د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۵

د کډوالو نړیواله ورځ؛ میلیونونه افغانان ولې کډوال دي؟


له ارشیفه د کابل هوایي ډګر تصویر
د ۲۰۲۱ د اګسټ ۱۵مه چې د جمهوري نظام له پرځېدو سره سلګونه زره افغانانو له هېواده د وتو هڅه کوله
له ارشیفه د کابل هوایي ډګر تصویر د ۲۰۲۱ د اګسټ ۱۵مه چې د جمهوري نظام له پرځېدو سره سلګونه زره افغانانو له هېواده د وتو هڅه کوله

نن د ډسمبر اتلسمه د کډوالو نړیواله ورځ ده.

د نړۍ په مخ د کډوالو یوه لویه برخه افغانان دي.

د ملګرو ملتونو له خوا د کډوالو نړیواله ورځ داسې وخت لمانځل کېږي چې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو؛ په تېره پاکستان د لکونو افغان کډوالو جبري ستنول پيل کړي دي.

دوامداره جګړو، تاوتریخوالي او بېوزلۍ میلیونونه افغانان له خپلو اصلي مېنو کډې ته اړ کړي.

نورالله آرین چې اوس جرمني ته رسېدلی د لارې د سختیو څو خبرې یې ازادي راډيو ته کړي.

هغه ویلي:

" بس ځنګل کې به پاتې یې.شمال ته ځې جنوب ته ځې کومې خواته ځې؟ پولنډ پولیس دې دېخوا نه پریږدي. بلاروس پولیس دې هاخوا نه پریږدي. بس همدې منځ کې باران کېږي، یخ وي. اوبه نه وي، ډوډۍ نه وي. ډېر ملګري مو مړه شول."

یو شمېر افغانان هم پر داسې خطرناکو لارو لویدیزو هېوادونو ته د پناه وړلو هڅه کوي
یو شمېر افغانان هم پر داسې خطرناکو لارو لویدیزو هېوادونو ته د پناه وړلو هڅه کوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري د افغانانو د بې ځایه کېدو او کډوالۍ ناورین ډېر لوی او دوامداره بولي.

د دې کمېشنرۍ د ارقامو په اساس څه باندې اته میلیون او دوه لکه افغانان کډوال دي چې له ډلې یې څه باندې درې میلیونه په کور دننه او پاتې نور په بهرنیو هېوادونو کې دي.

د طالبانو بیا واکمنېدو سره لکونه نور افغانان هم له هېواده وتښتېدل.

د افغان کډوالو یوه لویه برخه لا هم په دوو ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران کې دېره دي.

که څه هم دغو دوو هېوادونو څو لسیزې د افغان کډوالو کوربه توب کړی خو په دې وروستیو څو میاشتو کې یې د افغانانو د ایستلو لپاره چټک ګامونه اخیستي.

پاکستان د نومبر له لومړۍ د شاوخوا یو میلیون او او لکه هغو کډوالو ایستل پيل کړي چې اسناد نه لري.

له پاکستانه یوه په زور ایستل شوې افغانه ریحانه وايي نه یې هلته ښه ژوند درلود او نه وطن کې څه ورپاتې دي.

له پاکستانه یو شمېر تازه ایستل شوې افغان مېرمنې
له پاکستانه یو شمېر تازه ایستل شوې افغان مېرمنې

ریحانه زیاتوي:

" پروسږکال چې مو یو څه کور برابر کړئ هغه اوبه یووړ. تاسو به خبر یئ چې پاکستان کې سیل راغلی وو. یوه وړه لور مې اوبه یوړه. دا شیان ټول خلکو په سوال کې راکړي. له موسسو دا غواړو چې موږ ته یو ځای راکړي، ډوډۍ را برابره کړي."

د تازه شمېرو له مخې، لږ تر لږه ۴۸۰ زره افغانان تر دې دمه له پاکستانه ایستل شوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې له کډوالو سره ښه چلند وکړي.

لوی کمېشنر فیلیپو ګراندي د کډوالو د نړیوالې ورځې په درشل کې په یوه بیان کې ویلي راتلونکی ۲۰۲۴ کال ګڼو هېوادونو کې ټاکنې کېږي او اکثرو کاندیدانو د کډوالو ضد شعارونه ورکړي چې دا کار بشري ناورین ته د ځواب په برخه کې ناسم او بې ګټې دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG