د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۱۳

واشنګټن اګزمېنر: د طالبانو بريدونه ښايي د سولې بهير کمزوری کړي

بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • واشنګټن اګزمېنر

د واشنګټن اګزمېنر ورځپاڼې د افغانستان د سولې پر بهير او امنيت يوه ليکنه خپره کړې ده.

په دې ليکنه کې د ناټو تازه خبرداري ته په پام راغلي، د طالبانو بريدونه ښايي د سولې بهير کمزوری کړي.

ليکوال د سمنګان په ايبک ښار کې د طالبانو وروستي بريد ته اشاره کړې چې د ملي امنيت ۱۱ سيمه‌یيز کارکوونکي يې ووژل او تر ۶۰ زيات نور يې ټپيان کړل.

وړاندې د ناټو د هغه خبرداري يادونه شوې چې وايي، طالبانو ونه‌شوه کولای د فبرورۍ په مياشت کې د لاسلیک کړي تړون پر ژمنو ودرېږي.

د دې تړون پر بنسټ د ترهګرۍ سره د مبارزې په چاره کې د طالبانو له‌خوا د ضمانتونو د ورکولو په بدل کې به د امريکا متحده ايالاتو سرتېري له افغانستان څخه ووځي.

ناټو ويلي افغانستان کې يې موجوديت په وضعيت پورې تړلی دی.

  • ایرو اېشیا ټایمز

د ایرو اېشیا ټایمز ورځپاڼې بیا د امریکايي ځواکونو له‌خوا په افغانستان کې د پنځو نظامي اډو په خالي کولو لیکنه کړې او په یوه برخه کې یې ویلي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر د کمېدو سربېره په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او افغان حکومتي ځواکونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.

دې ورځپاڼې د افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ یو پخواني ټویټ ته اشاره کړې چې ویلي یې و "موږ په افغانستان کې د پولیس ځواک په توګه دنده ترسره کوو، نه د یو جګړه‌ییز ځواک په توګه."

ولسمشر ټرمپ په خپل دې ټویټ کې وړاندې ویلي وو چې له افغانستان څخه، کور ته د امریکايي سرتېرو د ستنولو وخت رارسېدلی دی.

  • ټلګراف

ټلګراف بیا په یو کاملاً جلا خو له افغانستان سره په تړلې مسئله لیکنه کړې او وايي، د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخوانی رئیس کرام‌الدین کریم، د تل لپاره له فوټبالي فعالیتونو منعه کړای شو.

افغانستان د فوټبال فدراسیون دا پخوانی رئیس د ښځینه فوټبالرانو سره په جنسي بد چلندۍ تورن دی.

د فوټبال نړیوال فدراسیون په دې برخه کې د سپورټي سرغړونو د محکمې د وروستۍ پرېکړې هرکلی کړی.

دې محکمې د سې شنبې په ورځ د کرام‌الدین کریم د استېناف غوښتنه رد کړه.

نوموړی تر دې مخکې د فوټبال د نړیوال فدراسیون د اخلاقو کمېټې د تل لپاره له فوټبال سره له تړلو فعالیتونو محروم او یو میلیون سویسي فرانک جریمه شوی و.

خپله کریم پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG