د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

د فرانسې چارواکي: د ناقانونه افغان کډوالو د بېړۍ ډوبیدو په تورمو ۴ کسان نیولي


د افغانانو په ګډون د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو خلک پر مرګونو سمندري او نورو لارو اروپا او امریکا ته د پناه وړلو هڅه کوي - ارشیف
د افغانانو په ګډون د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو خلک پر مرګونو سمندري او نورو لارو اروپا او امریکا ته د پناه وړلو هڅه کوي - ارشیف

"کله چې بېړۍ د برېتانیا خوا ته روانه شوه، په بېړۍ کې ډېر کسان سپاره وو. د اوبو څپې تېزې وې، د بېړۍ د جنراتور تېل وبهیدل او پېښه رامنځته شوه. نیمايي کسان په اوبو کې ډوب شول، ځینو ځانونه په ټیوبونو کې ټېنګ کړل او د اوبو پر سر پاتې شول، چې له فرانسې یا لندنه یې څوک مرستې ته راشي."

دا د برېتانیا او فرانسې ترمنځ، د سمندر اوبو کې د یوې ډوبې شوې بېړۍ د یوه روغ پاتې افغان سپرلۍ ادرېس خبرې دي.

ادریس وايي، بیا به په غیرقانوني توګه برېتانیا ته د تګ هڅه ونه کړي.

د فرانسې د کډوالو یو کمپ او افغان کډوال -- ارشیف
د فرانسې د کډوالو یو کمپ او افغان کډوال -- ارشیف

د دغې بېړۍ د ډوبېدو په تړاو ۴ تنه په فرانسه کې نیول شوي دي.

په دغه بیړۍ کې۵۰ تنه سپاره وو، چې ۶ افغانان ترې مړه شول.

رویټرز خبري اژانس د دې بیړۍ له څو تنو ژغورل شویو سپرلیو سره خبرې کړي.

فواد، د دوی له ډلې یو بل افغان دی چې په دې بیړۍ کې سپور و.

هغه وايي چې له پېښې درې ساعته وروسته یې د فرانسې پولیس مرستې ته ورسیدل.

فواد رویټرز ته وویل: "کله چې بېړۍ ډوبه شوه، هېڅ شی نه ښکارېدل، بېرېدلی وم، هڅه مې وکړه چې په ټوپ ځان وژغورم. د فرانسې پولیس ۳ ساعته وروسته راورسېدل."

په همدې حال کې د پناه غوښتونکو د دې بېړۍ له ډوبېدو وروسته په فرانسه کې څلور تنه نیول شوي دي.

د فرانسې قضايي سرچینو ویلي، چې د دوو عراقیانو او دوو سوډانیانو خلاف یې دوسیه پرانېستې ده.

د پاریس د څارنوالۍ ویندوی ویلي، چې قاضیان د غیرقانوني مهاجرت لپاره د غیرقصدي قتل او جنايي دسیسې د جرم په اړه څېړنه او ګروېږنه کوي.

پر نیول شویو عراقیانو شک دی، چې د انساني قاچاق د یوې شبکې غړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG