د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

تهران کې امنيتي ځواکونو له لاريون کوونکو محصلانو سره شخړه کړې


د شريف پوهنتون محصلان
د شريف پوهنتون محصلان

د ازادي راډیو د ایران څانګې رادیو فردا د معلوماتو له مخې تېر ماښام پولیس په تهران کې له معترضو محصلانو سره په شخړه اوښتي.

دغه شخړه د تهران په شریف صنعتي پوهنتون کې هغه مهال وشوه چې د مظاهرې ضد پولیس پوهنتون ته نژدې او یو شمېر یې په شخصي جامو کې د پوهنتون لیلیې ته دننه شول.

یوه ویډیو کې ښکاري چې امنیتي ځواکونه د پوهنتون له انګړه د محصلانو د ایستلو لپاره اوښکې بهونکی ګاز کاروي او له لرې واټنه د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.

په یوه بله ویډيو کې ښکاري چې پولیسو لسګونه محصلان د پوهنتون تر ځمکې لاندې پارکینګ کې ایسار کړي او داسې راپورونه ورکړل شوي چې لسګونه محصلان نیول شوي هم دي.

د محصلانو دغې مظاهرې ایران کې د نظام د پلویانو غبرګون هم پارولی دی.

ايران کې لاريونونه
ايران کې لاريونونه

نظام پلوه کسانو ویلي، پوهنتونونه باید له معترضو محصلانو او استادانو څخه پاک شي.

دوی معترض محصلان او استادان په "خیانت" تورن کړي او ویلي یي دي، باید له پوهنتونه و ایستل شي.

په ایران کې مظاهرې وروسته له هغه پيل شوې چې د اخلاقیاتو پولیسو د مهسا امیني په نوم نجلۍ د حجاب د سم نه مراعاتولو په تور توقیف او څو ورځې وروسته یې د شکنجې له کبله سا ورکړه.

پرون پر تهران سربېره د یو شمېر نورو ښارونو محصلانو هم مظاهرې کړې وې چې دې ډله کې د یزد، کرمانشا، شیراز او مشهد ښارونه یاد شوي دي.

په ناروې کې د بشري حقونو یوه ډله چې دا مظاهرې څارې وایي، ایران کې د مظاهرو له پيله تر اوسه ۱۳۳ کسان وژل شوي.

په دوی کې یوازې له ۴۰ زیات کسان تېره اوونۍ د سیستان بلوچستان په مرکز زاهدان کې له پولیسو سره شخړه کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG