې دا اعتراضونه پراخ دي او پرله پسې دي.

اعتراض کوونکي د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د ایران د مشرتابه او نظام پرضد شعارونه ورکوي: "مرګ پر دیکتاتور....مرګ پر دیکتاتور...مرګ پر خامنه اي..مرګ پر خامنه اي..."

په خپرو شوېو ویډیوګانو کې ښکاري چې امنیتي ځواکونه له مظاهره چیانو سره تاوتریخوالی کوي او پر هغو ډزې کوي.

خوزستان کې مظاهرې
خوزستان کې مظاهرې

کومې ویډیوګانې چې په خواله رسنیو کې خپرې شوي دي د خپلواکو سرچینو له لوري نه شي تاییدېدلی.

په خوزستان کې عربان ژوند کوي چې استوګن یې هر وخت له زیاتې او انزوا شکایت لري.

دوه کاله مخکې هم په خوزستان کې مظاهرې وشوې چې بیا د ایران نورو سیمو ته وغځېدې.

فرانس پرېس اژانس خبر ورکوي چې د ایران حکومت د اوبو د کمبود د ارزونې لپاره خوزستان ته د چارواکو یو پلاوی واستاوه.

د ایران دولتي ټلوېزیون بیا د چهارشنبې په ورځ د سپاه پاسداران د ټانکرونو یو اوږد کاروان ښکاره کړ او ویې ویل چې خوزستان ته اوبه لېږدوي.

د ایران ولسمشرحسن روحاني د روانې میاشتې په پيل کې ویلي و چې ایران له یوې بې سارې وچکالۍ سره مخامخ دی.

په ایران کې د تېرکال پرتله دوه پنځوس په سلو کې ورښتونه کم شوي دي.

XS
SM
MD
LG