د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

په اروپايي هېوادونو کې ډېری پناه غوښتونکي د افغانستان او سوریې وګړي بلل شوي


ارشیف: یو شمېر افغان پناه غوښتونکي
ارشیف: یو شمېر افغان پناه غوښتونکي

د ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې اروپایي هېوادونو ته د پناه غوښتنې تر ټولو زیات غوښتنلیکونه سوریایانو او افغانانو ورکړي دي.

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې آژانس د سه شنبې په ورځ په یو راپور کې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ټولنې غړو هېوادونو ته د پناه غوښتنې په غوښتنلیکونو کې د ۲۸ سلنه زیاتوالي خبر ورکړ.

دغه آژانس لیکلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۵۱۹ زره کسانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې چې احتمال شته د کال تر پایه دغه شمېر یو میلیون ته ورسېږي.

د دغه راپور له مخې ۲۴ سلنه غوښتونلیک ورکوونکي د افغانستان او سوریې وګړي دي.

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې آژانس وايي، د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د پناه غوښتونکو شمېر د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو د همدې مودې په پرتله چې هغه وخت اروپا د کډوالو له سېل سره مخ و، ډېر دی.

د دغه آژانس د معلوماتو له مخې د اروپايي هېوادونو له خوا د پناه غوښتنې شاوخوا ۴۱ سلنه غوښتنلیکونه تصویب شوي او د هغو کسانو شمېر چې د خپلو دوسیو د بیا کتنې لپاره انتظار باسي، د تېر کال په پرتله ۳۴ سلنه ډېر شوی دی.

د دې آژانس په وینا، اروپا ته د پناه غوښتونکو په ورتګ او د کډوالۍ په زیاتېدو سره د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه تر زیات فشار لاندې دي.

د ټولو افغان پناه غوښتونکو په ډله کې چې د روان کال په لومړۍ نیمايي کې یې په اروپا کې د پناه غوښتنه کړې، ۵۰٪ یې په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې ده.

بصیر سروري یو له هغو افغانانو څخه دی چې دوه کاله مخکې اروپا ته کډوال شوی.

هغه ادعا کوي چې د کډوالو په زیاتېدو سره د اسانتیاوو برابرول کم شوي دي.

هغه زیاته کړه: "موږ دلته د کورونو له کمښت سره مخ یوو. د کار په پیدا کولو کې ستونزې لرو. په دې وروستیو یوه یا دوو کلونو کې ډېر کډوال راغلي ، ځکه خو کډوالو ته د مرستو او اسانتیاوو برابرول کم شوي دي."

ایمان عبدالحي، چې له څه باندې دوو کلونو راهیسې جرمني ته تللی، وايي چې په افغانستان کې د خرابو شرایطو له امله کډوالۍ ته اړ شو، اوس شاوخوا شپږ میاشتې کېږي چې قبول شوی دی.

هغه وویل: "دا مهال د پناه غوښتنې شرایط ښه دي، شپږ میاشتې کېږي چې زه قبول شوی یم. زه اوس نیمه ورځ کار کوم او هممهاله د ژبه هم زده کوم."

په هسپانیا کې یوې بلې افغان کډوالې نیلوفر یوسفي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل : "ما رسنیز او مدني فعالیتونه کول، کله چې طالبان راغلل اړه شوم چې خپل هېواد پرېږدم او پاکستان ته لاړه شم، بيا هسپانيا ته راغلم، دلته چې ګورم د ښځو غږ اورېدل کېږي او درناوی یې کېږي."

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې آژانس د شمېرو له مخې له سوریایانو ورته افغانان په ۵۲ زره او ۲۱ غوښتنلیکونو سره اروپا ته د پناه غوښتونکو تر ټولو لوړه سلنه جوړوي.

د ۲۰۲۳کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د کوربنو هېوادونو په منځ کې جرمني تر ټولو زیات غوښتنلیکونه یعنې ۳۰ سلنه غوښتنلیکونه یې تر لاسه کړي دي.

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې آژانس دغه شان زیاته کړې چې په اوکراین کې له جګړې وروسته د دغه هېواد یو زیات شمېر وګړي هم په اروپايي هېوادونو کې د اروپايي ټولنې تر ملاتړ لاندې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راپه دې خوا د اروپا په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ لړۍ له قانوني او غیرقانوني لارو ډېره شوې ده.

بل خوا یو شمېر افغانان په ګاونډیو هېوادونو کې انتظار باسي چې د دوی دوسیې په وڅېړل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG