د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

واشنګټن اګزمېنر: په واشنګټن کې هر څوک ښه پوهېدل چې افغانستان سقوط کوي


يو شمېر نړيوالې ورځپاڼې
يو شمېر نړيوالې ورځپاڼې

د افغانستان په اړه د امریکا د کانګرس د غړو د پوښتنو په اړه د متحده ایالاتو د جګپوړو پوځي چارواکو پر ځوابونو ډېرو لوېدیځو ورځپاڼو تبصرې کړې دي.

  • واشنګټن اګزمېنر

واشنګټن اګزمېنر ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا لوی درستیز مارک میلي او د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان فرانک مک‌کنزي د سنا جرګې د سوال او ځواب په غونډه کې یو په بل پسې تأیید کړه چې په واشنګټن کې هر څوک ښه پوهېدل چې افغانستان سقوط کوي، د امریکا د پوځ چګپوړو مشرانو له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د بشپړه وتلو مخالفت کاوه او ولسمشر جو بایډن ته‌یې سپارښتنه کړې وه چې که د ټرمپ پلان عملي کړل شي دا خطر ډېر شته چې افغانستان یو وار بیا د ترورېستانو پر پناهځای بدل شي.

د واشنګټن اګزمېنر له لیکنې سره سم، جمهوري‌پالو د سنا جرګې د وسله‌والو خدماتو په کمېټه کې د پوځي چارواکو څرګندونې د دې ښکارندویې وبللې چې ولسمشر بایډن د اګسټ په ۱۸مه نېټه له اې بي سي ټلوېزیون سره په مرکه کې دروغ ویلي و.

په مرکه کې بایډن ته ویل شوي و چې ستا جګپوړي پوځي سلاکارانو د ځواکونو د ایستلو په وړاندې خبرداری ورکړی، دوی له تاسو غوښتل چې ۲،۵۰۰ سرتېري پرېږده. بایډن په ځواب کې وايي، نه، دوی دا غوښتنه نه‌وه کړې. دا رښتیا نه‌ده.

خو دا په داسې حال کې ده چې دفاع وزیر لوېډ استېن، لوی درستیز مارک میلي او د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان جنرال فرانک مک‌کنزي د سنا جرګې د وسله‌والو خدماتو د کمېټې د استازو په استماعیه غونډه کې تأیید کړه چې دوی په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو له عمومي قوماندان سکاټ مېلر سره منلې وه چې ۲،۵۰۰ سرتېري به په افغانستان کې پرېږدي.

دوی په دې اړه څه ونه‌ویل چې ایا دا سپارښتنه‌یې له ولسمشر بایډن سره شریکه کړې وه او که نه.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم په همدې موضوع لیکنه کړې.

د واشنګټن پوسټ د لیکنې عنوان داسې دی: پوځي مشرانو د بایډن د تېروتنې په ردولو سره وویل چې د ځواکونو ایستل د افغانستان سقوط یقیني کړ.

واشنګټن پوسټ زیاتوي، د پنټاګون مشرانو چې د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو ستایل کېدل، د سې شنبې په ورځ وویل چې دوی اټکل کړی وو چې د افغانستان حکومت او پوځ به د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته وپرځي، خو له دې سره سره‌یې د ځواکونو د ایستلو د پرېکړې په خاطر دا رد کړه چې ګنې ولسمشر بایډن تېروتنه کړې ده.

ورځپاڼه وايي چې دغو پوځي چارواکو په عین حال کې د ځواکونو ایستل ستراتېژیکه تېروتنه وبلله.

مخکې تر دې چې د امریکا پوځي مشران د چهارشنبې په ورځ د استازو جرګې د وسله‌والو خدماتو کمېټې ته حاضر شي او ورته پوښتنې ورڅخه وشي، د سنا جرګې د وسله‌والو خدماتو کمېټې د سوال او ځواب په غونډه کې د دوی ګډون له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو او د افغانستان د حکومت له پرځېدو وروسته لومړی ځل و چې د استازو له سختو پوښتنو سره مخامخ شول.

XS
SM
MD
LG