د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

نیویارک پوسټ: امریکا دې زرګونو هغه کسان چې افغانستان کې تر شا پرېښي نه هېروي 


په کابل هوايي ډګر کې بهرنیو هېوادونو ته تلونکي کسان
په کابل هوايي ډګر کې بهرنیو هېوادونو ته تلونکي کسان
  • بزنس انسایډر

د امریکا بزنس انسایډر خپرونې د افغانستان په اړه د امریکا د متحدو ایالاتونو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر لانجمنو څرګندونو لیکنه خپره کړې ده.

خپرونه لیکي، ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ په جورجیا ایالت کې د خلکو یوه لاریون ته په خبرو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په باب ځینې «بې اساسه» ادعاګانې هم وکړې.

پخواني ولسمشر ټرمپ ادعا وکړه، هغه کسان چې له افغانستانه ایستل شوي، د ایستلو یا تخلیې پر شرایطو برابر نه وو، د ده په خبره د امریکا حکومت په سلګونو امریکايي اتباع لا هم په افغانستان پرېښي، هغه هېواد چې د ده په ټکو «دښمن» ورباندې ولکه ټینګه کړې ده.

د خپرونې په لیکنه، له کابله د امریکا د وروستۍ الوتکې له وتلو سره له افغانستانه څه باندې یو لک او شل زره کسان وایستل شول، خو دا لړۍ اوس هم په وقفه ­یي ډول روانه ده.

  • نیویارک پوسټ

نیویارک پوسټ ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې په دې عنوان لیکنه خپره کړې، امریکا دې په زرګونو هغه کسان چې بایډن په افغانستان کې تر شا پرېښي نه هېروي.

د لیکنې په پیل کې د ۲۸ کلن روح الله سادات خبرې رااخیستل شوي چې ویلي یې دي، په افغانستان کې هېڅ شی تضمین نه دی، حتی زما ژوند هم.

دی چې له افغانستانه تازه وتلی، له دوحې له ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې ځینې طالبان واقعاً ډېر ظالمان دي، ځکه چې ناپوهان دي.

د ده په وینا دوی خلک د مرغیو په څېر په ډزو وژني، خو په غربي نړۍ کې تاسو له مرغیو سره هم دا ډول ډول چلند نه شئ کولی.

نیویارک پوسټ لیکي، سادات چې د ترجمان په توګه یې له امریکايي ځواکونو سره مرسته کړې بختور دی چې د کام اییر هوايي شرکت په مرسته وتوانېد قطر ته ځان وباسي، خو د ورځپاڼې په لیکنه د امریکایي وګړو او د امریکا د دایمي استوګنې د اسنادو یا ګرین کارډ لرونکو تر یو لک زیات نور کسان لا هم په افغانستان کې پاتې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له تېرې اوونۍ لږ تر لږه ۸۵ امریکايي اتباع او ۷۹ ګرین کارډ لرونکي له افغانستانه ایستل شوي دي.

له افغانستانه په بشپړ ډول د امریکايي او ناټو ځواکونو تر وتلو مخکې وسله والو طالبانو د اګسټ پر ۱۵ مه پر کابل هم ولکه ټینګه کړه او له دې سره افغانستان ته نړیوالې الوتنې هم وځنډېدې.

خو د خلکو د راایستلو ډېرې الوتنې د قطر د هوايي شرکتونو له خوا شوي او د ولسمشر جو بایډن د هغې ژمنې په عملي کولو کې یې نقش لوبولی چې ویلي یې وو، د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان څخه به د راګیرو پاتې شویو کسانو د ایستلو لپاره تر وسه- وسه هر اقدام وکړي.

  • مېل انلاین

د بریتانیا مېل انلاین خپرونې په کابل کې د رخصتیو په ورځو د ځوانانو د غېږ نیولو پر موضوع لیکنه خپره کړې چې هم د یو بل پر وړاندې خپل مهارت ښيي او هم ورته یو ورزشي مصروفیت دی.

په کابل کې د غېږنیولو په ساحه کې ګڼ کسان راټول وي او ځینې راغونډ شوي کسان د هغه غېږنیوونکي په پلوي نارې وهي چې دوی یې د ملاتړ لپاره راغلي دي. کله چې یو څوک ماتې وخوري د راټولو شوېو کسانو ډله ورباندې ملنډې وهي.

د سمنګان اوسېدونکي ۳۱ کلن محمد عاطف د خپل رقیب تر ماتولو وروسته ویلي چې له ۱۷ کلونو راهیسې په همدې غېږنیونه بوخت دی.

مېل انلاین خپرونې د فرانسې خبري اژانس په حواله لیکلي، په کابل کې د خلکو په دې ډله کې د طالبانو غړي نه تر سترګو کېږي، که دوی د خلکو په ډله کې وي، هم په دغو مسابقو کې برخه نه اخلي.

د غېږنیونې یوه لوبڅار (ریفري) ویلي، د دغو سیالیو څارنه د دوی کار دی، نه د طالبانو.

XS
SM
MD
LG