د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۰

په امریکا کې د افغان پناه غوښتونکو وروستۍ ډله د کډوالو له اډې نیوجرسي ووتله


ارشیف؛ افغانان د جرمني په لنډ مهاله کمپ کې
ارشیف؛ افغانان د جرمني په لنډ مهاله کمپ کې

یو شمېر هغه افغانان چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط وروسته له دغه هېواد وایستل شول، په وروستیو میاشتو کې په تدریجي ډول د امریکا له موقتو کمپونو وتلي او په بېلابېلو سیمو کې یې نوی ژوند پيل کړی.

نیوجرسي چې یو وخت د ۱۴۵۰۰ افغانانو کور وو د شنبې په ورځ په بشپړه توګه تش شو او اوسېدونکي یې هستوګنو سیمو کې ځای پر ځای شوي.

په متحده ایالاتو کې د لوتیران په نوم د کډوالۍ او پناه غوښتنې د یوې ادارې مشرې کرش اومارا ویګناراجا اسوشیټیډ پرېس ته وویل چې د نیوجرسي له کمپه د افغان مهاجرو ایستل یو "ډیر مهم ګام" و، خو ټینګار یې وکړ چې دا بهیر پای ته نه دی رسېدلی او یو شمېر پناه غوښتونکي لا هم مرستې ته اړتیا لري.

لوتیران د کډوالو د هستوګنولو یوه له نهو اداره ده چې د امریکا د کډوالۍ چارو له دولتي ادارې سره کار کوي.

مېرمن کرش اندېښنه ښودلې چې یو شمېر خلک په افغانستان کې د طالبانو تر ګواښ لاندې اوسي.

اسوشیټیډ پرېس راپور ورکوي چې متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۶ څخه تر ۳۱ پورې د خلکو د ایستلو په پروسه کې ۷۶ زره افغانان منلي چې دا په څو لسیزو کې د امریکا له خوا د منل شویو پناه غوښتونکو تر ټولو لوی شمېر دی.

امریکا ته تللي افغانان
امریکا ته تللي افغانان

د امریکا د کورني امنیت وزارت وايي، په پام کې لري چې سږ کال ۱۰۰۰ تنه نور افغان کډوال ومني، خو امریکا ته له رسېدو مخکې به افغانان په کوچنیو ډلو کې له افغانستانه ووځي او په یوه درېیم هېواد کې مېش کېږي.

اوس مهال زرګونه افغان کډوال د ابوظبۍ په دوو کمپونو کې امریکا ته د تګ په تمه دي.

د دغو پناه غوښتونکو له ډلې يو شمېر يې وايي چې له څلورو مياشتو راهيسې له ناهیلو ډکې شپې او ورځې تېروي.

خسرو چې له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره د اکتوبر په ۱۷مه د ابوظبۍ کمپ ته وړل شوی ازادي راډیو ته وویل:" زموږ وضعیت د ماشومانو وضعیت او په مجموع کې دلته سپین ږیري ځوانان ټول یو رواني او مبهم حالت کې دي. موږ له نړیوالې ټولنې او هغه له کسانو چې موږ یې دلته راوستي یو هیله لرو چې هر څه عاجل زموږ برخلیک معلوم کړي."

د ابوظبۍ په دوو کمپونو کې د هغو افغان کډوالو شمېر چې امریکا ته د لېږدېدو په تمه دي، ۹ زرو ته رسېدلی دی.

پناه غوښتونکو تیره اونۍ مظاهره وکړه ترڅو د دوی د بیا مېشتیدنې پروسه کې د امریکا د نه لیوالتیا او سستۍ په اړه اعتراض وکړي.

دا پناه غوښتونکي اکثرا هغه کسان دي چې له امریکا متحده ایالاتونو سره یې یا خپله یا د کورنۍ نږدې غړیو کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG