د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

امریکا: د افغان پناه غوښتونکو د غوښتنلیکونو څېړلو ته لومړیتوب ورکوو


ارشیف: له افغانستانه امریکا ته د ایستل شويو افغانانو انځور
ارشیف: له افغانستانه امریکا ته د ایستل شويو افغانانو انځور

امریکايي چارواکي وايي، د هغو افغانانو د غوښتنلیکونو څېړلو ته به لومړیتوب ورکړل شي چې په متحدوایالتونو کې یې پناه غوښتې ده.

امریکايي چارواکي وايي، د هغو افغانانو د غوښتنلیکونو د څېړنې بهیر به چټک شي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته یې په متحدوایالاتو کې د پناه غوښتنه کړې.

د امریکا د حکومت چارواکو بېګا په یو آنلاین غونډه کې چې آزادۍ راډیو ته هم د ګډون بلنه په کې ورکړل شوې وه وویل چې د دې غوښتنلیکونو د څېړنې چارې به له دې وروسته له پیله ترپایه د بهرنیوچارو وزارت له خوا ترسره کېږي.

دوی زیاته کړه، چې د غوښتنلیکونو د څېړنې وخت به هم رالنډ شي.

دې چارواکو چې د نومونو د نه ښودلو په شرط خبرې کولې وویل، شاوخوا اتیا زره افغانان اوس مهال امریکا ته لېږدول شوي دي او هڅه کېږي چې دوی ته د ژوند ضروري امکانات برابر شي.

د دې چارواکو په وینا، د امریکا اړوندو ادارو له دې ډلې تر ۷۱ زره زیاتو کسانو ته د کار جوازونه ورکړي دي.

ارشیف: له افغانستانه ایستل شوې ځینې افغانان
ارشیف: له افغانستانه ایستل شوې ځینې افغانان

د ولسمشر جوبایډن د ادارې چارواکو په پرونۍ خبري غونډه کې دا هم وویل، چې اوسمهال له طالبانو سره په ځینو برخو کې یوه اندازه همکاري شته او په دې ترڅ کې یې د جون په ۲۹ او ۳۰ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازو سره د امریکايي چارواکو د کتنې یادونه وکړه.

دې چارواکو همداراز وویل، کار روان دی څو د افغانستان بانک د اوه میلیارد ډالره شتمنۍ له نیمايي برخې څخه افغانان ګټه پورته کړي.

متحدوایالتونو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان بانک ۷ میلیارد ډالر شتمني کنګل کړه او وروسته د امریکا یوې محکمې پرېکړه وکړه، چې د دې شتمنۍ نیمايي دې د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو او نیمایي نورې دې له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره ځانګړې شي.

د دې چارواکو په وینا امریکا د تېرکال له دوبي راهیسې چې جمهوريت وپرځېد او طالبان پر افغانستان واکمن شول له افغانانو سره ۷۷۵ میلیون ډالره بشري مرسته کړې.

دوی زیاته کړه، چې د امریکا حکومت له ملګروملتونو او نړیوال بانک سره په ګډه کار کوي څو بشري مرستې په مستقیم ډول د افغانستان خلکو ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG