د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

امریکایي ځواکونه په ننګرهار کې له دوو اډو وتلي


ارشیف
ارشیف

امریکایي ځواکونه په ننګرهار کې له دوو اډو وتلي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي تېره شپه ازادي راډيو ته وویل چې دا اډې په تېرو دوو ورځو کې افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي.

هغه زیاته کړه: "د ننګرهار په هسکه مېنه او اچین ولسوالیو کې چې د بهرنیو ځواکونو کومې اډې وې، دواړه په ننګرهار کې مېشتو امنیتي ځواکونو ته سپارل شوې دي او د سیمې امنیت د دوی له لوري مخته وړل کېږي."

د اچین ولسوالۍ
د اچین ولسوالۍ

په دې سیمه کې چې امریکایي ځواکونه ترې وتلي دي پخوا دوی له افغان سرتېرو سره د داعش پر ضد په جګړه کې مرسته کوله.

د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر دې ته اندېښنه لري چې تر دې وروسته به له افغان ځواکونو سره د هوایي ځواک مرسته نه‌کېږي.

ده وویل: "په اچین ولسوالۍ کې امریکایانو نږدې شپږ کاله مخکې او په هسکه مېنه ولسوالي کې یې دوه درې کاله مخکې اډه جوړه کړې وه. دا سیمې یې اوس افغان ځواکونو ته سپارلې دي. له دوی سره به تل هوایي ځواک و او پر مخالفینو به تل برلاسه وو. امنیتي ځواکونه اوس هوایي ځواک نه‌لري، سیمه غرنۍ ده نو د سیمې خلکو او ولسوالیو ته به څه نا څه ستونزې ایجاد شي."

تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت تېره اوونۍ سې شنبه په یوې اعلامیه کې ویلي و چې دوی پنځه اډې په افغانستان کې پرېښې دي او د فبرورۍ په ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره د سولې په تړون کې ژمنه شوې وه چې په ۱۳۵ ورځو کې به دغه پنځه اډې تخلیه کوي.

په ننګرهار کې له دوو اډو د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه طالبانو تر اوسه څه نه‌دي ویلي، خو دا هم څرګنده نه‌ده چې په دې اډو کې څومره بهرني سرتېرې دېره وو، تر دې مخکې د جولای تر ۱۳مې په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمېر له ۱۳ زرو ۸،۶۰۰ ته راکم شوی و.

په قطر کې له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک
په قطر کې له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک

هغه وخت طالبانو په یوې اعلامیه کې د دوحې د سولې له تړون سره سم د امریکایي ځواکونو د شمېر د کمېدو هرکلی کړی و او ویلي یې و چې د سولې له تړون سره سم دوی په بهرنیو ځواکونو هېڅ برید نه‌دی کړی چې دا د دوی ژمنه ثابتوي، خو په ورته وخت کې یې تور پورې کړ چې امریکایانو له افغان پیلوټانو سره د بمباریو په وخت همکاري کړې ده او دا د تړون خلاف عمل دی.

په تېرو دوو ورځو کې دا بمبارۍ نورې هم سخته شوې دي، پرون د هرات د ادرسکن ولسوال محمد علي فقیریار رسنیو ته وویل چې د طالبانو پر یوې غونډې د ادرسکن او ګذره ولسوالیو ترمنځ بمباري شوې ده چې د سیمې د خلکو په وینا تر ۴۵ ډېر کسان په‌کې وژل شوي دي.

طالبانو بیا په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې په دې بمبارۍ کې اته ملکیان وژل شوي او ۱۲ تنه ټپيان شوي دي.

بل لور ته د کندهار امنیه قومانداني څرګندوي چې د چهارشنبې د شپې یوه نیمه بجه د خاکرېز ولسوالۍ په دروېشانو سیمه کې امریکایي الوتکو بمبارد کړی چې په‌کې ۳۶ طالبان وژل شوي دي.

ارشیف
ارشیف

افغان حکومت بیا طالبان تورنوي چې په وروستیو کې یې بریدونه زیات کړي دي. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هم تېره اوونۍ په ټویټر کې ولیکل: "د طالبانو بریدونه زیات شوي او دا د دوی له ژمنې سره سم عمل نه‌دی چې ویلي یې و تر هغو به شخړې راکموو چې بین‌الافغاني خبرې پيلېږي او بیا به د خبرو پر مهال دایمي اوربند کوو."

د امریکایانو او طالبانو د سولې له تړون سره سم که چېرته طالبان خپلې ژمنې ترسره کړي د راتلونکي کال تر نیمایي پورې به ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي.

XS
SM
MD
LG