د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

ايران کې پر اعدام د محکوم شويو مظاهر‌ه‌چيانو شمېر ۱۷ ته ورسېد


په ایران کې درې نور مظاهره‌چیان په اعدام محکوم شول چې په دې سره تر اوسه د ټولو په اعدام د محکوم شویو مظاهره‌چیانو شمېر اولسو ته ورسېد.

وروسته له هغې چې دوه ورځې وړاندې دوه معترضان، محمد مهمدي کرمي او محمد حسیني اعدام شول، په ایران کې مېشت مخکښ سیاسي فعال ابوالفضل قدیاني دا حکومتي قتلونه وبلل او د دې هېواد ستر مشر علي خامنه‌يي د ایران د خلکو دښمن، د واک او وینې تږی داسې یو دیکتاتور وباله چې د ده په خبره د معترضانو د وژلو لپاره د حکمونو په ورکولو سره هره ورځ ځان کندې ته نژدې کوي.

ابوالفضل قدیاني د اسلامي انقلاب د مجاهدینو د سازمان بنسټ ایښودونکی غړی دی، چې د ۲۰۰۸ کال له مظاهرو او زرغون نومي غورځنګ وروسته یې په مکرر او څرګند ډول له علي خامنه‌يي سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.

هغه ویلي چې د خامنه‌یي اقداماتو تل معکوسه نتیجه ورکړې او هره ورځ پرې ویره غلبه کوي چې هېواد هم په خپلو اقداماتو سره د تباهۍ کندې ته ټېل وهي.

په عین حال کې د ملګروملتونو د بشري حقونو مشر ولکر ترک وایي، تهران هغو کسانو ته چې په اعتراضونو کې برخه اخلي، د اعدام له سزا څخه په استفادې په خلکو کې ویره خپروي او د مخالفت مخه نیسي.

ايران کې لاريونونه
ايران کې لاريونونه

ترک وویل، د هغو کسانو لپاره چې د خپلو اساسي حقونو لپاره غږ پورته کوي، په مظاهرو کې برخه اخلي یا یې تنظیموي، د یوې جینایي وسلې په توګه کار اخیستل، د دولت له‌خوا له وژنو سره پرتله کېدای شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې ایران پرون درې تنه نور معترضان هم په اعدام محکوم کړل چې په دې سره تر اوسه په ایران کې پر اعدام د محکوم شویو معترضانو شمېر اولسو ته ورسېد.

د ایران د قضایي ادارې اړوند میزان ویبپاڼې ویلي، صالح میرهاشمي، مجید کاظمي او یعقوب کورد سوفلا د مظاهرو په ترڅ کې د بسیج ملېشو د درېو غړیو په وژلو کې د لاس لرلو په تور چې هغې ته له خدای سره د جګړې نوم ورکړل شوی، په اعدام محکوم شوي دي.

په دغه قضیه کې ښکېل یو بل تورن، د ایران د فوټبال حرفوي لوبغاړی امیر ناصر ازاداني چې هغه هم د اعدام له سزا سره مخامخ و، په شپاړس کاله بند محکوم شوی دی.

د نوموړي په قضیه کې د فوټبال نړیوالې ټولنې سخت غبرګون ښکاره کړی او هغه یې په دغو شرایطو کې چې یوه لوبغاړي ته د ښځو د حقونو او په خپل هېواد کې د اساسي ازادیو لپاره د کمپاین په‌ خاطر سزا ورکول کېږي ټکان ورکونکې او ناوړه بللې وه.

تر اوسه په اعدام محکوم شویو څلورو کسانو باندې د اعدام سزا تطبیق شوې

له څه باندې درې میاشتو راهیسې چې د ایران په توقیف کې د مهسا امیني د مړینې پر سر مظاهرې پیل شوي، ایراني چارواکو مظاهره‌چیانو ته سختې سزاوې ورکړي دي.

تر اوسه په اعدام محکوم شویو څلورو کسانو باندې د اعدام سزا تطبیق شوې چې دوه یې دوه ورځې وړاندې اعدام شول.

پر اعدام د محکوم شویو دوو نورو، محمد قبادلو او محمد بروقاني د اعدام سزا د ایران د سترې محکمې د پرېکړې له امله ځنډېدلې ده.

د ایران د بشري حقونو یوه ډله چې مرکز یې په ناروې کې دی وایي، په ایران کې د توقیف شویو مظاهره‌چیانو له ډلې ۱۰۹ یې د اعدام له سزا سره مخامخ دي.

دغې ډلې پرون دوشنبې په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغو محکومېدونکو اصلي شمېر ممکن زیات وي، ځکه کورنۍ یې د فشار له کبله چوپه خوله دي.

XS
SM
MD
LG