د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۲ وری ۱۴۰۲ کابل ۱۱:۴۰

نړۍ

د سوريې په ختيځ کې د هوايي بريد له امله ۷ کسان وژل شوي

د سوريې په ختيځ کې د بريد يو انځور

د سوریې په ختیځ کې لږ تر لږه ۷ تنه د لاریو چلوونکي او د هغوی کلینران په هوایي برید کې وژل شوي دي.

په سوریه کې مېشتې د بشري حقونو یوې ډلې ویلي، د لاریو دغه کاروان چې د یکشنبې په ورځ له نامعلوم لوري په نښه شو، د ایران له ملاتړه د برخمنو ډلو اړوند و.

فرانس پریس اژانس لیکلي، د شپږو لاریو دغه کاروان له عراقه د سوریې سرحدي سیمې البو کمال ته د ایران وسلې لېږدولې.

خبر کې ویل شوي چې، هوایي برید کې شپږ واړه لارۍ هم ویجاړې شوي دي.

ایران تورن دی چې د سوریې د حکومت د ملاتړ لپاره د دغه هېواد له پوځ سره د تجهیزاتو او سلا مشورو او روزنې مرسته کوي، خو د سیمې بل هېواد سعودي عربستان بیا د سوریې د حکومت د مخالفو ډلو په ملاتړ تورن دی.

د ایران، سعودي عربستان او سوریې رسمي سرچینو تر اوسه د شوي برید په اړه څه نه‌دي ویلي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د پاکستان اقتصادي کړکېچ؛ د اوړو وېشلو پر مهال لږترلږه ۱۴ کسان مړه شوي

په کراچۍ کې د اوړو وېشلو له بهیره یو انځور

په پاکستان کې چې اقتصادي وضعیت خورا خراب شوی، د اوړو وېشلو په لړ کې لږترلږه ۱۴ کسان مړه شوي دي.

پرون جمعه د خیبرپښتونخوا د حکومت له لوري د وړیا اوړو د وېش په لړ کې ګډوډي رامنځته شوه او لږترلږه ۳ تنه تر پښو لاندې مړه او ۷ نور سخت ژوبل شول.

په څو نورو ځایونو کې د اوړو د وېش په ترڅ کې نښتې او ګډوډۍ پېښې شوې دي.

همداراز په کراچۍ ښار کې یوې خصوصي کمپنۍ زکات وېشه چې ګډوډي رامنځته شوه او لږترلږه ۱۱ کسان مړه شول.

اکثره مړه شوي کسان ښځې او ماشومان دي.

سویډن په ناټو سازمان کې د غړیتوب تر لاسه کولو لپاره هیله ښودلې

ارشیف: د ناټو او سویډن بیرغونه

د سویډن صدراعظم هیله ښودلې چې هېواد به یې په ناټو کې د دې سازمان د ټولو غړیو هېوادونو موافقه ترلاسه کړي.

اولف کریسټیرسن تېره ورځ د مارچ په ۳۱مه دغه غوښتنه وروسته له هغې وکړه چې د ترکیې پارلمان د رایو په اکثریت سره په ناټو کې د فنلنډ غړیتوب تصویب کړ.

د ناټو د غړي په توګه ترکیې په دې سازمان کې تل د فنلنډ او سویډن له غړیتوب سره مخالفت کاوه، خو اوس فنلنډ دا غړیتوب ترلاسه کړ.

په ناټو کې د غړیتوب لپاره چې اوسمهال ۳۰ غړي هېوادونه لري یو نوی غړی باید د ناټو تړون د ټولو غړیو موافقه ولري او ان د یوه هېواد په مخالفت سره موانع جوړېدای شي.

د سویډن صدراعظم ویلي، تر اوسه د ترکیې ترڅنګ هنګري هم په ناټو سازمان کې د سویډن له غړیتوب سره موافقه نه ده ښودلې.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، له ترکیې او هنګري یې غوښتي څو د سویډن غوښتنه ومني او په ناټو سازمان کې د دې هېواد د غړیتوب پر وړاندې موانع لرې کړي.

هندي رسنۍ: په پېښور کې یو سېک سوداګر وژل شوی

ارشیف: د پاکستان پولیس

هندي رسنۍ وايي، د پاکستان د خیبرپښتونخوا په پېښور کې یو سېک سوداګر وژل شوی دی.

د راپورونو پر اساس دغه سوداګر ډایال سېنګ نومېږي او تېره ورځ د مارچ په ۳۱مه له ماسپښین وروسته درې نیمې بجې د نامعلومو وسله والو په ډزو سره وژل شوی دی.

له دې یوه ورځ مخکې هندي رسنیو په کراچۍ کې د بیرل ګیناني په نوم د یوه هندو ډاکتر له وژنې خبر ورکړی و.

د راپورونو پر اساس ګیناني د سترګو ډاکتر و او د پنجشنبې په ورځ په خپل موټر کې په ډزو سره وژل شوی و.

ټایمز اف انډیا ورځپاڼې په پاکستان کې د هندو او سېک مدافع فعالانو له قوله ویلي، په تېرو دوو کالو کې په دې هېواد کې لس سېکان وژل شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د تېرو دوو ورځو پېښو مسوولیت نه دی منلی.

راشدخان د 'ای پي ایل' په لومړۍ سیالۍ کې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله

راشدخان

د هندوستان د کرکټ په ستر سوداګریز لیګ یا ای پي ایل کې د جمعې په ورځ د ګجرات ټایټنز او چینای سوپر کینګز ترمنځ سیالي د ګجرات په بري پای ته ورسېده.

دغه سیالي چې د هند د احمداباد ښار په نریندرا مودي لوبغالي کې ترسره شوه، چینای لومړۍ توپوهنه وکړه او ۱۷۸ منډې یې وکړې.

د دې لوبډلې لپاره روتراج ګایګواډ ښه توپوهنه وکړه، هغه د ۹ شپږیزو او ۴ څلوریزو پر مټ ۹۲ منډې وکړې.

د ګجرات په توپ اچونکو کې بیا راشدخان تر نورو ښه توپ اچونه وکړه، هغه په ۴ اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او د معین علي او بین سټوکس ویکټې یې د لوبې په مهمه برخه کې وسوځولې.

دغه راز محمد شامي او الیزاري جوزیف هم د چینای دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

ټایټنز لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په وروستي اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

دوی ته شبمن ګیل ۶۳ منډې وکړې او راشدخان د لوبې په سختو شېبو کې ۱۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې هم وګټله.

سږکال په دې لیګ کې پنځه افغان لوبغاړي بېلابېلو لوبډلو ته لوبه کوي.

د ویلو ده چې د اپریل په لومړۍ نېټه به دوه سیالۍ ترسره شي چې، پنجاب کینګز به د کلکته نایټ رایډرز او لکنو سوپرجاینټز به د ډیلي کپيټلز پر وړاندې ولوبېږي.

سوريه کې د سپاه پاسداران يو افسر وژل شوی

سوريه کې وژل شوی د سپاه پاسداران افسر میلاد حیدري

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب وايي، په سوریه کې يې د اسرائیلو د برید له کبله یو تن افسر وژل شوی دی.

د ازادي راډیو د مرکزي څانګې د راپور پر بنسټ، دا پېښه په سوریه کې د ایران د شتون د مخنیوي لپاره د اسرائیلو د زیاتېدونکو هڅو یوه نښه ده.

د ایران د سپاه پاسدارن انقلاب په یوه بیان کې د میلاد حیدري په نوم د یوه افسر او د هغه د پوځ مشارو وژل کېدل تایید کړي دي.

دا په دوو ورځو کې په سوریه کې دوهم برید دی چې اسرائیلو ته منسوبیږي.

اسرائیلو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو ډېر وخت په سوریه کې د هوايي بریدونو د راپورونو په اړه د تبصري له کولو ډډه کوي.

ټاکل شوې د نړۍ د کاتوليکانو مشر د شنبې په ورځ له روغتون رخصت کړی شي

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس

ټاکل شوې ده چې د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس د شنبې په ورځ له روغتون څخه رخصت شي.

واتیکان نن په یوه بیان کې دا موضوع اعلان کړه.

نن سهار په روغتون کې د پاپ فرانسیس روغتیايي معاینات ترسره شول.

۸۶ کلن پاپ فرانسیس دوه ورځې وړاندې د تنفسي ناروغۍ له کبله روغتون ته انتقال شوی و.

د ناروې پولیسو اته سوه کیلوګرامه کوکایین کشف او ضبط کړي دي

د ناروې پوليس، ارشيف

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، له دې وړاندې په دې اندازه کوکایین د ناروې پولیسو نه‌دي کشف کړي.

د ناروې ان‌ټي‌بي خبري اژانس پرون ناوخته راپور ورکړ چې، دا مخدره مواد د مېوو په کڅوړو کې په اوسلو کې ځای پر ځای شوی و.

خو د کوکایین د کشف دقیق وخت نه‌دی ښودلی او همدارنګه د دې موضوع په تړاو څوک نه‌دي نیول شوي.

د ناټو سرمنشي: راتلونکو څو ورځو کې به فنلنډ رسماً د ناټو غړی شي

د فنلنډ بيرغ

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وايي، په څو راتلونکو ورځو کې به فنلنډ رسما د ناټو غړی شي.

هغه نن په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د ناټو په مرکز کې د فنلنډ د بیرغ راځړېدو ته سترګې په لار دی.

نوموړي زیاته کړې، په ګډه به قوي او خوندي یو.

له اږودې مودې وروسته ترکیې د پنجشنبې په ورځ له ناټو سره د فنلنډ د یو ځای کېدو پر وړاندې خنډ ليرې کړ.

ستولتنبرګ په یوه بېل بیان کې ویلي، چې فنلنډ قوي ځواکونه، پرمختللي ظرفیتونه او قوي دموکراتيکي ادارې لري.

ټاکل شوې ده، د ناټو د بهرنیو چارو وزیران راتلونکې اوونۍ په بروکسل کې سره وګوري، هغه ځای چې تمه ده په ناټو کې به د فنلنډ غړیتوب په رسمي ډول تایید او عملي شي.

نن د هندوستان د کرېکټ ستر سوداګريز ليګ 'ايې‌پي‌ال' سيالۍ پيليږي

انځور - ارشيف

د هندوستان د کرېکټ ستر سوداګریز لیګ (ايې‌پي‌ال) نن (جمعه) د دې هېواد په احمد اباد ښار کې پیلیږي.

په لومړنۍ لوبه کې به د تېر کال اتله لوبډله ګجرات ټایټنز د چینای سوپر کینګز پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووځي.

سږ کال په دې لیګ کې پینځه افغان لوبغاړي هم لوبه کوي.

د ايې‌پي‌ال په سیالیو کې لس لوبډلې سره سیالي کوي چې هره لوبډله به ۱۴ لوبې ترسره کړي.

د افغان لوبغاړو له ډلې به راشدخان او نور احمد د ګجرات ټایټنز په لوبډله کې ولوبیږي.

دغه راز رحمن الله ګربز د کلکته نایټ رایډرز، فضل حق فاروقي د سن رایزر حیدر اباد او نوین‌الحق د لکنو سوپر جاینټز په لوبډلو کې شامل دي.

نوین‌الحق په لومړي ځل دې لیګ کې پېرل شوی دی.

د ویلو ده چې د هندوستان غوره لیګ (ايې‌پي‌ال) به د یاد هېواد په بېلابېلو ښارونو کې ترسره شي او پایلوبه به یې د مۍ په ۲۱مه نېټه وي.

پر اوکراين د روسيې د يرغل ۴۰۰ ورځې پوره شوې

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي پر اوکراین د روسیې د یرغل د ۴۰۰مې ورځې په مناسبت ویلي، هېواد یې نورو اقداماتو ته ځان تیاروي.

زلنسکي تېره شپه په یوه ویډیويي پیغام کې د روسیې پوځي عملیاتو خلاف کوم اټکل ته اشاره ونه‌کړه.

د اوکراین ولسمشر ویلي پر اوکراین د روسیې د یرغل چې د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پیل شوی، ۴۰۰ ورځې واوښتې.

د هغه په وینا اوکراین، د خارکیف سیمې او خرسون ښار د ځینو برخو د بېرته نیولو دغه راز د بخموت او دونباس سیمې د دفاع لپاره اوږده لار وهلې ده.

که څه هم د اوکراین پوځي قوماندانانو ویلي، چې د پوځي عملیاتو ضد اقدامات دومره لیرې نه‌دي، خو زلنسکي څو ورځې مخکې ویلي وو، چې کییف تر لویو عملیاتو مخکې کافي وسلو ته په تمه دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG