د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۹

امریکا: سوریه کې یې پر اهداف د بریدونو مخنیوي لپاره پر ایران پلوه ډلو حملې کړي


ارشیف، سوریه کې شوي بریدونه
ارشیف، سوریه کې شوي بریدونه

د امریکا متحده ایالاتونو د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو د عراق -سوریې پولې ته څېرمه د ایران پلوه ملېشو پر خلاف د امریکایي ځواکونو د هوايي بریدونو ننګه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن چې پرون په روم کې د داعش ضد نړیوال ایتلاف د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې ګډون درلود په یوه خبري کنفرانس کې وویل، دا بریدونه ځکه وشول چې په امریکایي اهدافونو د یادو ایران پلوه ډلو د بریدونو مخه ونیول شي.

ښاغلي بلېنکن زیاته کړه: "د ولسمشر په لارښود د متحده ایالاتو پوځیانو د عراق - سوریې په سرحدي سیمه کې په هغو تأسیساتو هوايي بریدونه وکړل چې د ایران له ملاتړ برخمنو ملېشو کارول او دې روانو بریدونو ته په پام سره چې د ایران ملاتړ لرونکې ډلې یې په عراق کې په موږ کوي ولسمشر د نورو پوځي اقداماتو لارښوونه وکړه."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

امریکایي پوځیانو یکشنبه د ولسمشر جو بایډن په امر په سوریه کې په دوو ځایونو او په عراق کې په یوه ځای چې په کې د ملېشه ډلو له خوا وسلې ساتل کېدې هوايي بریدونه وکړل.دې بریدونو هم د عراق او هم د سوریې تُند غبرګونونه وپارول.

دوی دواړو د امریکايي ځواکونو دا کار د ملي حاکمیت نقض بللی دی. عراقي چارواکو ویلي، هر ډول قانوني لارې چارې به تعقیب کړي چې په راتلونکي کې د دې ډلو بریدونو مخه ونیسي.

سوریې هم د امریکا دا بریدونه د سوري او عراقي ځمکو ښکاره بې عزتي بللې ده.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون دوشنبه (د چنګاښ ۷مه) په روم کې وویل، دا بریدونه ځکه وشول چې د امریکا پر اهدافو نور بریدونه ونه شي او بریدګرو ته یو ښکاره پیغام ورسوي.

د امریکا هوايي بریدونو کې د کتائب حزب الله او کتائب سید الشهدا ملېشه ډلو مرکزونه په نښه شوي. د سیدالشهدا د ملېشو له ډلې څلور کسان مړه شوي او دې ډلې د غچ اخېستلو ګواښ کړی دی.

تازه د دوشنبې په شپه د امریکایي ځواکونو یوه ویاند خبر ورکړی چې په سوریه کې پر امریکایي ځواکونو ګڼ راکټونه ویشتل شوي دي.

د داعش پر ضد په ایتلاف کې د بوختو امریکایي عسکرو ویاند ډګروال وېن ماروټو په خپل ټوېټر لیکلي چې په سیمه ییز وخت د شپې په اووه او ۴۴ دقیقو په سوریه کې پر امریکايي ځواکونو ګڼ راکټونه لګېدلي خو د ده په خبره زیان نه دی رسیدلی.

سوریه کې امریکايي سرتیري
سوریه کې امریکايي سرتیري

امریکا په عراق کې په امریکایي اهدافو باندې د راکټي او ډرون بریدونو تر شا د ایران ملاتړ ملېشه ډله ښکېلې بولي.

وروستی وار شااوخوا یوه اوونۍ مخکې د جون په شلمه عین الاسد اډه چې امریکایي پوځیان په کې مېشت دي په یوه راکېټ وویشتل شوه.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې په عراق کې د امریکا په سفارت، پوځي تاسیساتو او اډو باندې یواځې سږ کال تر دې دمه شااوخوا ۴۳ واره بریدونه کړي دي.

عراق د شااوخوا ۲۵۰۰ امریکايي پوځیانو کوربه دی. که څه هم عراق په ۲۰۱۷ کال کې د اسلامي دولت پر ضد په جګړه کې د بریا اعلان کړی، خو دا امریکایي پوځیان د داعش پر ضد د نړیوال ایتلاف په چوکاټ کې په عراق کې پاتې دي.

د ایران پلوه ملېشه ډلې په دې لټه کې دي چې پاتې امریکايي پوځیان دې له عراقه ووځي.

امریکا متحده ایالاتونو د جون په لسمه د امریکا ضد بریدونو په تړاو د هر ډول معلوماتو د ورکړې په بدل کې د درېیو میلیونو ډالرو جایزې اعلان کړي دي.

XS
SM
MD
LG