د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

د افغانستان په لویدیځ کې د زلزلو دوام؛ خلک: نارامه کړي یې یوو


د هرات یو شمېر زلزله ځپلې - تصویر له ارشیفه
د هرات یو شمېر زلزله ځپلې - تصویر له ارشیفه

د دوشنبې په شپه د بادغیس او هرات په ګډون د افغانستان لوېدیځ ولایتونه یو ځل بیا د زلزلې شاهدان وو.

د هند د زلزلې ملي مرکز (NCS) په خپله ايکس‌پاڼه کې لیکلي چې د دې ۴.۱ درجې زلزلې مرکز د بادغیس ولایت مرکز قلعه‌نو ښار ته څېرمه د ځمکې په ۷۳ کیلومترۍ کې ژور و.

که څه هم په بادغیس او هرات کې د طالبانو د حکومت ځايي چارواکو د دغې زلزلې د تلفاتو او زیانونو په اړه جزئیات نه‌دي ورکړي، خو د سيمې یو شمېر اوسېدونکي چې کورونه یې د اکتوبر میاشتې د زلزلې له امله زیانمن شوي، وايي چې د دوشنبې د شپې زلزلې د دوی نسبي ارامي هم ګډ وډه کړې ده.

په هرات کې يو ټولنيز فعال شهيراحمد وايي، د تېرې شپې له زلزلې وروسته د هرات په ځينو سيمو کې خلک يو ځل بيا سړکونو ته راووتل.

هغه وايي، دوى د خپلې کورنۍ له شپږو کسانو سره په يوه خټين کور کې ژوند کوي او اندېښنه لري، چې د احتمالي زلزلې له امله به يې کور ونړېږي.

د هرات ډېر زلزله ځپلي دوی سره د مرستو له کمښته شکایت لري
د هرات ډېر زلزله ځپلي دوی سره د مرستو له کمښته شکایت لري

شهیر احمد ازادي راډیو ته وویل، د هرات له لومړۍ زلزلې وروسته د اقتصادي ستونزو له امله دوی یوه میاشت له خېمو پرته له خپلو ماشومانو سره په سرخلاصو ځایونو کې تېره کړه.

نوموړی وایي:

"حتی دا کور چې زموږ سره دی زموږ د یو ملګري ملکیت دی چې موږ ته یې د اوسېدو لپاره راکړی، د دې لپاره چې دا يو پخوانی خټين کور دی، ترڅو په کنډواله بدل نه‌شي، موږ ته يې راکړی او ژوند په‌کې کوو. د مياشتې ورته دوه زره افغانۍ کرايه ورکوو. دا هم له بده‌مرغه ټول نړېدلی، هغه له افغانستانه بهر ژوند کوي، د خپل کور د بیارغونې لپاره هیڅ لېوالتيا او مالي توان نه‌لري."

مېرمن انوري چې د دوو ماشومانو مور او په هرات کې د خياطۍ د يوه ورکشاپ څښتنه ده، وايي چې کور يې د هرات په څو زلزلو کې ويجاړ شوى او ماشومان يې لا هم په خېمو کې دي، خو هغه او همکاران يې په يو ويجاړ شوي کور کې خپل کاروبار مخکې وړي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل چې د تېرې شپې زلزلې دوی یو ځل بیا اندېښمن کړي دي.

انوري زیاته کړه:

"زموږ کورونه واقعا زیانمن شوي، ژوند د هر چا لپاره د يو ډاروونکي خوب په څېر دی، وحشت‌ناک دی، خلک نه په شپه پوهېږي او نه هم په ورځ پوهېږي".

د بادغیس ولایت اوسېدونکی اسماعیل اشکاني وايي، د دوشنبې د شپې زلزلې هغه خلک اندېښمن کړي چې کورونه یې د افغانستان په لوېدیځ کې له وروستۍ زلزلې وروسته زیانمن شوي دي.

اشکاني ازادي راډیو ته وویل:

“زموږ د مالوماتو له‌مخې هغه کورونه چې درَزونه يې درلودل، يو څه ډېر شوي دي او د خلکو اندېښنه ناڅاپه ده، څه موده کېږي چې شکر زلزله نه‌ده شوې، نو تېره شپه چې دا زلزله تازه وشوه، خلک ناڅاپه وويرېدل او په اندېښنه کې شول."

د هرات د څه مودې مخکې زلزلو زرګونه تنه مړه، ټپیان او بې کوره کړل
د هرات د څه مودې مخکې زلزلو زرګونه تنه مړه، ټپیان او بې کوره کړل

دا زلزله په داسې حال کې شوې، چې د افغانستان لوېدیځ په وروستیو دوو اوونیو کې د زلزلې او سختو ټکانونو له امله نسبتاً ارامتیا موندلې وه.

د افغانستان په لوېديځ کې په ځانګړې توګه هرات د اکټوبر له ۷مې تر ۱۵مې پورې د دریو زورورو زلزلو شاهد و.

لومړۍ زلزله چې د ریښتر په کچه ۶.۳ ښودل شوې وه، د هرات خلکو ته تر ټولو زیات ځاني او مالي زیانونه واړول.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر (OCHA) د تازه شمېرو له‌مخې، له دغو زلزلو وروسته شاوخوا ۴۸ زره کورونه زیانمن شوي چې له‌دې ډلې ۱۰ زره کورونه په بشپړه توګه نړېدلي دي.

اوچا دا هم ويلي، دغو زلزلو په مستقيم ډول شاوخوا ٢٧٥ زره کسان اغېزمن کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG