د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

ايران د طالبانو حکومت ته لسګونه افغان بنديان سپارلي


ارشیف: د اسلام کلا بندر یوه څنډه
ارشیف: د اسلام کلا بندر یوه څنډه

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي افغانستان ته د ایران له زندانونو د لسګونو افغانانو د ورسپارلو خبر ورکوي.

په تهران کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سفارت شارژدافېر فضل محمد حقاني وایي، شاوخوا سل افغان بندیان چې د ایران له زندانو خوشې شوي، ایراني لوري پرون یکشنبې په نیمروز کې د طالبانو چارواکو ته وسپارل.

هغه بېګا ناوخته ازادي راډیو ته د دې خبرې پخلی وکړ او ویې ویل چې دغه پروسه به په راتلونکې کې هم دوام وکړي.

نوموړی وايي: "د ایران حکومت تقریباً سل زنداني د نیمروز له لارې د افغانستان اسلامي امارت ته تسلیم کړل او دغه پروسه به دوام لري او انشاالله د چهارشنبې په ورځ به له دوه نیم سوو تر۲۶۰ پورې نور کسان هم په اسلام کلا کې اسلامي امارت ته تسليم شي."

د حقاني په خبره په دغو بندیانو کې چې د افغانستان لوري ته سپارل شوي یا سپارل کېږي، اکثره یې د مخدره موادو یا جنګونو په تور نیول شوي او د بند سزاوې ورکړل شوي، خو په دوی کې هغه بندیان نه‌شته چې په اعدام یا د قتل په جرم محکوم شوي دي.

د هغې اعلامیې له مخې چې په نیمروز کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له‌خوا پرون یکشنبې خپره شوې ویل شوي چې په نیمروز کې د دغو بندیانو د تسلیمۍ لپاره په پلاوي کې د طالبانو د حکومت د محابسو عمومي رییس مولوي محمد یوسف هم شامل و.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه سل تنه افغان بندیان د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د موافقې له مخې افغانستان ته سپارل شوي او د بند پاتې موده به په خپل هېواد کې تېروي.

که څه هم تر اوسه نه‌ده څرګنده چې د دغې موافقې له مخې افغانستان ته د ایران له زندانونو څومره افغان بندیان لېږدول شوي، خو د بشري حقونو ډلو د هغه هېواد په زندانونو کې د په سلګونو افغان بندیانو خبره کړې ده.

یو شمېر دغه بندیان په اعدام محکوم شوي هم دي.

په تېره ثور میاشت کې په ناروې کې مېشت د ايران د بشري حقونو سازمان وویل چې ايران په روان ۲۰۲۳ کال کې لږ تر لږه ۶ افغانان اعدام کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG