د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

په هرات کې د اوسپنې د ویلي کولو فابریکه له سقوط سره مخ ده


په هرات کې د اوسپنې د ویلې کولو د یوې فابریکې مسوولین وايي چې؛ ښايي د سې شنبې په ورځ خپله تولیدي فابریکه وتړي.

د کابل فولاد تولیدي فابریکې رئيس ادعا کوي چې؛ بهرني ماهرانو ته یې د ویزې د تمدید لپاره حکومت لازمه همکاري نه ده کړې، ځکه خو یې تړلو ته اړ شوی دی.

په دې تولیدي فابریکې کې اوه سوه کسان کار کوي او که وتړل شي، ټول به بې کاره شي.

په افغانستان کي له پانګونې څخه د ملاتړ اداره دا یوه جدي ستونزه بولي او وايي، که د پاسپورټ ریاست دغه ستونزه حل نه کړي، شاید نوري کمپنۍ هم له دغه ډول ستونزو سره مخ شي.

په هرات ولایت کي د اوسپنې د ویلې کولو د یوې فابریکې د فعالیت یو کال نه کیږي، خو اوس یې مسوولین وايي چې؛ د بهرنیو ماهرانو د ویزې د غځولو په برخه کې د حکومت د نه همکارۍ له امله یې تړلو ته اړ شوی دی.

کابل فولاد د فابریکې رئیس عصمت الله وردک وايي، د دې فابریکي د بهرنیو متخصصینو د ویزې کارونه د حکومت د نورو ادارو له خوا بشپړ شوي، خو وايي په لویدیځ زون کې د پاسپورټ ریاست د دوی د متخصصینو ویزې نه تمدیدوي.

ښاغلي وردک ازادۍ راډیو ته وویل، که دا ستونزه هواره نشي، د سې شنبې په ورځ به خپله کمپنۍ وتړي او اوه سوه کارکوونکي به یې بې کاره شي:

زموږ د بهرنیو متخصصینو د ویزو وخت پاي ته رسیدلي،له بده مرغه حکومت دې مسلې ته هیڅ پاملرنه ونه کړه،او سبا داسې اټکل کیږي چې د خپلې تولیدي فابریکې دروازې وتړم ، ریس جمهور نور هیوادونو ته ځي او وايي،چې راشي په افغانستان کې پانګونه وکړي ،زه خو مسلمان یم په همدې وطن کې ما پانګونه وکړه، کوم بده کار خو مې نه ده کړي، ولې؟ زما متخصصینو ته ویزه نه ورکول کیږي ، هيڅ نور کسان به هم رانشي، او افغانستان به د نور کلونو لپاره همداسې په بیچاره ګې او بې وزلۍ کې پاتی شي.)

د ښاغلي وردګ په وینا د د دې فابریکې د بهرنیو متخصصینو ویزه یوه اونۍ نور وخت هم لري او که تمدید نشي ، خپلو هیوادونو ته به ولاړ شي.

د کابل فولاد د وسپنې ویلي کولو فابریکې مشر وايي، چې په دې فابریکې ۲۵ میلیون ډالره پانګوه لګیدلې، او شاوخوا ۴۰ ترکي ،هندي،او پاکستاني متخصصین په کې کار کوي.

د اوسپنې د ویلي کولو دې فابریکې تیر کال د سنبلې په میاشت کې د اته میلیونه ډالرو په ارزښت د حکومتي او خصوصي سکټور چارواکو په حضور سره خپل کار پیل کړ.

اوس مهال یاده فابریکه د ورځې ۱۵۰ ټنه اوسپنه ویلې کوي.

ایسا یا له پانګونې څخه د ملاتړ اداره وايي ، چې د یادې فابریکې د ستونزو د هواري په هدف یې خپلې هڅې کړي خو د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ریاست په دې اړه همکاري نه ده کړي.

د ايسا ادارې ویاند روح الله عشرت احمدزي له آزادۍ راډیو سره په خبروکې وویل ، چې تر ډیرې تولید فاربریکې د بهرنیو متخصصینو په همکاري فعالیت کوي او ټینګار کوی چې باید د دې فابریکې ستونزې په جدي ډول وڅیړل شي:

(د کابل فولاد مسله یوه جدي ستونزو ده ، د پاسپورت ریاست د دې فابریکې بهرنیو متخصصینو ته وویل ،چې کابل ته راشي او ویزې تمدید کړي،دوي ونه شو کړاي چې کابل ته راشي او خپلې ویزې تمدید کړي،زه فکر کوم چې دا یوه جدي ستونزه ده،نه یوازې په هرات کې چې یوه فابریکه تړل کیږي بلکي سبا ورځ نورې فابریکې به هم له ورته ستونزې سره مخامخ شي.)

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ریاست نظر راوخلو خو ددې ریاست مسوولین خبرو ته حاضر نه شول.

له دې وړاندې په افغانستان کې د سوداګرې او صنایعو خونې هم ویلي وو چې په تیرو دریو کلونو کې ۱۰۱۷ تولیدي فابریکې ټړل شوي.

خو دا شکایتونه په داسې حال کې کیږي چې حکومتي چارواکو په دې وروستیو کې ویلي چې په هیواد کې بانګونې ته د زمینې مساعدولو لپاره به نوې اسانتیاوې برابرې کړي.

مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG