د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

ایران کې د لاریونونو دوام؛ کارګران هم له اعتراض کوونکو سره یوځای شوي


ایران کې د روانو لاریونونو یو انځور
ایران کې د روانو لاریونونو یو انځور

په ایران کې د دولت پر ضد مظاهرې چې شپږمې اوونۍ ته داخلې شوې دي، اوس یو شمېر کارګرانو هم اعتراضونو ته مخه کړې ده.

د حجاب له قانون څخه د سرغړونې په تور د ۲۲ کلنې مهسا امیني نیول او بیا د سپټمبر په ۱۶مه د هغې مړینه د دې سبب شوې ده چې په ایران کې د اسلامي جمهوري نظام پر ضد د وروستیو کلونو تر ټولو پراخو اعتراضونو ته لمن ووهي.

د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې پرون د ایران په یو شمېر ښارونو کې د دې سربېره چې امنیتي ځواکونه دا لاریونونه سخت ځپي، مظاهرې روانې وې.

د بشري حقونو د ډلو په وینا د دې مظاهرو په ترڅ کې لږ تر لږه تر اوسه ۱۲۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دې مظاهرو مشري نجونې او مېرمنې کوي، دوی خپل ټکري لرې کوي، د اسلامي دولت پر ضد شعارونه ورکوي او له امنیتي ځواکونو سره مقابله کوي.

د حجاب له قانون څخه د سرغړونې په تور د ۲۲ کلنې مهسا امیني نیول او بیا د سپټمبر په ۱۶مه د هغې مړینه د دې سبب شوې ده چې په ایران کې د اسلامي جمهوري نظام پر ضد د وروستیو کلونو تر ټولو پراخو اعتراضونو ته لمن ووهي.
د حجاب له قانون څخه د سرغړونې په تور د ۲۲ کلنې مهسا امیني نیول او بیا د سپټمبر په ۱۶مه د هغې مړینه د دې سبب شوې ده چې په ایران کې د اسلامي جمهوري نظام پر ضد د وروستیو کلونو تر ټولو پراخو اعتراضونو ته لمن ووهي.

ایراني فعالانو پرون خلکو ته د نورو لاریونونو بلنه ورکړه، خو د دې لپاره چې انټرنېټ په ځینو ځایونو کې نه شته یا کمزوری دی دا نه معلومېږي چې په پرونیو مظاهرو کې د خلکو شمېر څومره وو.

اسوشیتدپریس اژانس د عیني شاهدانو په وینا ویلي دي چې د سختو امنیتي تدابیرو سربېره پرون د تهران په څو پوهنتونونو کې هم د رژیم پرضد مظاهرې پیل شوې.

فرانس پریس اژانس د خواله رسنیو د تصویرونو په استناد څرګندوي چې په لسګونو کارګران په تبریز کې د شیرني جوړولو د فابریکې مخې ته په اعتراض راغونډ شوي دي.

دې اژانس د دې ویډیوګانو تایید نه دی ترلاسه کړی.

د زاهدان په ښار کې پرون د مغازو شیشې ماتې شوې وې، پلې لارې له شیشو ډکې وې او د راپورونو له مخې د ایران امنیتي ځواکونو په دې ښار کې له مظاهره چیانو سره له تشدده کار اخیستی دی.

د ایران د کورنیو چارو د وزارت د امنیتي چارو مرستیال میراحمدي د ایران ایرنا دولتي اژانس ته وویل چې په زاهدان کې ناامنۍ کمې شوې دي.

په دې ترڅ کې ایراني چارواکو د امریکا متحدایالتونه تورن کړي دي چې له اعتراضونو څخه د استفادې په لټه کې دي څو د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون د بیا راژوندي کېدو د خبرو په لړ کې امتیازات ترلاسه کړي.

د ایران د قضایي قویې مرستیال کاظم غریب ابادي پرون وویل، ایران به د امریکا د متحد ایالتونو او په لندن کې د مېشتو فارسي ژبو رسنیو پر ضد چې له ادعا سره سم په ایران کې ناامنیو ته لمن وهي، د تهران په محکمه کې عارض شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG