د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۹

هرات کې ورښتونه او د بې کوره شويو زلزله ځپلو ستونزې


د هرات د زلزله ځپلو یو شمېر خېمې
د هرات د زلزله ځپلو یو شمېر خېمې

د هرات په ګډون په ۱۷ ولايتونو کې د ورښتونو له اټکل وروسته د ځينو نورو ولايتونو په ګډون هرات کې هم تېره شپه باران ورېدلی او ورسره هوا سړه شوې ده.

يو شمېر هغه زلزله‌ځپلي چې د اکتوبر د مياشتې زلزله کې يې کورونه يو مخ ويجاړ شوي او په خېمو کې شپې، ورځې تېروي ازادي راډيو سره خبرو کې یې وويل، د تېرې شپې د ورښتونو له امله خېمو ته اوبه ورغلي دي او دوی له خپلو ماشومانو سره يوه سړه شپه سبا کړه.

د هرات د زنده‌جان ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالمجيد ازادي راډيو ته وويل، تر اوسه ورته سرپناه نه‌ده چمتو شوې او دا چې هوا ورځ تر بلې سړيږي، دوی يې سخت اندېښمن کړي دي.

نوموړی وایي:

" موږ هيڅ نه‌لرو، دلته ټول بې‌وزله خلک پراته يوو، هيڅ مرسته هم نه‌ده شوې، نه سرپناه لرو، نه خوراکي توکي لرو، يخ دی."

دغه شان د هرات د مرکز اوسېدونکی قدرت علي وايي، د تېرې شپې د باران له امله يې شلېدلې خېمې ته اوبه ورغلې وې او ماشومان يې سخت يخ وهلي دي.

د هرات د څه مودې مخکې زلزلو زرګونه تنه بې کوره کړي
د هرات د څه مودې مخکې زلزلو زرګونه تنه بې کوره کړي

هغه ازادي راډيو ته وويل:

" موږ ته خېمې نه‌دي راکول شوي، د خوړو لپاره څه نه‌لرو، تاسو ورشئ هغه خېمه وګورئ چې څومره اوبه ورغلي دي، تېره شپه مو خېمې ته ډېرې اوبه راغلې وې."

يادو زلزله‌ځپليو ازادي راډيو سره د خپلو خېمو يوه ويډيو هم شريکه کړې ده چې په‌کې له پلاستيکونو جوړې خېمې په داسې حال کې ليدل کېږي چې شاوخوا ترې د بارن اوبه ولاړې دي.

بل پلو د کلي په نوم د يو خيريه بنسټ مشر مجيب محمدي چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د هرات زلزله‌ځپليو ته مرستو رسولو کې همکاري کوي ازادي راډيو ته یې وويل، تر اوسه هيڅ زلزله‌ځپلي ته هغه سرپناه چې ژمنې ورسره شوې وې نه‌ده جوړه شوې.

محمدي وویل:

" څو ورځې مخکې موږ تللي وو، مرستې مو يووړلې، رښتيا هم وضعيت خراب و د خلکو، ځکه تر اوسه ټول خلک په مکمل ډول په خېمو کې دي، هيڅ کور تر اوسه پورې نه‌دی جوړ شوی."

دا زلزله‌ځپلي داسې مهال د سرپناه له نه لرلو شکايت کوي چې د اکتوبر مياشتې د زلزلې له امله چې د هرات ولايت د مرکز په ګډون يې بېلابېلې ولسوالۍ ولړزولې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د معلوماتو پر بنسټ له ۴۸زره ډېر کورونه زيانمن کړي چې لس زره يې په بشپړ ډول له‌منځه تللي دي.

یوه ایراني رسنۍ: یو شمېر هراتي زلزله ځپلي له بې کورۍ زموږ هېوادوال ته کډوال شوي
یوه ایراني رسنۍ: یو شمېر هراتي زلزله ځپلي له بې کورۍ زموږ هېوادوال ته کډوال شوي

بل پلو ايسنا خبري اژانس د ايران حکومت د کورنيو چارو وزارت د کډوالو د ملي ادارې مرستيال عبدالله مبيني له قوله يو راپور کې ويلي چې هرات کې د اکتوبر مياشتې له زلزلې وروسته ډېری افغانان چې سرپناه او د اوسېدو مناسب شرايط نه‌لري ايران ته تللي دي.

وموغوښتل چې هرات کې د زلزله‌‌ځپليو ته د سرپناه او ژمنيو امکاناتو د چمتو کولو او دغه شان د ايران د کورنيو چارو وزارت د کډوالو د ملي ادارې د مرستيال د يادې ادعا په اړه د طالبانو حکومت د سیمه ییزو چارواکو نظر هم ولرو، خو د هرات ولايت لپاره د طالبانو د حکومت وياند نثار احمد الياس له ژمنې سره- سره د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د هرات زلزله ځپلي داسې مهال د سرپناه له نه لرلو او د وروستيو ورښتونو له امله د هوا له سړېدو شکات کوي چې د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت پرون او نن ورځ پر خپله اېکس‌پاڼه د افغانستان په ۱۷ ولايتونو کې د ورښتونو او واورو ورېدو اټکل کړی و.

په‌دې ولايتونو کې هرات، نيمروز، فراه، بادغيس، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، دايکندي، غور، فارياب، سرپل، باميان، ميدان وردګ، غزنی، سمنګان، بلخ او جوزجان شامل دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG