د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

د هرات یو شمېر زلزله ځپلي: هوا سړه او تر خېمو لاندې ژوند ستونزمن دی


د هرات د یو شمېر زلزله ځپلو خېمې
د هرات د یو شمېر زلزله ځپلو خېمې

په هرات ولایت کې له لومړۍ مرګونې زلزلې نږدې دوه میاشتې تېریږي، خو یو شمېر زلزله ځپلي وايي، لا هم تر خېمو لاندې ژوند کوي.

دوی ډېری هغه کسان دي چې کورونه یې د هرات په وروستیو زلزلو کې وران شوي او د اوسیدو نه دي.

د دوی په وینا، هوا سړه، اسانتیاوې نشته نو له ماشومانو سره ورته په خېمو کې اوسېدل ګران دي.

زلزله ځپلې، صدیقه وايي:

"زمونږ ستونزې دا دي، چې په خیمه کې هوا ډیره سړه ده، نه پوهیږو په دغې سړه هوا کې خپلو ماشومانو سره څه وکړو. نه پخلنځی شته، نه حمام او نه هم استوګنځای. او نه داسې امکانات شته چې له دغې سړې هوا سره ګذاره وکړو."

له زلزلې زیانمن شوی، د زنده جان ولسوالۍ د کشکک کلي اوسېدونکی عبدالباقي وايي، د دوی لپاره د کورونو د جوړولو چارې ډیرې پڅې روانې دي.

د هرات په وروستۍ زلزله کې د نوموړي د کورنۍ درې غړي مړه شوي، وايي نور هم په سخت حالت کې دي.

نوموړي چې لا هم په خیمه کې اوسیږي، ازادي راډيو ته یې وویل:

"مونږ ته يې وعده راکړه چې کور جوړوو، مونږ ١٧٠ کورنۍ یو. له ١٧٠ کورونو څخه سل يې د خافي شرکت اخیستي، چې تر اوسه یې هیڅ کار نه دی کړی، احتمال لري چې تر نوروز پورې شل کورونه جوړ شي، کارونه يې ډير پڅ دي."

یو شمېر زلزله ځپلي په بېلابېلو ناروغیو له اخته کیدو هم شکایت لري
یو شمېر زلزله ځپلي په بېلابېلو ناروغیو له اخته کیدو هم شکایت لري

عبدالباقي د مرستو د رسولو په بهیر هم نیوکه کوي او ادعا کوي چې د زلزله ځپلو لپاره د خوراکي او نورو اړتیا وړ توکو مرستې کمې شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبیلو اچ او) هم د شنبې په ورځ د یوه راپور په خپرولو سره تایید کړه چې یو شمېر زلزله ځپلي اوس هم په دې سړه هوا کې تر خېمو لاندې ژوند کوي او لومړنیو توکو په ځانګړي ډول خوراکي توکو او اوبو ته د دوی لاسرسی محدود دی.

موږ په هرات ولایت کې، د طالبانو له ځايي چارواکو څخه د زلزله ځپلو لپاره د کورونو د جوړولو او سړې هوا نه د خوندیتوب په موخه د موقتي ځایونو د برابرولو په اړه وپوښتل، خو په دې ولایت کې د طالبانو د والي ویاند نثار احمد الیاس او د اطلاعاتو او کلتور رئیس او زلزله ځپلو سره د مرستو رسولو کمیسیون ویاند احمدالله متقي، د دغه راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو زلزله ځپلو ته د سوداګرو د کور جوړونې کمېټې، افتخاري غړي ولي شاه بهره، ازادي راډيو ته وویل:

"د بېلابېلو ښارګوټو کارونه، چې سوداګرو او خیر رسوونکو خلکو، په ګلران، زنده جان، رباط سنګي او غوريان ولسوالیو کې پر غاړه اخیستي، په چټکۍ روان دي او ډېر ښه پر مخ ځي. د دې کورونو کیلي به له ژمې څخه مخکې اړمنو خلکو ته ورکړل شي. خو اوسمهال دوی په خېمو کې ژوند کوي او یو شمېر خوراکي توکي د دولت، موسسو او خلکو لخوا دوی ته وېشل کیږي."

د روغتیا نړیوال سازمان په راپور کې دا هم ویل شوي چې په را روان ژمي کې به د زلزله ځپلو روغتیایي وضعیت، په ځانګړي ډول د ماشومانو، ښځو او هغو کسانو چې له مخکې ناروغ وو، له خطر سره مخ وي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، د نومبر په میاشت کې ٢ زره او ٩٠١ زلزله ځپلي، په شدیدو تنفسي ناروغیو او ٣١۶ نور په بیا په شدید اوبلن نس ناستي اخته شوي دي.

د هرات یو کور چې د څو میاشتې مخکې زلزلو ویجاړ کړی
د هرات یو کور چې د څو میاشتې مخکې زلزلو ویجاړ کړی

د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ د زلزلې له قربانیانو څخه عیسی ګل، په خیمه کې د ژوند او ور پېښو ناروغیو په اړه داسې وايي:

"یو یې چې روغ شي د دې سړې هوا له امله بل یې ناروغ شي. یو یې ښار ته وړی، سينه بغل شوی. په کلينيک کې یې دوا ورکړه ښه نه شو. بیا یې ورور ښار ته يووړ هلته يې وویل سينه بغل شوی. زموږ د ماشومانو دا ناروغۍ د سړې هوا له امله دي."

د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ، په هرات ولایت کې، د اکتوبر د اوومې نېټې د زلزلې او له هغې وروسته ټکانونو له امله په ٣٨٢ کليو کې شاوخوا ٢٧٥ زره کسان چې ٦٠ سلنه يې ماشومان دي، په مستقيم ډول اغېزمن شوي او بشري مرستو ته اړتيا لري.

XS
SM
MD
LG