د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

ایران کې لاریونونه؛ اعتراض کوونکو سره د ناوړه چلند راپورونه خپاره شوي


تهران کې د لاریون کوونکو انځور
تهران کې د لاریون کوونکو انځور

نن شنبه هم د ایران په څو ښارونو کې د مظاهره چیانو په وړاندې نور هم له تاوتریخوالي ډک اقدامات شوي دي.

دغه مظاهره چیان د یوې ځوانې ښځې د وژنې له کبله په غوسه دي، چې تېره میاشت په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت له کبله نیول شوې وه او په توقیف کې یې ساه ورکړه.

د شنبې په ورځ هم د ایران په څو ښارونو کې د مظاهرو او د مظاهره چیانو د ځپلو په وړاندې د اقداماتو راپورونه ورکړل شوي دي.

دغه مظاهرې څلورمې اوونۍ ته ورسېدل.

پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو تصاویرو کې ښکاري، چې له پلازمېنې تهران بهر په کرج او ځینو نورو ښارونو کې د مظاهره چیانو ډلې راټولې شوې وې.

دغه راز تر ډېره له کردمېشتو سیمو د کارګرانو د اعتصاب راپورونه هم ورکړل شوي دي.

دغه لانجې وروسته له هغې ولاړې شوې، چې د ګشت ارشاد پولیسو د مهسا امیني په نوم یوه ۲۲ کلنه ښځه په پلازمېنه تهران کې په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور ونیوله.

هغه له توقیف څخه په کوما حالت کې روغتون ته ورسول شوه او د سپټمبر پر ۱۶مه یې هلته ساه ورکړه.

په اوسلو کې دېره د ایران د بشري حقونو ډله وايي، چې په ایران کې د مظاهرو له پیله د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا لږ تر لږه ۹۲ کسان وژل شوي، خو نورو ډلو بیا د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶۰ ښوولی دی.

ویل شوي، په سلګونو نور کسان ټپیان شوي او په زرګونو نور د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

دغه لانجې وروسته له هغې ولاړې شوې، چې د ګشت ارشاد پولیسو د مهسا امیني په نوم یوه ۲۲ کلنه ښځه په پلازمېنه تهران کې په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور ونیوله.
دغه لانجې وروسته له هغې ولاړې شوې، چې د ګشت ارشاد پولیسو د مهسا امیني په نوم یوه ۲۲ کلنه ښځه په پلازمېنه تهران کې په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور ونیوله.

د ایران د بشري حقونو ډله چې له ناروې فعالیت کوي له هغو کمپاینرانو جوړه ده، تر ډېره د ایران د شمال لویدیځ په هغو سیمو کې وضعیت له نږدې څاري چې ډېری اوسېدونکي یې کردان دي.

د دې ډلې په خبره، د ایران بلوا ضد پولیسو د شنبې په ورځ لږ تر لږه په دوو ښارونو کې پر خلکو ډزې کړي دي.

د ایران د بشري حقونو ډله وايي د ایران امنیتي ځواکونو د مظاهره چیانو په وړاندې اوښکې بهوونکی ګاز هم کارولی دی.

XS
SM
MD
LG