د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

یونیسف: افغان نجونې او ښځې د تر ټولو بد ناورین د تجربه کولو په حال کې دي


له ارشیفه د طالبانو او یو شمېر معترضو افغان ښځو تصویر
له ارشیفه د طالبانو او یو شمېر معترضو افغان ښځو تصویر

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کې ښځې او نجونې د تعلیم،سفر، کارموندنې او عامه خدمتونو ته د لاسرسي د محدودیتونو له امله تر ټولو بد ناورین تجربه کوي.

یاد شوي صندوق د ۲۰۲۴ کال لپاره د بشري مرستو په غوښتنه کې چې د دسمبر په ۱۲مه خپور شو ويلي چې په افغانستان کې، څه د پاسه ۲۳،۳ میلیونه خلکو ته د مرستې لپاره چې ۱۲،۶ میلیونه یې ماشومان دي، ۱ ملیارد او ۴۴۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

یونیسف همدا راز ويلي په هغو کورنیو کې چې ښځو يې سرپرستي کوله، د دوی پر وړاندې د محدودیتونو له امله وضعیت خورا خراب شوی دی او دا د ښځو او نجونو د اړتیاوو د زیاتوالي یوه دوره رامنځته کوي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یو ان اف پي ای) ویلي په افغانستان کې په ۲۰۲۴ کال کې د ښځو او نجونو د جنسي او زیږون روغتیا او حقونو لپاره، ۲۱۶ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

یونیسف په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال لپاره د ۱.۴ بیلیونو ډالرو بشري مرستو غوښتنه کړې ده.
یونیسف په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال لپاره د ۱.۴ بیلیونو ډالرو بشري مرستو غوښتنه کړې ده.

یاد صندوق د ۲۰۲۴ کال لپاره د بشري مرستو په غوښتنه کې چې د دسیمبر په ۱۲مه خپور شو ويلي افغانستان د زیږون لپاره د نړۍ یو له خطرناکو هیوادونو څخه دی، چې په هرو دوو ساعتونو کې یوه ښځه د امیندوارۍ یا زیږون پرمهال مري.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې یو شمیر بې وزلې کورنۍ له اقتصادي ستونزو څخه شکایت کوي.

د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ اوسیدونکی، غلام حسن چې کور یې په یاد ولایت کې د اکتوبر میاشتې د زلزلې له امله ویجاړ شوی او تر اوسه په خېمه کې ژوند کوي وايي چې د هوا په سړیدو اوو ماشومانو ژوند یې له ګواښ سره مخ دی او عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

نوموړی وایي:

" پرون شپه تر سهار دوی په خیمه کې د یخ له لاسه ژړل. ډېره یخني ده، د خلکو وضعیت ډېر خراب دی. نه سون توکي شته، نه بل څه، نه هم په ژمي کې د اغوستلو پوښاک."

د هرات یوه زلزله ځپلې مېرمنه
د هرات یوه زلزله ځپلې مېرمنه

د کابل اوسیدونکې رویا چې په تېر جمهوري نظام کې ښوونکې وه او د خپلې کورنۍ یوازېنۍ سرپرسته ده، ازادي راډيو ته یې وویل چې اوس وزګاره ده او خاوند یې پر نیشه یي توکیو روږدی دی.

رویا وویل:

" تر اوسه مې نه چري اېښې نه صندلې، پوزه مې له دوه ځایو ماته ده، باید عملیات یې کړم خو پیسې نه لرم. په خدای کې مې د مرستو مخ لیدلی وي. "

یونسف همدا راز وویل چې د اقلیم اړوند ناورینونه، ویجاړونکې زلزلې، د ناروغیو خپریدل او نویو او پراخو شخړو، د افغانستان په ګډون د نړۍ لسګونه میلیونونه ماشومان او د هغوی کورنۍ له بې ساري بشري ناورین سره مخ کړي دي او ورته یې سخت زیان رسولی.

پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل وروسته په دې هیواد بې کارۍ او بې وزلي اوج ته رسېدلې ده.

د طالبانو له لوري په غیر دولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز چې له امله یې په افغانستان کې ډیری غیر دولتي مرستندویه ادارو خپل فعالیتونه وځنډول د ښځو په وړاندې اقتصادي او امنیتي ننګونې لا پسې زیاتې کړې.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا له دې وړاندې ویلي چې د افغانستان له نیمايي زیات نفوس له لوږې سره مخ دی او په روان ژمي کې دوی خلکو ته د مرستو د رسولو لپاره پوره بودیجه نه لري.

راپور: ثنا کاکړ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG