د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

ایران کې د اعدامونو زیاتوالی؛ تېره یوه میاشت کې ۶۱ کسان اعدام شوي


ارشیف
ارشیف

د ایران د بشري حقونو یو بنسټ چې مرکز یې په ناروې کې دی وایي، په روان ۲۰۲۳م کال کې د ایران دننه اعدامونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د ایران د بشري حقونو یوه بنسټ په ایران کې د اعدامونو پر روان بهیر نیوکه کړې او ویلې يې دي، ځینو مواردو کې د محکوم شوي کس شرایطو او نیت ته پام نه کېږي.

دغه بنسټ پرون چهارشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، د روان میلادي کال له پيله ۴۲۳ کسان اعدام شوي چې د تېر کال همدې مودې پرتله ډراماتیک زیاتوالی ښيي.

د اعلامیې له مخې یوازې تېره جولای میاشته کې ۶۱ کسان په ایران کې اعدام شوي دي.

اعلامیه کې راغلي چې په اعدام شویو کسانو کې پنځه افغانان او یوولس بلوڅان شامل دي.

په ټوله کې څلور ښځې هم د اعدام شویو کسانو په ډله کې دي.

د خبرپاڼې له مخې اعدام شوي کسان د نشه یي توکو په قاچاق، وژنو او جنسي تیریو محکوم شوی وو.

ایراني چارواکي بیا د اعدام د حکمونو ننګه کوي او د اسلامي احکامو د تطبیق برخه یې بولي.

په ایران کې تېر کال د پولیسو په توقیف کې د یوې ځوانۍ نجلې مهسا امیني تر وژلو وروسته د اجباري حجاب او یوشمېر نورو تګلارو په ضد پراخې مظاهرې وشوې.

له دې مظاهرو او نړیوالو فشارونو سره سره ایراني چارواکو ویلي، له هغو کسانو سره جدي چلند کېږي چې د حجاب مخالفت کوي.

د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې همدا پرون چهارشنبه هم د ایراني چارواکو او د یوشمېر جوماتونو خطیبانو ټینګار کړی چې د حجاب مخالفان باید په دورو ووهل شي او جدي چلند ورسره وشي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG