د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

علي اکبر احمديان د ايران د ملي امنيت د مشر په توګه ټاکل شوی


علي اکبر احمدیان
علي اکبر احمدیان

د ایران ولسمشر د ملي امنیت د عالي شورا له مشرتابه علي شمخاني لیرې کړی او پر ځای یې یو بل شخص چې له یوې لسیزې راهیسې د نړیوالې ټولنې د بندیزونو په فهرست کې دی، ټاکلی دی.

د ایران ولسمشر ابراهیم ریسي د ځواکمنې د ملي امنیت د عالي شورا له مشرۍ څخه علي شمخاني لیرې کړی او پر ځای یې د سپاه پاسدارن انقلاب د ځواکونو پخوانی مشر علي اکبر احمدیان ټاکلی دی.

احمدیان هغه شخص دی چې له څه باندې یوې لسیزې راهیسې ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او د امریکا د متحدو ایالتونو له‌خوا پرې بندیزونه لګول شوي دي.

د ولسمشرۍ دفتر پرون یکشنبې په خپله رسمي وېبپاڼه کې کښلي چې، علي اکبر احمدیان د ولسمشر د فرمان له مخې د ملي امنیت د عالي شورا د منشي په توګه ټاکل شوی دی.

په مشرتابه کې دغه بدلون له هغو راپورونو سره هممهاله رامنځته شوی چې وایي، ۶۷ کلن شمخاني چې یو اصلاح غوښتونکي ګڼل کېږي او له نږدې یوې لسیزې راهیسې یې د ملي امنیت د عالي شورا د مشر په توګه دنده ترسره کړې، د دوه ګوني تابعیت لرونکي پخواني چارواکي علي رضا اکبري سره اړیکه درلوده.

اکبري په تېره جنوري میاشت کې بریتانیا ته د جاسوسۍ په تور اعدام شو.

شمخاني چې پخوا یې د ایران د سپاه پاسدران انقلاب د ځواکونو د یوه قومندان په توګه هم دنده ترسره کړې، د خلیج له یو شمېر هېوادونو سره د ایران د اړیکو د رغولو په هڅو کې یوه مخکښه څېره بلل کېده.

په دغو هڅو کې په تېره مارچ میاشت کې له سعودي عربستان سره د اړیکو د بېرته ټینګېدو لپاره د ترلاسه شوې موافقې لپاره خبرې اترې هم شاملې دي.

د ایران او سعودي عربستان ترمنځ د کلونو تربګني ټولې سیمې ته ګواښ متوجه کړی او هغه یې بې‌ثباته کړې وه.

احمدیان چې یو وخت د منځني ختیځ انستیتوت نوموړی د ایران یو محبوب چارواکی یاد کړی و، مخکې له دې چې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د مشر په توګه وټاکل شي، د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د ستراتېژیک مرکز د مشر په توګه چارې مخته وړلې.

په مشرتابه کې د وروستي بدلون علت نه‌دی په ډاګه شوی، خو یوه ورځ مخکې ښاغلي ريیسي د حکومت یوې غونډې ته په یوې مهمې وینا کې له اسلامي، ګاونډیو او خپلو متحدو هېوادونو سره د اړیکو د ښه کولو او تعامل ته د پراختیا ورکولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د ایران ستر مشر علي خامنه‌یي هم تېره اوونۍ ټینګار وکړ چې، د هر خنډ د له منځه وړلو لپاره د اړتیا په صورت کې په بهرني سیاست کې نرمښت راوستو ته اړتیا ده چې هر خنډ ليرې شي.

XS
SM
MD
LG