د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

د کاناډا یو انسټېټیوټ له زده کړو محرومو افغان نجونو لپاره انلاین ښوونځی جوړ کړی


په دې ښوونځي کې ۱۰۰ نجونې له افغانستانه او ۶۰ نجونې له پاکستانه د افغانستان له ښوونيز نصاب سره سم له ۷ تر لسم ټولګيو پورې په انلاين ډول زده کړې کوي.
په دې ښوونځي کې ۱۰۰ نجونې له افغانستانه او ۶۰ نجونې له پاکستانه د افغانستان له ښوونيز نصاب سره سم له ۷ تر لسم ټولګيو پورې په انلاين ډول زده کړې کوي.

په افغانستان کې له زده‌کړو د بې‌برخې نجونو ته د انلاین زده‌کړو د زمینې د برابرولو د هڅو په دوام، د افغان مېرمنو لپاره د کاناډا د ښځو انسټېټیوټ د 'پوهې ونې' په نوم یو انلاین ښوونځی جوړ کړی دی.

په دې ښوونځي کې ۱۰۰ نجونې له افغانستانه او ۶۰ نجونې له پاکستانه د افغانستان له ښوونيز نصاب سره سم له ۷ تر لسم ټولګيو پورې په انلاين ډول زده کړې کوي.

د پوهې د ونې د ښوونځي د مسوولانو په وينا، دغه ښوونځی په افغانستان کې دننه او بهر تر لسو ډېر ښوونکي لري چې ځينې يې په معاش او ځينې يې له معاش پرته تدريس کوي.

د ياد انلاین ښوونځي یوه غړي رفیع صمیم د دې ښوونځي د جوړېدو د هدف په اړه ازادي راډيو ته وویل: "اصلي موخه دا وه چې لږ تر لږه يو څو کسانو ته چې موږ کولی شو زده‌کړې ورکړو ترڅو دوی زده‌کړې پرې نه‌ږدي او که یوه ورځ ښوونځي پیل شي یا بل ځای ته لاړ شي نو د دوی وخت به نه ضايع کېږي. دوی به له دې ښوونځي انلاین زده‌کړه وکړي چې وروسته وکولای شي لوړو ټولګیو ته ارتقاع ورکړي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. زه هیله لرم چې موږ دې ښوونځي ته پراختيا ورکړو او زده‌کوونکو ته تر دې ډېر خدمات چمتو کړو."

د پوهې ونې ښوونځي مسوولان وايي، په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو او برښنا نه‌شتون له امله يې ښځينه زده کوونکو ته د وړيا تدريس تر څنګ د مياشتني انټرنېټ پيسې، ټابلېټ او پاور‌‌بانکونه هم ورکړي دي.

د دې انلاین ښوونځي یوه زده‌کوونکې چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل: "کله چې ښوونځي زموږ په مخه وتړل شول، زه له درسونو څخه ليرې پاتې شوم. له نېکه‌مرغه دا درسونه ماته راکړل شول او ډېر ګټور دي. زه خوشاله یم چې دوی ماته یو ټابلیټ راکړ او په میاشتني ډول یې پیسې هم رالېږلې. زه غواړم چې دا درسونه دوام ولري."

په ورته وخت کې د دغه ښوونځي يوه ښوونکې چې نه‌يې غوښتل نوم يې په راپور کې ياد شي، وايي چې له زده‌کړو بې‌برخو نجونو ته د درس ورکولو د خدمت ترڅنګ له انلاين ميتود سره اشنا شوې او توانېدلې چې د مياشتني عايد په ترلاسه کولو د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ وکړي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "که موږ وکولای شو یو محدود شمېر خلک هم لوستې وساتو، ځکه چې نجونې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي او د یوې نجلۍ په زده‌کړې سره، یوه کورنۍ باسواده کېږي، نو زه به د انلاین درسونو څخه د نجونو د باسواده کېدو برخه کې ډېره هڅه وکړم. ما له انلاين زده‌کړو تجربه ترلاسه کړه، د انلاين تدريس له ميتودونو او ټیکنالوژۍ سره مې اشنايي پيدا کړه او اوس زه کولی شم چې د خپلې کورنۍ مالي ملاتړ وکړم."

په جلال اباد کې د یوه ښوونځې زده کوونکې. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونیزو ادارو دروازې تړلې دي.
په جلال اباد کې د یوه ښوونځې زده کوونکې. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونیزو ادارو دروازې تړلې دي.

د طالبانو حکومت له څه باندې دوو کلونو راهیسې پر ښځو او نجونو د نورو بندیزونو ترڅنګ له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځي د دوی په مخ تړلي او له نږدې یو کال راهیسې یې دوى په پوهنتونونو کې له زده‌کړو هم منع کړي دي.

د طالبانو له‌خوا د دغه بندیز له دوام وروسته، یو شمېر افغان ځوانانو او فعالانو له زده‌کړو د بې‌برخې نجونو لپاره کورني او انلاین ښوونځي جوړ کړل چې د 'پوهې ونې' ښوونځی یو له هغو څخه دی.

د دې ټولو محدودیتونو سره سره، طالبان تل ادعا کوي چې دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ټولو خلکو په ځانګړې توګه د افغان ښځو حقونه خوندي کړي دي.

پر طالبانو له پراخو نیوکو او غبرګونونو سره سره بیا هم تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او دغه شان د پوهنتونونو دروازې د نجونو په مخه نه‌دي پرانيستي او د څو محدودو دفترونو پرته یې ښځې هم په دولتي او نادولتي ادارو کې له کار کولو منع کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG