د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۴:۱۱

ایراني چارواکي: د امریکا د بریدونو پر وړاندې چټک ځواب ورکوو


د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونه
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونه

په سوریه کې د نږدې شلو ایران پلوه جنګیالیو تر وژل کېدو وروسته، د ایران یوه امنیتي چارواکي پرون وویل چې په تهران پورې پر یوې پوځي اډې حملې به، له چټک غبرګون سره مخامخې شي.

د ایران رژیم وايي، په سوریه کې به د خپلو د ۱۹ پلوي پوځیانو د وژل کېدو پېښې ته چټک عکس العمل وښيي.

دا په وروستیو کلونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو او د ایران د پلوي ځواکونو ترمنځ له خونړیو نښتو ګڼل کېږي.

د ایران نیمه رسمي خبري اژانس نورنیوز د ایران د ملي امنیت عالي شورا د ویاند کیوان خسروي په حواله راپور ورکړی چې پرون شنبه یې ویلي: "پر هغو پوځي اډو چې د سوریې د حکومت په غوښتنه د تروریزم او داعش په وړاندې د مبارزې لپاره ایجادې شوي، د حملې هره پلمه به د تهران له چټک عکس العمل سره مخامخه شي."

د ایران د ملي امنیت عالي شورا ویاند کیوان خسروي
د ایران د ملي امنیت عالي شورا ویاند کیوان خسروي

د رویټرز خبري اژانس په وینا، ایران ویلي چې د دوی ځواکونه او متحد جنګیالي یې د دمشق له غوښتنې سره سم په سوریه کې حضور لري او تهران په سوریه کې امریکايي ځواکونو ته د اشغالګرو په سترګه ګوري.

د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزارت ویلي، د مارچ میاشتې د ۲۳مې په وژونکي حمله کې چې د یوې بې پیلوټه انتحاري الوتکې له خوا وشوه، ایران لاس لري.

هغه حمله د سوریې په شمال ختیځ کې حسکه سیمې ته نږدې د امریکا له ملاتړه د برخمن پوځي ایتلاف د پوځي اډې د ترمیم او ساتنې پر تاسیساتو شوې وه.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن تېره جمعه یعنې د مارچ پر ۲۴مه د کاناډا پلازمېنې اوتاوا د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل چې په سوریه کې د یوه امریکايي قراردادي تر وژل کېدو او شپږو نورو امریکایانو تر ټپي کېدو وروسته یې د هوايي حملو امر وکړ.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن

بایډن وویل: "اشتباه دې نه کوو، چې د امریکا متحد ایالتونه له ایران سره د نښتې هڅه نه کوي، دا خبره په ټینګار سره کوو. خو تیار واوسئ چې موږ د خپلو وګړو د خوندیتوب لپاره په قدرت سره اقدام کوو. هغه شپه دقیقاً همداسې وشول. موږ په سیمه کې د تروریستي ګواښونو په وړاندې مبارزې، له کاناډا او د ائتلاف له نورو غړو سره د داعش د ماتولو لپاره خپل مشراکت ته دوام ورکوو."

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې د دوی دوو جنګي ایف۱۵ ډوله الوتکو د مارچ د ۲۴مې په لومړیو کې ځوابي حملې وکړې.

په بریتانیا کې دېره، د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، په دې حمله کې درې سوریايي پوځیان، ۱۱ حکومت پلوه سوریایي ملیشه او پنځه غیرسوریايي جنګیالي چې له حکومت سره ملګري وو، وژل شوي دي.

د امریکا متحدو ایالتونه د سوریې په شمال ختیځ کې شاوخوا ۹۰۰ سرتېري لري چې په داعش پورې پر تړلو ډلو فشار راولي او د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو ملاتړ وکړي چې کردان یې رهبري کوي او د سوریې د رژیم په وړاندې جنګېږي.

ایران او روسیه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت ملاتړ کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG