د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

امریکا: لا هم د امریکايي اتباعو او د دوی د افغان همکارانو ایستل دوام لري


ارشیف، د کابل هوايي ډګر
ارشیف، د کابل هوايي ډګر

په داسې حال کې چې له افغانستانه د بهرنیو اتباعو او د بهرنیو ځواکونو د افغان همکارانو د ایستلو لړۍ روانه ده، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی په سیمه کې د افغانستان د مسالې په اړه د اجماع د راوستلو لپاره په لېدنو کتنو بوخت دی.

تازه د افغانستان لپاره د امریکا او روسیې ځانګړو استازو ټام وېسټ او ضمیرکابلوف په مسکو کې د افغانستان په اړه د واشنګټن او مسکو پر دریځونو خبرې وکړې.

ښاغلي وېسټ پر خپل ټویټر لیکلي دي: "نن مې په مسکو کې د ولسمشر پوتین له ځانګړي استازي کابلوف او د امنیت شورا له مرستیال ویندیکوتوف سره وکتل او افغانستان کې مو د ګډو ګټو په اړه خبرې وکړي، اړتیا ده چې طالبان باید له نړيوالې ټولنې سره خپلې ژمنې عملي کړي."

د افغانستان لپاره د ولسمشر ولادیمیر پوتین استازي ضمیر کابلوف له دې کتنې وروسته رسنیو ته ویلي، په مسکو کې یې له توماس ویسټ سره د افغانستان د ټولو مسلو د حل په اړه خبرې کړي دي.

کابلوف په عین حال کې وویل، که څه هم طالبان هڅه کوي چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي خو د هغوی هڅې ډېرې پڅې دي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې لا هم له افغانستانه د بهرنیو اتباعو او د دوی د افغان همکارانو د ایستلو لړۍ روانه ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون دوشنبه (د لړم ۲۴مه) په یو خبري غونډه کې وویل: "اوس، البته، دا زموږ د هغه دوامدار ماموریت پای نه دی چې د امریکایي اتباعو، قانوني دایمي اوسیدونکو، او هغو افغانانو سره چې موږ ژمنې کړي، دا ماموریت دوام درلود او دوام لري. مګر دا یو مهم ګام دی. موږ د اګسټ له ۳۱مې نېټې راهیسې وویل چې دا به زموږ هدف وي چې د دې اشخاصو لپاره هر ډول مرستې چمتو کړو چې موږ یې کولی شو او موږ په دې توانیدلي یو چې دې برخه کې ښه کار وکړو او موږ به په راتلونکي کې هم ورته دوام ورکړو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون دوشنبه وویل، افغانستان کې د امریکا ماموریت دوام درلود او دوام لري
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون دوشنبه وویل، افغانستان کې د امریکا ماموریت دوام درلود او دوام لري

ښاغلي پرایس دا هم وویل چې د اګسټ له ۳۱مې وروسته چې بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي، ۷۶۰ امریکاییان او هغه افغانان چې د امریکا قانوني اسناد يې درلودل په مستقیم ډول له دې هېواده ایستل شوي دي.

خو د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې د ولسمشر بایډن مخالف لوری جمهوريپال استازو په یو لیک کې غوښتنه کړې چې د بایډن ادارې ۳۴ هغه چارواکي دې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو او د افغان همکارانو د وتلو د عملیاتو په اړه د دوی پوښتنو ته د ځواب ورکولو لپاره حاضر شي.

خو جمهور رئيس بايډن او د هغه کابينه تل له افغانستانه د وتلو ننګه کړې او ويلي یې دي چې امريکا خپلو اهدافو ته رسيدلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، له اګسټ میاشتې راهیسې د قطر له لارې یو لک او ۲۴ زره کسان له افغانستانه ایستل شوي دي.

خو لا هم زرګونه نور هغه افغانان چې له امریکایانو سره يې په مستقیم او غیر مستقیم ډول کار کړی له افغانستانه د وتلو په تمه دي.

XS
SM
MD
LG