د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

طالبان: پاکستان ته د پوځي تجهیزاتو د قاچاق ویډیوګانو خپریدل 'پروپاګند' دی


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په افغانستان کې د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکو او خبریالانو هغه ویډیوګانې خپرې کړي چې ظاهراً د کندهار له سپین بولدک ولسوالۍ څخه پوځي وسایط د پاکستان لوري ته د قاچاق په حال کې ښيي.

په دغو ویډیوګانو کې چې ویل کېږي ځايي خلکو ثبت کړي، خړ ټانکونه لیدل کېږي چې په لویو بار وړونکو موټرو کې ځای پرځای شوي.

داسې ادعا هم شوې چې دغه پوځي وسایط په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو اړوند دي.

د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکو ادعا کړې چې پاکستاني وګړي له افغانستانه خپل هېواد ته د پوځي وسایطو او تجهیزاتو په انتقال کې دخیل دي.

خو د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي، د دغو ویډیوګانو بیا خپرول تبلیغاتي بڼه لري: "دا موضوع چې ګواکې وسایل او سایط پاکستان ته لېږدول کېږي، یو پروپاګند دی. موږ هڅه کوو پاکستان ته پر ټولو غځېدو لارو سرحدي مسوولان ولرو چې د ساتنې دنده لري. دوی په جدیت متوجه دي چې د افغانستان له خاورې هېڅ شی ونه ایستل شي، خلک یو کیلوګرام اوسپنه هم نه شي ایستلی."

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د داسې ویډیوګانو خپرول پروپاګند بولي.
د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د داسې ویډیوګانو خپرول پروپاګند بولي.

مجاهد زیاته کړه، یوازې د تېرې پنجشنبې ناوخته په پکتیکا کې یو موټر ونیول شو چې غوښتل یې پاکستان ته وسلې ولېږدوي.

ځینو رسنیو دوې اوونۍ مخکې راپور ورکړ چې پاکستان د هغو وسلو او پوځي تجهیزاتو په پیرلو بوخت دی چې په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو پاتې دي.

د دغو رسنیو په حواله، اسلام اباد نه غواړي چې دغه وسلې او تجهیزات د پاکستاني طالبانو لاس ته ورشي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک مکنزي په اګسټ میاشت کې ویلي و، هېواد یې له افغانستانه د وتلو پر مهال ۷۳ الوتکې او تر ۱۰۰ زیات پوځي موټرونه تخریب کړل چې د ده په وینا طالبان ورڅخه استفاده ونه کړي.

مکنزي ټینګار کړی و چې امکان نه لري څوک له دغو وسایلو او وسایطو استفاده وکړای شي.

اسلام اباد نه غواړي چې دغه وسلې او تجهیزات د پاکستاني طالبانو لاس ته ورشي.
اسلام اباد نه غواړي چې دغه وسلې او تجهیزات د پاکستاني طالبانو لاس ته ورشي.

خو اوس اصلي خبره د هغو پوځي تجهیزاتو او وسایطو ده چې د افغانستان له پخوانیو امنیتي ځواکونو له دې ډلې ملي اردو څخه پاتې دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش ادارې یا سیګار په اګسټ میاشتې کې ویلي و چې د تېر حکومت د نسکورېدو پرمهال د ملي اردو ۶ سوپرتکانو الوتکې او ۱۷۴ هاموې موټرونه طالبانو ته په لاس ورغلل.

په راپور کې ویل شوي وو چې د تېر حکومت د هوايي ځواک درې ټرانسپورټي او ۱۶۷ څرخي الوتکې هم طالبانو ته ورپاتې شوې، خو تر اوسه معلومه نه ده چې د کابل د سقوط پر مهال د دغو الوتکو له جملې څو یې د استفادې وړ وې.

پخواني جنرال محمد رادمنش چې یو وخت د ملي دفاع وزارت ویاند هم و، ازادي راډیو ته وویل، د حکومت له نسکورېدو سره په سلګونو میله وسله او په زرګونو وسایط یا هم پوځي تجهیزات طالبانو ته په لاس ورغلل.

نوموړی زیاتوي:"د امریکا متحدو ایالاتونو او نړیوالې ټولنې د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو لپاره تر ۸۳ میلیارډه ډالرو ډېره پانګه اختصاص کړه د پیاده او توپچي لپاره یې ۲۰ ډوله وسلې رانیولې چې هاموې او موډرن زغروال ګاډي هم په کې شامل وو، د انجنیرۍ وسایط او وسایل، دغه راز په افغانستان کې یې د پرسونل د انتقال لپاره زغروال وسایط، رنجرونه هم رانیول چې شمېر یې ۲۲ زره ته رسېده. په افغانستان کې تر ۵۳۰زرو ډېرې وسلې وې چې د طالبانو لاسته ورغللې."

پخوانی جنرال محمد رادمنش وايي، د حکومت له نسکورېدو سره په سلګونو میله وسله طالبانو ته په لاس ورغلل.
پخوانی جنرال محمد رادمنش وايي، د حکومت له نسکورېدو سره په سلګونو میله وسله طالبانو ته په لاس ورغلل.

د طالبانو ځینو چارواکو پر پاکستان د وسلو او پوځي تجهیزاتو د خرڅولو د راپورونو په اړه اندېښنه ښوولې او د عاملانو د مجازاتو غوښتنه یې کړې ده.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رېیس شفیع اعظم په خپل ټویټر کې لیکلي، هر څوک چې په لوړ یا هم ټیټ مقام کې د وسلو په قاچاق کې لاس ولري، خاین دی.

د ده په وینا، افغانان دغسې کسانو ته اړتیا نه لري او ټولنه باید د دوی له شره پاکه شي.

بل خوا په پاکستان کې هم د ټولنیزو شبکو ځینو کاروونکو ادعا کړې چې د پوځي وسایطو او تجهیزاتو د لېږدولو تازه خپرې شوې ویډیوګانې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴میلادي کلونو دي چې د دوی په باور هغه مهال د امریکا د هغه وخت ولسمشر بارک اوباما له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو د پیل امر کړی و.

هغه وخت د امریکايي ځواکونو ځینې وسایط د پاکستان له طریقه په خلیج کې د امریکا د متحدو ایالاتونو پوځي اډو ته لېږدول شوي وو.

XS
SM
MD
LG