د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

ایران کې د اعدامونو زیاتوالی؛ په تېرو شپږو مياشتو کې ۳۵۴ کسان اعدام شوي


ارشیف: په ایران کې یو اعدام شوی کس
ارشیف: په ایران کې یو اعدام شوی کس

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، تېرو شپږو میاشتو کې د ایران حکومت ۳۵۴ کسان اعدام کړي.

د ایران د بشري حقونو سازمان پرون په دې اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې ډله کې څه باندې ۲۰۰ تنه د مخدره موادو په جرمونو بندیان وو.

د راپورونو له مخې ایران د نړیوالو بشري حقونو د سازمانونو له فشارونو سره سره د لږ تر لږه درېیو وروستیو کلونو په نسبت سږ کال په بې سارې کچه د اعدامونو شمېر زیات کړی.

د ایران د بشري حقونو د سازمان مشر محمود امیري مقدم د ازادې اروپا راډیو له فردا څانګې سره په یوه ځانګړې مرکه کې د دغو اعدامونو په اړه ويلي: "د دغو ۳۵۴ کسانو له ډلې چې د ایران د بشري حقونو سازمان ترې په خپل راپور کې یادونه کړې یوازې ۴۳ مورده یې رسمي رسنیو اعلان کړي او پاتې نور موارد موږ د غیر رسمي منابعو څخه ترلاسه کړي لکه د اعدام شویو کسانو د کورنۍ غړي، وکیلان، د زندان سرچینې او په غیر رسمي توګه خپله قضایي سیستم. نو په همدې اساس موږ فکر کوو چې اصلي شمېرې سل په سلو کې له دغو چې موږ یې خپروو پورته دي، خو ویلی شو چې زموږ ارقام د حکومت د ارقامو په مقایسه واقعیت ته نږدې دي."

محمود امیري مقدم وايي، د ایران حکومت د خلکو په تېره بیا هغو کسانو د ویرولو لپاره اعدامونه زیات کړي چې د حکومت ضد لاریونو کې برخه اخلي.

که څه هم مقدم وايي چې په څه باندې درې نیم سوو اعدامیانو کې له دوو سوو زیات کسان د مخدره موادو په جرمونو نیول شوي وو.

د ایران د بشري حقونو د سازمان مشر محمود امیري مقدم
د ایران د بشري حقونو د سازمان مشر محمود امیري مقدم

مقدم زیاتوي چې د ایران رژيم د مخدره موادو په جرمونو اکثر هغه کسان بندیانوي چې د پوښتنې څوک نه لري او د دغو کسانو د اعدام له لارې غواړي خپلو سیاسي اهدافو ته ورسېږي.

د ایران د بشري حقونو سازمان چې مقر یې په ناروې کې دی د دوشنبې په ورځ جولای ۳مه په خپل راپور کې لیکلي، چې د ۳۵۴ اعدام شویو اتباعو له ډلې د ۷۱ بلوڅ اتباعو نومونه لیدل کېږي او پر ۲۰۶ کسانو د مخدره موادو جرمونو تړلي وو.

په دغه راپور کې د ایران د سیاسي اعدامونو یادونه هم شوې ده او ویل شوي چې پنځه تنه ایرانیان په مظاهرو کې د ګډون او دوه تنه دیني مقدساتو ته د سپکاوي په تور اعدام شوي دي.

په راپور کې د محمد مهدي کرمي او محمد حسیني اعدامونه او هم د ایراني پوځیانو په وژنې د تورنو صالح میرهاشمي، مجید کاظمي او سعید یعقوبي اعدامونو ته اشاره شوې چې د ایران د خلکو له اعتراضونو او د نړیوالې ټولنې له کلک مخالفت سره سره حکومت دا کسان په دار وځړول.

یوسف مهرداد او صدرالله فضلي زارع هم د ټیلیګرامي چینلونو او د مقدساتو د سپکاوي په تور اعدام شوي.

د ایران د بشري حقونو سازمان په خپل راپور کې د یو شمېر دوه تابعیته ایرانیانو اعدام ته هم اشاره کړې چې د جاسوسۍ په تور نیول شوي وو.

سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ایران کې د اعدام شویو کسانو تر منځ لږ تر لږه شپږ افغانان هم شامل دي.

تېر ۲۰۲۲ کال بیا د ۱۶ افغانانو د اعدام پېښې راپور شوې وې.

د راپورونو له مخې ګڼ دا اعدام شوي کسان د فشار او شکنجې لاندې اعتراف ته اړ ایستل شوي وو.

په ایران کې له تېر سپټمبر راهیسې وروسته له هغه د حکومت ضد مظاهرې پيل شوې چې د پولیسو په توقیف کې یوه ۲۲ کلنه نجلۍ مهسا امیني مړه شوه.

په دې تېرو میاشتو کې د حکومت ضد پراخې مظاهرې وشوې او په‌کې حکومتي ځواکونه د خلکو په ځپلو او وژلو تورن شول.

لسګونه هغه کسان هم په اعدام محکوم شوي چې په مظاهرو کې په پولیسو د برید یا په دولتي تاسیساتو د یرغل په تور نیول شوي.

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا په یوه ګډه اعلامیه کې د ایران پر حکومت غږ کړی چې د اعدامونو لړۍ ودروي او د بشري حقونو پراخې سرغړونې بندې کړي.

خو د راپورونو له مخې د ایران حکومت دغو فشارونو ته لا سر نه‌دی اېښی او بشري فعالان اندېښنه ښيي چې د سږ کال تر پایه به د اعدامونو شمېر په بې سارې کچه زیات شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG