د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

د هرات یو شمېر سوداګرې: د وروستیو زلزلو له کبله مو کاروبار په ټپه درېدلی


ارشیف: په هرات کې د خوراکي توکو یوه کارخونه کې مېرمنې په کار بوختې دي.
ارشیف: په هرات کې د خوراکي توکو یوه کارخونه کې مېرمنې په کار بوختې دي.

د هرات یو شمېر سوداګرې مېرمنې وايي، د وروستیو زلزلو له کبله د دوی کاروبار په ټپه درېدلی دی.

په هرات کې د ملکه جامي په نوم د غذابي موادو د پروسس او بسته بندۍ د شرکت رییسه نفس ګل جامي وايي، له سلو زیاتو کسانو به له دې شرکت څخه ګټه وټه ترلاسه کول او له دې لارې یې ژوند کاوه.

د ملکه جامي شرکت چې شپږ کاله مخکې رامنځته شو، له مربا نیولې تر اچارو، د رومي بادنجانو تر رب او د زعفرانو تر شربت پورې غذايي مواد تولیدول او لسګونه ښځو کار په کې کاوه، خو مېرمن جامي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي چې له زلزلو وروسته د شرکت کاروبار په ټپه درېدلی دی او حتی د سرایونو د کرایې او د کارګرانو د مزد پیسې لا نه شي ایستلی.

هغې زیاته کړه: "له هغې ورځې چې زلزله شوې زموږ کاروبار برباد شو. ټول تولیدات مو بند پاتې دي، حتی په څه باندې سلو بوشکو او لویو بیرلونو کې چې هر یوه یې ۲۰۰ کیلو وزن درلود، زموږ خام مواد خراب شول او ډېر وسایل مو مات شول."

مېرمن جامي زیاتوي چې چارواکو ته یې مراجعه وکړه، خو تراوسه یې مرسته نه ده ترلاسه کړې.

ارشیف: په هرات کې د خیاطۍ یوه کارخونه
ارشیف: په هرات کې د خیاطۍ یوه کارخونه

د هرات د سوداګرۍ او پانګونو د خونو اجرایي آمر محمد یوسف امین وايي چې له زیانمنو سوداګرو مېرمنو سره د مرستې لپاره له ځینو نړیوالو موسسو سره تماسونه نیول شوي او هغوی هم د مرستې ژمنې کړې دي.

هغه وویل: "سوداګرۍ خونو له ځینو نړیوالو موسسو له هغې ډلې د کار له نړیوال سازمان او د ملګروملتونو د ښځو له ادارې سره تماسونه ونیول او موږ له دوی سره په ګډه په پام کې لرو چې له سوداګرو مېرمنو سره د مرستې یو پروګرام برابر کړو څو د زیانمنو ښځو ملاتړ وکړي او دوی خپل کاروبار چې څه ناڅه زیانمن شوی دی، بیا پیل کړي."

د امین په وینا دې موسسو ژمنه کړې چې د سوداګرو ښځو په ګډون به د زلزلو له ټولو مصیبت ځپلو سره خپلې مرستې د چارشنبې په ورځ اعلان کړي.

له بلې خوا په هرات کې د طالبانو سیمه ایز چارواکي وايي چې د سوداګرو مېرمنو د ستونزو د حل لپاره د دوی هڅې روانې دي.

د والي ویاند نثاراحمد الیاس بېګا ازادي راډیو ته وویل: "طبعاً په هرات کې زلزلې نه یوازې د ښځو د کار پر وړاندې ستونزې جوړې کړي بلکې په ټولو برخو کې یې ستونزې رامنځته کړي. د هرات سیمه‌ییزو چارواکو، په ټوله کې اسلامي امارت د دې ستونزو د اوارۍ لپاره کار کړی دی او تراوسه ډېرې ستونزې حل شوي، خو لاهم کار روان دی چې څنګه وکولای شي چې پاتې ستونزو ته رسېدنه وشي."

د هرات سوداګرو مېرمنو د سلګونه وزګارو او بې‌وزلو ښځو لپاره د کاروبار امکان برابر کړی او دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په ټول هېواد کې د ښځو پر کار او زده کړو بندیز لګولی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG