د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

ايران کې پرله‌پسې ۱۷مه ورځ هم حکومت ضد مظاهرې روانې دي


ايران کې لاريونونه
ايران کې لاريونونه

په ایران کې د نظام په ضد مظاهرې چې، د دغو مظاهرو ۱۷ ورځې پوره شوې، خو تر اوسه یې هم د پای ته رسېدو کوم ښکاره څرک نه لګیږي.

د ازادي راډیو د ایران څانګې راډیو فردا له راپور سره سم پرون یکشنبه په تهران، اصفهان، مشهد او یو شمېر نورو ښارونو کې خلک مظاهرو ته راوتلي وو.

په اصفهان کې پر مظاهره کوونکو د پولیسو د ډزو راپورونه هم ورکړل شوي، خو د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه یې لا معلومات نه‌شته.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې مظاهره کوونکو پر سړکونو اورونه بل کړي او سړکونه یې بند کړي دي.

مظاهره کوونکي د ایران د اسلامي نظام د مشر په ضد شعارونه ورکوي او د ښځو په اړه د دغه نظام تګلاره غندي.

د ايران د لاريونونو په پلوۍ کابل کې هم مېرمنو د ايران سفارت مخته ته لاريون وکړ.
د ايران د لاريونونو په پلوۍ کابل کې هم مېرمنو د ايران سفارت مخته ته لاريون وکړ.

د شنبې په ورځ بیا د ایران ۲۳ ښارونه د مظاهرو شاهدان وو.

دغه مظاهرې وروسته له هغه پيل شوې چې د حجاب د کوډ د نه مراعاتولو په تور یوه پېغله نجلۍ مهسا امیني د پولیسو له‌خوا توقیف او له شکنجې وروسته یې روغتون کې سا ورکړه.

له ایرانه بهر په یو شمېر اروپایي هېوادونو او د امریکا په ښارونو کې هم مهسا امیني ته د عدالت غوښتنې په پلوۍ مظاهرې شوي دي.

دغه مظاهرې په ایران کې څو ځله په تاوتریخوالي اوښتي او دواړو لورو مظاهره کوونکو او ان پولیسو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې.

له ايرانه د لاريونو پر مهال د مرګ‌ژوبلې راپورونه هم ورکول شوي دي.
له ايرانه د لاريونو پر مهال د مرګ‌ژوبلې راپورونه هم ورکول شوي دي.

د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي یوه استازي بیا ویلي، نظام به د حجاب د کوډ په برخه کې هیڅ ډول شاتګ ته اړ نه‌شي.

په خوزستان کې د خامنه یي یوه استازي سید محمد نبي موسوی فرد پرون یکشنبه وویل، هغه کسان چې چوکاټونه ماتوي او د حجاب په ضد دریږي، په اصل کې د ده په ټکو قانون ماتونه کوي.

XS
SM
MD
LG