د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

د سوریې په ختيځ کې پر امریکايي ځواکونو راکټي حملې شوي


د سوریې ختيځ
د سوریې ختيځ

په سوریه کې پر امریکايي ځواکونو ګڼ راکټونه ویشتل شوي، خو هغوی ته د ځاني زیان نه دی اوښتی.

امریکايي سرتیرو ویلي چې پرهغه ځای یې ځوابي حمله کړي چې راکټونه ورڅخه ویشتل شوي وو.

دا خبرې د داعش پر وړاندې د نړیوال ایتلاف ویاند وېن ماروټو پر ټويټر لیکلي دي.

د سوريې د بشري حقونو د څارادارې د معلوماتو پر اساس، ایران پلوه ملېشو د سوريې په ختيځ کې د القمر تیلو په ډګر کې د امریکايانو پر اډه ګڼ راکټونه وویشتل.

حمله هوایی امریکا بر ملیشه‌های طرفدار ایران در سوریه
حمله هوایی امریکا بر ملیشه‌های طرفدار ایران در سوریه

په دغه ځای کې امریکايي ځواکونه د داعش سخت دريځې ډلې پر وړاندې په جګړه کې د کُردانو په مشري د سوریې ډموکراټ ځواکونو ملاتړ کوي.

پنټاګون د جون په ۲۸مه اعلان وکړچې ولسمشر جوبایډن امر کړی چې د وسلو پرهغو فعالو ډيپوګانو دې دفاعي هوايي حملې وکړي چې ملېشې يې په سوریه او عراق کې کاروي.

په عراق کې دکتائب حزب‌الله وسله واله ډله
په عراق کې دکتائب حزب‌الله وسله واله ډله

د امریکا دفاع وزارت همدا راز ویلي چې پولې ته نېږدې تأسیسات ایران پلوه ملېشې ډلې کاروي چې په دوی کې کتایب حزب الله او کتایب سید الشهدا ډلې شاملې دي او په عراق کې د امریکا د ګټو پر وړاندي د ډرون حملې کوي.

د جون په ۲۸مه نېټه روم ته په سفر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وویل، کله چې امریکا هوايي حمله وکړه دا یې لازم او سم اقدام وو.

ده همدا راز وویل چې دا هوايي حملې د جګړې د خطر زیاتېدو د مخنیوي لپاره طراحي شوي خو روښانه پيغام رسوي.

XS
SM
MD
LG