د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

ايران کې د درېيو مظاهره‌چيانو اعدام غبرګونونه پارولي


د ایران د قضایه قوې د رسنیو مرکز اعلان کړی، چې د صالح میرهاشمي، مجید کاظمي شیخ شباني او سعید یعقوبي کردسفلي د اعدام حکم نن سهار عملي شو.
د ایران د قضایه قوې د رسنیو مرکز اعلان کړی، چې د صالح میرهاشمي، مجید کاظمي شیخ شباني او سعید یعقوبي کردسفلي د اعدام حکم نن سهار عملي شو.

په ایران کې د حکومت ضد اعتراضونو پر مهال د درېیو نیول شویو کسانو اعدام، د ګڼو هېوادونو او سازمانونو عکس العملونه پارولي دي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني ونګ نن جمعه په ایران کې پر درېیو کسانو د اعدام سزا عملي کېدل وغندل او ویې ویل، دغه اقدام د خلکو په وړاندې د ایران د رژیم ظلم په ډاګه کوي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې په خپل ټویټر کې لیکلي، چې اسټرالیا به د ایران د خلکو تر څنګ وي.

د ایران د قضایه قوې د رسنیو مرکز اعلان کړی، چې د صالح میرهاشمي، مجید کاظمي شیخ شباني او سعید یعقوبي کردسفلي د اعدام حکم نن سهار عملي شو.

ایران دغه درې کسان چې د حکومت ضد اعتراضونو پر مهال یې نیولي وو، له عامه نارضایتۍ سره- سره اعدام کړل.

میزان خبري اژانس چې د ایران له قضائیه قوې سره ارتباط لري، وايي درې واړه اعدام شويو کسانو په اصفهان ښار کې د نوامبر میاشتې پر ۱۶مه په ډزو سره درې امنیتي پوځیان وژلي وو.

تر دې مخکې واشنګټن له تهران څخه غوښتي وو، چې د دغو درېیو کسانو له اعدام ډډه وکړي.

دغو درېیو کسانو د بند پر مهال په یوه لیک کې له خلکو غوښتي وو، چې د دوی د اعدام مخه دې ونیسي.

په ناروې کې د ایران د بشري حقونو ډلې مشر محمود امیري مقدم ویلي، تازه اعدامونه باید د تهران لپاره جدي عواقب ولري.

د ده په وینا دغه اعدامونه د نورو اعتراض کوونکو ژوند هم په خطر کې اچوي.

په ناروې کې د هنګاو په نوم د بشري حقونو بلې ډلې په ایران کې د اعدامونو پر زیاتېدو اندېښنه وښوده او په خپل ټویټر کې یې دې مسئلې ته د بشري حقونو د سازمانونو او غربي حکومتونو د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې ده.

په ناروې کې د ایران د بشري حقونو ډلې او په پاریس کې د بشري حقونو یوې بلې ډلې په اپرېل میاشتې په خپل ګډ راپور کې ویلي وو: ایران تېر میلادي کال ۵۸۲ کسان عدام کړي، چې تر ۲۰۱۵م کال راوروسته تر ټولو لوړ شمېر دی.

د ګډ راپور له مخې په ۲۰۲۱م کال کې په ایران کې ۳۳۳ کسان عدام شوي وو.

د ایران د بشري حقونو ډله وايي، په روان میلادي کال کې د اعدامونو شمېر تر اوسه ۲۲۰ ته رسېدلی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو د ډلو په وینا ایران د چین تر څنګ په نړۍ کې هر کال زیات کسان اعداموي.

XS
SM
MD
LG