د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

ملګري ملتونه: راستانه شوي کډوال او د هرات اغېزمن فزیکي او رواني درملنې ته اړتیا لري


د هرات د زلزله ځپلو خیمې. December 19 2023
د هرات د زلزله ځپلو خیمې. December 19 2023

د ملګرو ملتونو د وګړو وجهي صندوق یا 'یو این ایف پي اې' په هرات کې له شوې زلزلې دوه نیمې میاشتې وروسته په سیمه کې د اغېزمنو او د راستنېدونکو کډوالو د جسمي او رواني اغېزمنتیا په اړه راپور خپور کړی دی.

'یو این ایف پي اې' وايي، په افغانستان کې د ناورینونو زیاتېدو او د راستنېدونکو کډوالو اړتیاوې افغان نجونې او ښځې د شکست خوا ته بیايي.

دې ادارې د چهارشنبې په ورځ یوه راپور کې لیکلي، په هرات کې له زلزلې وروسته او له پاکستان د کډوالو د راستنېدو په درشل کې؛ د امیندواره مېرمنو په ګډون ډېری اغېزمن شوي فزیکي او رواني درملنې ته اړتیا لري.

د هرات زلزله ځپلي چې اوسمهال په خیمو کې ژوند کوي.
د هرات زلزله ځپلي چې اوسمهال په خیمو کې ژوند کوي.

په دې راپور کې چې ډېر تمرکز یې په نجونو او ښځو دی په هرات کې د زلزله‌ځپلو په اړه لیکل شوي، هلته یو شمېر بې‌ځایه شوې ښځې د خپلو کورونو ویجاړېدو هم اندېښمنې کړي او تر څنګ یې ځینې د خپلو ټپیانو د درملنې او ټولې کورنۍ مسوولیت هم په غاړه لري.

د اسیا پسفیک لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق مشر پیو سمیټ وايي: "په زلزله کې د امیندواره ښځو په ګډون ډېری اغېزمن شوي کسان ټپونه لري. له فزیکي ټپونو ور هاخوا، دوی رواني ستونزې پیدا کړي. دا نجونې او ښځې ځورېږي او ځورېدل یې له دې امله دي چې کورنۍ یې له‌منځه تللي، جونګړه یې ورانه شوې، ټول ژوند یې له‌منځه تللی. دوی رواني ملاتړ ته ډېره اړتیا لري، څو له دوی سره د مبارزې او د ژوند په بیارغونه کې مرسته وکړي."

د ملګرو ملتونو د وګړو وجهي صندوق" "UNFPA د معلوماتو پر بنسټ، د اکټوبر له ۴مې تر ۱۵مې د شویو زلزلو له امله ۱،۶ میلیونه وګړي اغېزمن شوي او اوس چې له دې زلزلې له دوه میاشتو زیات وخت تېر شوی، لا هم د ۳۸ زره نجونو په ګډون ۷۶ زره ښځې بشري مرستو ته اړتیا لري، ځکه دوی تازه له ناورین راوتلې دي.

د هرات زلزله ځپلي هم له خپل اوسني بد وضعیت شکایت کوي.

د زنده‌جان اوسېدونکې شهزاده وايي: "ډېرې ستونزې لرو، دا اوس په یخه ځمکه شپې سبا کوو. حال مو تاسې او الله ته معلوم دی چې څه وضعیت کې یوو. کور، ځمکه او هر څه مو له‌منځه ولاړل."

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال. November 28, 2023
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال. November 28, 2023

د ملګرو ملتونو د وګړو وجهي صندوق په خپل راپور کې د تورخم او سپین بولدک له لارو د افغان کډوالو د راستنېدو په اړه هم لیکلي چې ډېر یې روغتیايي او رواني مرستو ته اړتیا لري.

دې ادارې زیاته کړې، په دواړو لارو کې یې بېړني روغتیايي مرکزونه جوړ کړي چې د امیندواره ښځو په ګډون ټولو ته روغتیايي اسانتیاوې برابرې کړي.

د ملګرو ملتونو یو شمېر نورو ادارو او د روغتیا نړیوال سازمان هم په هرات کې د زلزلو او له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو له ستېندو وروسته، د ساري ناروغیو په زیاتوالي او په روغتیايي سکټور د فشار ډېرېدو ته اندېښنه ښودلې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG