د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۹

د بشري حقونو د څار سازمان: اسټرالیا دې افغان کډوالو ته بشري ویزې اسانه او چټکې کړي


په پاکستان کې یو شمېر مېشت افغان کډوال، چې نورو هېوادونو ته د تګ قضیې لري - ارشیف
په پاکستان کې یو شمېر مېشت افغان کډوال، چې نورو هېوادونو ته د تګ قضیې لري - ارشیف

د بشري‌ حقونو د څار سازمان وايي، په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنیدو او په تېرو دوو کلنو کې تر ټولو ناوړه بشري وضیعت ته په پام سره، د اسټرالیا فدرال حکومت باید افغانو کډوالو ته د بشري ویزو په ورکړه کې لومړیتوب ورکړي.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ وویل،که د دغه هیواد موخه د زیانمو کسانو ژغورل وي، نو بايد چټک عمل وکړي.
د دغه سازمان په خبره، په افغانستان کې د بشري حقونو وضیعت او بشري ناورین ته په کتو، اسټرالیا باید اداري تشریفات کم کړي، او هغو کسانو لپاره ویزو ورکولو ته لومړیتوب ورکړي چې له تېښتې ناهيلي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان دا هم زیاتوي، چې اسټرالیا باید افغانانو لپاره د ځانګړو بشردوستانه ویزو ورکولو زياتولو ته چمتو اووسي، د دغه سازمان په خبره یوازې په همدې توګه زیانمو کسانو سره مرسته کيداى شي.
پاکستان کې افغان کډوالو بیا- بیا په نورو هېوادونو کې د پناه غوښتنې د زر بشپړیدو لپاره یې اعتراضیه حرکتونه کړي - ارشیف
پاکستان کې افغان کډوالو بیا- بیا په نورو هېوادونو کې د پناه غوښتنې د زر بشپړیدو لپاره یې اعتراضیه حرکتونه کړي - ارشیف

یو شمیر هغه افغانان هم چې د اسټرالیا د پناه غوښتلو کیسونه لري او دم ګړی په دریمو هیوادونو کې ژوند کوي؛ د خپلې بې برخلیکۍ او اقتصادي ستونزو شکایت لري.

د دوی له ډلې اغلې توخي هغه میرمن ده چې دوه کاله کیږي له خپل دوع ماشومانو سره په پاکستان کې ژوند کوي، او د اسټرالیا ویزې ته په تمه ده دا په پاکستان کې خپل د کډوالي له سختو شرایطو کړیږي.
نوموړې وایي: "له یوکال ډیر وخت کیږي چې موږ دلته په تمه یو، تر دې هم زيات، زموږ اقتصادي ستونزه ده، چې ټول ورسره لاس او ګریوان دي، په ځانګړې ډول ما غوندې ښځې چې بې سرپرسته دي، زه د اوس خپل له دریېو یتیمو ماشومانو سره دلته ژوند کوم، ان خپله ګاڼه مې خرڅه کړي، له ما سره هیڅ هم داسې ندي پاتې چې نوم یې شتمنۍ کیږدم، هیله منه یم چې د دغو کیسونه د بیا پيلوو او چټکتيا په برخه کې اسټرالیا او نور بنسټونه هڅه وکړي."
یوه بله معترضه میرمن چې اوس په پاکستان کې ژوند کوي، او نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، دوه کاله کیږي چې دا او ماشومان یې په بې برخلیک حالت کې وضعيت ژوند کوي.
فرشته موحد بله مېرمن ده چې د اسټرالیا د تاییدی اسناد لري خو له تیر یو نیم کال راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي، دې ازادي راډيو ته وویل:"د یو کال او اتو میاشتو راهیسې په پاکستان کې یم، په افغانستان کې د بشري حقونو ملاتړ د يو سازمان په وسیلې پاکستان ته انتقال شوم، ځکه ژوند مې په خطر کې و، نو له افغانستان پاکستان ته انتقال شوم او راغلم پاکستان ته، د استرالیا کیس لرم، فایل نمبر او تاییدې مې هم اخیستې، خو کوم بل احوال ندی راته راغلی، کیسونه ډیر ورو مخته ځي، په پاکستان کې د کډوالو ډیرې ستونزې دي، د ویزې ستونزې، د پولیسو ستونزې، د کور او سیمکارت ستونزې."
اسټرالیا د ۲۰۲۰۱ په سپټمبر کې لسګونه افغان پناه غوښتونکي له کابله خپلې خاورې ته ولېږدول
اسټرالیا د ۲۰۲۰۱ په سپټمبر کې لسګونه افغان پناه غوښتونکي له کابله خپلې خاورې ته ولېږدول

دا په داسې حال کې ده، چې د اسټرالیا حکومت د پناه غوښتونکو شمېر له ۱۷ زرو څخه ۲۰ زره ته لوړ کړی دی.

د روان کال په پیل کې د استرالیا د کورنیو چارو وزارت تایید کړه چې د طالبانو له خوا د رامنځته شویو خنډونو او د طالبانو له خوا د دوی د تعقیبولو له امله د افغانانو د بشري ویزې غوښتنلیکونه نه څېړل کېږي.
د طالبانو واک ته رسیدلو وروسته وروسته، په زرګونو افغانان چې له بهرنیو سازمانونو او موسسو سره یې کار کړی او د بیا میشتیدنې په شرایطو برابر وو، دریمو هیوادونو ته کډوال شول.
ځینې یې وکولای شول چې د مقصد هيوادونو ویزې ترلاسه کړي او خپل د خوښې وړ هیواد کې کډوال شي، خو ډیری یې لا هم د امریکا، کاناډا، استرالیا او اروپايي هیوادونو لخوا د منل کېدو په تمه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG