د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

بایډن بیا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع کړې


د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن یوځل بیا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو له پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي چې دوی وښودله چې د ترهګرو او هغوی چې امریکا ته د ضرر رسولو هڅه کوي، اړتیا نه‌شته چې پر وړاندې یې د اقدام کولو لپاره خپل عسکر تل د جګړې په ډګر کې وساتي.

سپینې ماڼۍ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د دوهمې کالیزې په مناسبت نن په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی ثابته کړه چې د ترهګرو او هغوی چې امریکا ته د تاوان رسولو هڅه کوي، اړتیا نه‌شته چې پر وړاندې یې د اقدام کولو لپاره خپل عسکر تل د جګړې په ډګر کې وساتي.

په اعلامیه کې ویل شوي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو دوه کاله وروسته هم د امریکا متحده ایالات د افغانستان تر ټولو لوی مرسته کوونکی هېواد دی او ډاډ یې ورکړی چې خپلو مرستو ته به دوام ورکوي.

سپینه ماڼۍ
سپینه ماڼۍ

د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا سرپلټونکې ادارې یا سیګار هم څو اوونۍ وړاندې کانګرس ته په یوه راپور کې ویلي و چې متحدو ایالتونو په تېرو دوه کلونو کې له افغانستان سره ۲،۳۵ میلیارد ډالره مرسته کړې ده.

خو تېره میاشت د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال بیا نیوکه کړې وه چې د افغانستان د مالیه ورکوونکي پیسې د نوموړي په خبره د طالبانو په څېر د هغو ترهګرو جیبونو ته ورځي چې ښځې ځپي، القاعده او نورې ترهګرې ډلې تمویلوي او هره ورځ بشري حقونه نقضوي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال

د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې د بایډن له قوله ویل شوي چې دی د افغانانو ملاتړ ته ژمن دی او له کانګرس څخه یې غوښتنه کړې چې "د افغانانو د بیا مېشتېدو طرحه " تصویب کړي تر څو په امریکا کې د افغان پناه غوښتونکو دایمي او قانوني بیا مېشتېدو ته لار هواره شي.

دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تېره ورځ په خپل یوه راپور کې ویلي وو چې په امریکا کې ۱۹ زره افغان پناه غوښتونکي له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي او نه پوهېږي چې د پنا غوښتنه به یې ومنل شي که نه؟

په امریکا کې یو شمېر هغه افغان پناه غوښتونکي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دې هېواد ته ورغلي دي، هم وايي تر اوسه یې د دایمي اوسېدنې اسناد نه دې ترلاسه کړي او دوی د امریکا له کانګرس څخه غواړي چې" د افغانانو د بیا مېشتېدو طرحه" ژر تصویب کړي.

د کابل له هوايي ډګره د تخلیې پروګرام یو انځور. August 30, 2021
د کابل له هوايي ډګره د تخلیې پروګرام یو انځور. August 30, 2021

له دې ډلې محمد امین ازادي راډيو ته وویل: "له یو نیم کال راهیسې په امریکا کې اوسېږم، د ګرین کارت هېڅ معلومات نه‌شته، یو بې برخلیکه ژوند دی. له کانګرس څخه مو غوښتنه دا ده چې زموږ دې بې برخلیکه حالت ته د پای ټکی کېږدي."

په امریکا یو بل افغان پناه غوښتونکی شېر محمد هم وايي، ډېری افغان پناه غوښتونکي که په درېیمو هېوادونو کې دي یا هم امریکا ته رسېدلي دي، له ستونزو سره مخ دي. نوموړی غوښتنه کوي چې د امریکا متحده ایالاتو اړوندې ادارې دې د دې ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي.

هغه زیاته کړه: "هغه افغانان چې په درېیمو هېوادونو کې دي او د P2، P1 یا SIV کېسونه لري، هلته له ستونزو رنځېږي. د دې ترڅنګ هغه افغانان چې امریکا ته رسېدلي او د اسنادو پروسه یې مخکې نه ده تللې، هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي، له همدې امله د امریکا له مسولو ادارو غوښتنه کوم چې د افغانانو لپاره د پناه غوښتنې چارې اسانه کړي."

د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې د بایډن له قوله ویل شوي چې د ۲۰۲‍۱ کال د اګست په ۱۵مه پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستانه ۱۲۰۰۰۰ تنه د تخلیې په پروسه کې ایستل دي چې ډېری یې د دوی افغان همکاران وو.

په اسلام اباد کې د پي۱ او پي۲ کیس لرونکو د اعتراضیه غونډې پرمهال له امریکا وغوښتل چې کېسونه یې ورته ژر تر ژر طی مراحل کړی. February 26 2023
په اسلام اباد کې د پي۱ او پي۲ کیس لرونکو د اعتراضیه غونډې پرمهال له امریکا وغوښتل چې کېسونه یې ورته ژر تر ژر طی مراحل کړی. February 26 2023

خو ګڼ نور افغانان چې د امریکا د پناغوښتنې په شرایطو برابر دي او د تخلیې له پروسې پاتې شوي، لا هم په درېیمو هېوادونو یا افغانستان کې پاتې چې ډېر کله دوی د خپلو اقتصادي او امنیتي ستونزو ترڅنګ د پناه غوښتونې د پڅ بهیر په اړه هم شکایتونه کړي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ د اګست په ۳۰مه نېټه له افغانستان څخه د وروستي سرتېري په ایستلو سره د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله.

خو د امریکا له وتلو دوه کاله وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت هېڅ هېواد لا په رسمیت نه دی پېژندلی او په کور دننه او بهر د افغانانو ستونزې لا ډېرې شوې چې د ملګرو ملتونو په وینا ۲۹.۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړ شوي او په تېرو دوو کلونو کې تر یو نیم میلیون ډېر افغانان یوازې ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG