د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

نړۍ

ايران دوه افغان وګړي اعدام کړل

ارشیف
ارشیف

ایران نن شنبه هغه دوه افغان وګړي اعدام کړل، چې په اکتوبر میاشت کې د شاه‌چراغ په نوم د شیعه ګانو پر یوه زیارت په حمله کې دخیل بلل شوي وو.

فارس او ایسنا خبري اژانسونو ویلي، محمد رامز رشیدي او نعیم هاشم قتالي نن سهار په شېراز کې په عام محضر کې اعدام شوي دي.

پر شاه‌چراغ زیارت په هغه حمله کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي وو او تر شلو زیات نور ټپیان شوي وو او مسوولیت یې هم داعش ډلې منلی و.

ایراني چارواکو د هغې حملې په پیل کې ویلي وو، چې دا حمله یوه سړي کړې او هغه هم د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

کرکټ؛ زمبابوې هندوستان ته ماتې ورکړه

د زمبابوې لوبغاړي د لوبې پر مهال
د زمبابوې لوبغاړي د لوبې پر مهال

د زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې د درې شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې هندوستان ته په ۱۳ منډو ماتې ورکړه.

د شنبې په ورځ د جولای په ۶مه نېټه په هرارې کې هند د پچې تر ګټلو وروسته توپ اچونه غوره کړه.

زمبابوې په شلو اورونو کې د ۹ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۱۵ منډې وکړې.

هندوستان د یاد هدف په تعقیب په ۱۹.۵ اورونو کې ۱۰۲ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

د زمبابوې لوبډلمشر سکندر رضا، چې په دې لوبه کې یې ۱۷ منډې کړې وې او ۳ لوبغاړي یې سوځولي وو د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې دوه نورې شل اوریزې سیالۍ د جولای په ۷مه او ۱۱مه نېټه ترسره کړي.

بېلابېلو هېوادونو د ایران په ولسمشرۍ ټاکنو کې د پزشکیان په بریا د مبارکۍ پیغامونه ورکړي

مسعود پزشکیان د ایران ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې چې پرون ترسره شو، د اکثریت رایې په ګټلو سره بریالی اعلان شو.
مسعود پزشکیان د ایران ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې چې پرون ترسره شو، د اکثریت رایې په ګټلو سره بریالی اعلان شو.

د نړۍ بېلابېلو هېوادونو د ایران په ولسمشرۍ ټاکنو کې د مسعود پزشکیان په بریا د مبارکۍ پیغامونه ورکړي.

له دې ډلې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هیله ښودلې چې د پزشکیان په دوره کې د ایران او افغانستان تر منځ دوستانه روابط لا زیات ټینګ شي.

ډاکتر عبدالله عبدالله د پزشکیان په ټاکل کېدو مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې ایران د میلیونونو افغانانو کوربه دی او خپلې بشري مرستې کوي.

د سعودي عربستان مشرتابه، د ایران د ولسمشرۍ تر وخت مخکې ټاکنو کې اصلاح غوښتونکي کاندید مسعود پزشکیان ته مبارکي ورکړه او هیله یې ښودلې چې دا بریا د دواړو هېوادونو د اړیکو ودې ته زمینه برابره کړي.

مسعود پزشکیان د ایران ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې چې پرون ترسره شو، د اکثریت رایې په ګټلو سره بریالی اعلان شو.

سعودي عربستان او د هغه سیمه‌ییز رقیب ایران چې په یمن او سوریه کې د مخالفو جهتونو ملاتړ کوي، تېر کال د چین په منځګړیتوب خپلې اړیکې عادي کړې.

د سعودي عربستان دولتي اژانس ایس‌پي‌اې (SPA) خبر ورکړی چې ملک سلمان پزشکیان ته د مبارکۍ پیغام لېږلی او هیله یې ښودلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به ډیپلوماتیکې اړیکې دوام ومومي.

د حماس تر ولکې لاندې روغتیا وزارت: په غزه کې د وژل شویو شمېر ۳۸زره ۹۸ ته ورسېد

د غزې په خان یونس کې د جګړو له کبله یوه ویجاړه شوې سیمه
د غزې په خان یونس کې د جګړو له کبله یوه ویجاړه شوې سیمه

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت نن ویلي چې د فلسطینیانو په دغه قلمرو کې د نهه میاشتنۍ جګړې په نتیجه کې د وژل شویو شمېر ۳۸زره ۹۸ ته ورسېد.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

په وژل شویو کې هغه ۸۷ کسان هم شامل دي چې د وزارت په وینا په تېرو ۴۸ ساعتونو کې وژل شوي دي.

له کله چې د اکټوبر پر اوومه د حماس او اسراییل ترمنځ په غزه کې جګړه پیل شوې د غزې د روغتیا وزارت په وینا ۸۷زره ۷۰۵ نور کسان ټپیان شوي دي.

په غزې تړانګه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی توندلارې ډلې حماس د اکټوبر میاشتې پر ۷مه پر اسراییل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او شا و خوا ۲۵۰ نور کسان یرغمل کړل.

عربستان د ایران د ولسمشرۍ نوي بریالي شوي کاندید مسعود پزشکیان ته مبارکي ورکړې

مسعود پزشکیان د ایران ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې چې پرون ترسره شو، د اکثریت رایې په ګټلو سره بریالی اعلان شو.
مسعود پزشکیان د ایران ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې چې پرون ترسره شو، د اکثریت رایې په ګټلو سره بریالی اعلان شو.

د سعودي عربستان مشرتابه د ایران د ولسمشرۍ تر وخت مخکې ټاکنو کې اصلاح غوښتونکي کاندید مسعود پزشکیان ته مبارکي ورکړه او هیله یې ښودلې چې دا بریا د دواړو هېوادونو د اړیکو ودې ته زمینه برابره کړي.

مسعود پزشکیان د ایران ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې چې پرون ترسره شو، د اکثریت رایې په ګټلو سره بریالی اعلان شو.

سعودي عربستان او د هغه سیمه‌ییز رقیب ایران چې په یمن او سوریه کې د مخالفو جهتونو ملاتړ کوي، تېر کال د چین په منځګړیتوب خپلې اړیکې عادي کړې.

د سعودي عربستان دولتي اژانس ایس‌پي‌اې(SPA) خبر ورکړی چې ملک سلمان پزشکیان ته د مبارکۍ پیغام لېږلی او هیله یې ښودلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به ډیپلوماتیکې اړیکې دوام ومومي.

اوکرایني ځواکونه: د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د یوې بلې حملې څپه مو شنډه کړې

د اوکراین هوايي ځواکونو نن په ټلګرام کانال کې لیکلي چې نن سهار وختي د دوی دښمنانو د شاهد په نوم د ۲۷ بې پیلوټه الوتکو په ذریعه حملې کړې دي.
د اوکراین هوايي ځواکونو نن په ټلګرام کانال کې لیکلي چې نن سهار وختي د دوی دښمنانو د شاهد په نوم د ۲۷ بې پیلوټه الوتکو په ذریعه حملې کړې دي.

د اوکراین هوايي ځواکونه وايي، نن سهار یې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د یوې بلې حملې څپه شنډه کړې چې د اوکراین ۱۲ ساحې یې په نښه کړې وې.

تر دې مخکې د اوکراین یوه محلي چارواکي ویلي وو چې مسکو پر دونیڅک سیمې د رهبري شویو بمونو په حملې سره لږ تر لږه ۵ کسان ووژل او ګڼ نور ټپیان کړل.

د اوکراین هوايي ځواکونو نن په ټلګرام کانال کې لیکلي چې نن سهار وختي د دوی دښمنانو د شاهد په نوم د ۲۷ بې پیلوټه الوتکو په ذریعه حملې کړې دي.

د اوکراین دغه ځواک وايي، دوی توانېدلي د دغو الوتکو له جملې ۲۴ یې پر دنیپروپیټروفسک، پولتاوا، زاپوریژیا، خرسون، خارکیف، دونیڅک، سومي، چرنيهیف، وینیڅیا، کییف، کیروفوهراد او میکولاییف سیمو نسکورې کړي.

بلخوا د پلازمېنې کییف په شمالي سیمه سومي کې محلي چارواکو ویلي چې د روسیې بې پیلوټه الوتکو د اوبو د سیستم برښنا پرې کړې ده چې د اوبو د رسولو بهیر یې ټکنی کړی دی.

د اوکراین دولتي رسنیو په عین حال کې د پلازمېنې کییف په شمال ختیځه سیمه سسپلاین کې د څو چاودنو خبر ورکړی دی.

حماس د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د امریکا وړاندیز منلی

په غزه کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور
په غزه کې د روانې جګړې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

حماس د امریکا د متحدو ایالتونو هغه وړاندیز منلی چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د یوې موافقې له لومړي پړاو څخه ۱۶ ورځې وروسته د سرتېرو او نارینه‌وو په ګډون د اسراییلي یرغملو د خلاصون لپاره خبرې پیلوي.

د حماس یوې جګپوړې سرچینې نن شنبې وویل چې دا ډله چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، له هغې غوښتنې چې اسراییل دې لومړی د دایمي اوربند لپاره ژمنه وکړي او له هغې وروسته به دوی موافقه لاسلیک کړي، تېره شوې ده.

دغې سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله د خپل هویت پټ ساتلو په شرط رویترز آژانس ته ویلي چې حماس منلې چې په لومړۍ مرحله کې د شپږو اوونیو خبرو له لارې دې دغه هدف ترلاسه شي.

یوه فلسطیني چارواکي چې د سولې د نړیوالو هڅو څخه خبر دی، ویلي، که اسراییل دغه وړاندیز ومني، کېدای شي هغه په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د نهه میاشتنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د موافقې یو چوکاټ رامنځته کړي.

مسعود پزشکیان د ایران د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخاباتو ګټونکی اعلان شو

مسعود پزشکیان
مسعود پزشکیان

د ایران د انتخاباتو چارواکو اعلان وکړ چې اصلاح غوښتونکي کاندید مسعود پزشکیان د ایران د ولسمشرۍ د دوهم پړاو انتخابات وګټل.

د ایران د انتخاباتو د کمېسیون ویاند محسن اسلامي د ایران د دولتي تلوېزیون له لارې اعلان وکړ چې پخواني د زړه جراح پزشکیان ۵۳،۷ سلنه رایې ګټلې او د رایو شمېر یې ۱۶ میلیونه او ۳۸۴زره او ۴۰۳ ته رسېږي او د هغه سیال سعید جلیلي ۴۴،۳ سلنه رایې خپلې کړې او د رایو شمېر یې ۱۳ ملیونه او ۵۳۸زره او ۱۷۹ ته رسېږي.

د ایران د ولسمشرۍ په دې دوهم پړاو انتخاباتو کې چې پرون جمعه ترسره شول، د ګډونکونکو شمېر نژدې پنځوس سلنه ښودل شوی چې هغه د لومړي دور د ۴۰ سلنه په پرتله زیات دی.

مسعود پزشکیان له ۲۰۰۸م کال راهیسې د ایران د پارلمان غړی دی او د ۲۰۱۶م نه تر ۲۰۲۰ کاله پورې چې کله منځلارو او اصلاح پالو په پارلمان کې اکثریت درلود، د پارلمان د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.

پزشکیان په ایران کې پر ښځو د اسلامي حجاب د عملي کولو بڼه تر پوښتنې لاندې راوستې او له لوېدیځ سره یې د خبرو په ملاتړ غږ اوچت کړی دی.

خو نوموړی د اسلامي جمهوریت د اصولو ملاتړ هم کوي او ویلي یې دي چې د غوره کېدو په صورت کې به د ایران د ستر مشر علي خامنه يي تګلارې تعقیب کړي.

دغه انتخابات له وخت مخکې د ایران د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي چې د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان او یو شمېر نورو چارواکو سره د مې میاشتې پر ۱۹مه د څرخي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې مړ شو، د ځای ناستې د ټاکلو لپاره ترسره شوې.

د اروپا فوټبال جام؛ په کوارټر فاینل کې انګلستان له سویس او هالنډ له ترکیې سره سیالۍ لري

د انګلستان له مخکېنۍ لوبې یو انځور
د انګلستان له مخکېنۍ لوبې یو انځور

د اروپا د ملتونو د فوتبال جام د کوارټر فاینل سیالیو په لړ کې نن انګلستان له سویس سره لوبه کوي او هالنډ هم له ترکیې سره مخامخ کېږي.

پرون هم د څلورو ټیمونو تر منځ لوبې وشوې.

فرانسې د پینالټي شوټونو په پړاو کې پرتګال ته ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې ځان ورساوه.

د پینالټي شوټونو په پړاو کې د فرانسې لوبغاړو ۵ ګولونه ووهل، خو د پرتګال درې لوبغاړو ګول ترسره کړ او دوه په ګول وهلو بریالي نه شول.

په بله لوبه کې هسپانیا د ۲- ۱ په مقابل کې کوربه جرمني ته ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته ورسېده.

د ولسمشرۍ لپاره د سیالیو له دوام څخه د بایډن د لاس په سر کېدو په هدف هڅې پيل شوي

د جو بایډن او ډونالډ ټرمپ د وروستۍ مناظرې یوه څنډه
د جو بایډن او ډونالډ ټرمپ د وروستۍ مناظرې یوه څنډه

امریکایی سناتور مارک وارنر په دې لټه کې دی چې د ډیموکراټ سناتورانو یوه ډله جوړه کړي څو له جوبایډن څخه وغواړي چې د جمهوریپالو له کاندید ډونالډ ټرمپ سره د تېرې اوونۍ په مناظره کې د خپل چلند له امله د ولسمشرۍ لپاره د سیالیو له دوام څخه لاس واخلي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دا خبره د دوو کسانو له قوله چې نومونه یې پټ ساتل شوي، خو له دغو هڅو خبر دي، نن په یوه راپور کې کړې ده.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د ډیموکراټانو په منځ کې دغه احساس ورځ تر بلې پیاوړی کېږي چې بایډن نه شي کولای په سیالۍ کې پاتې شي.

د راپور له مخې سناتور وارنر نورو ته ویلي چې دی دې ته ژوره اندېښنه لري چې بایډن نه شي کولای د ټرمپ د ماتولو لپاره بریالۍ کمپاین پر مخ بوځي.

ټاکل شوې د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د نومبر د میاشتې په پنځمه ترسره شي.

فوټبال؛ فرانسه د پرتګال په ماتولو سره نیمه پایلوبې ته ورسېده

د فرانسې او پرتګال د سیالۍ یوه څنډه
د فرانسې او پرتګال د سیالۍ یوه څنډه

د فوټبال د یورو کپ په دویمې منځلوبې کې فرانسې د پینالټي شوټونو په پړاو کې پرتګال ته ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې ځان ورساوه.

د جمعې په شپه ناوخته د جرمني په کوربتوب د فرانسې او پرتګال ترمنځ د کوارټرفاینل سیالي د لوبې د اضافي وخت په لوبولو سره هم مساوي روانه وه.

د پینالټي شوټونو په پړاو کې د فرانسې لوبغاړو ۵ ګولونه ووهل، خو د پرتګال درې لوبغاړو ګول ترسره کړ او دوه په ګول وهلو بریالي نشول.

دا سیالي فرانسې ۵-۳ وګټله او نیمه پایلوبې ته ورسېده چې د جولای په ۹مه نېټه به له هسپانیې سره مخ شي.

په دې سیالۍ کې د فوټبال دوه مخکښو لوبغاړو ګیلین ایمباپې د فرانسې او کرېسټیانو رونالډو د پرتګال لوبډلمشري کوله.

ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ د جولای په ۶مه نېټه د کوارټرفاینل دوه نورې سیالۍ ترسره شي، لومړۍ سیالي به د انګلستان او سویس ترمنځ او دویمه به د نیدرلینډ او ترکیې ترمنځ وي.

تمه ده چې د یورو کپ پایلوبه د جولای په ۱۴مه نېټه ترسره شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG