د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

بورېس جانسون په افغانستان کې د بشري بحران ضد اقدام لپاره پر جو بایډن فشار راولي


(ښی-کین) د امریکا ولسمشر جو بایډن او مېرمن‌یې، د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون او مېرمن‌یې
(ښی-کین) د امریکا ولسمشر جو بایډن او مېرمن‌یې، د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون او مېرمن‌یې

په پام کې ده د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون د امریکا د متحده ایالاتو پر ولسمشر جو بایډن فشار راولي چې په افغانستان کې د خرابېدونکي بشري بحران په وړاندې اقدام وکړي.

دواړه مشران به روانه اوونۍ په سپینه ماڼۍ کې د بریتانیا او امریکا ترمنځ د سفرونو پر بیا پیل او اقلیمي بدلون هم بحث وکړي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون به د هغه سفر پر مهال چې پر چاپېریالي مسایلو متمرکز دی، واشنګټن ته لاړ شي. د ده د خبرو په اجنډا کې د افغانستان موضوع هم شامله ده.

دی به هلته د نړۍ له رهبرانو وغواړي چې د اقلیمي بدلون په وړاندې د مبارزې لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

اټکل دا دی چې د نړۍ شااوخوا ۱۰۰ رهبران به روانه اوونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د خپلې لوړې کچې غونډې پر مهال د اقلیمي بدلون په وړاندې د مبارزې لپاره د کوټلو اقداماتو غوښتنه وکړي.

د دې موضوع ترڅنګ به د بریتانیا صدراعظم د امریکا متحده ایالاتو پر ولسمشر فشار راولي چې په افغانستان کې د خرابېدونکي بشري بحران په وړاندې اقدام وکړي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون
د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون

له کله چې طالبانو د اګسټ میاشتې پر ۱۵مه پر کابل هم ولکه ټینګه کړې، اقتصادي وضعیت په خرابېدو دی، په بانکونو کې کافي پیسې نه‌شته او مالي راکړه ورکړه هم په کمېدو ده. طالبانو تر اوسه د روان مالي او اقتصادي بحران د حل لپاره کومه ځانګړې تګلاره نه‌ده اعلان کړې.

وروسته له هغې چې جو بایډن د ولسمشر په توګه خپل دنده پیل کړې، دا امریکا ته د بریتانیا د صدراعظم لومړی رسمي سفر دی.

د ډېرو په باور په افغانستان کې د روان بحران له کبله د امریکا متحده ایالاتو او بریتانیا ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي، اوس به دواړه مشران هڅه وکړي چې دغه اړیکې عادي حالت ته راوګرځوي.

ولسمشر بایډن د بورېس جانسون او د نورو متحدانو هغه غوښتنه له پامه وغورځوله چې له افغانستانه‌یې د امریکايي ځواکونو په وتلو کې د ځنډ لپاره کړې وه.

دغو متحدانو ویلي وو چې د ځواکونو په وتلو کې ځنډ به پخوانیو افغان همکارانو، د هغوی کورنیو او تر خطر لاندې افغانانو ته د وتلو لپاره وخت په لاس ورکړي.

په زرګونه کسان لا هم په افغانستان کې بند پاتې دي چې غواړي له دغه هېواده ووځي.

په پوځي الوتکه کې له افغانستانه یو شمېر ایستل شوي افغانان
په پوځي الوتکه کې له افغانستانه یو شمېر ایستل شوي افغانان

د بریتانیا صدراعظم به په افغانستان کې د بشري بحران په وړاندې د مبارزې پر لارو چارو هم له ولسمشر بایډن سره بحث وکړي.

په همدې حال کې هغه کسان چې په امریکا کې د استوګنې اسناد لري او په افغانستان کې بند پاتې دي، په بېره کې شپې ورځې تېروي.

اسوشیټډ پرس خبري اژانس د هغې افغان جوړې پر وضعیت راپور خپور کړی چې د امریکا ګرین کارډونه یا د دایمي استوګنې اسناد لري، خو له ډاره په نوبت خوب کوي، یو تن‌یې د شپې له‌خوا پر نورو د نظر ساتلو لپاره ویښ وي.

دوی د طالبانو له ډاره خپلو درېیو ماشومانو ته هم اندېښمن دي او غواړي ژر یې له افغانستانه بهر وباسي.

د اژانس په حواله، دغې کورنۍ چې غواړي هویت‌یې پټ پاټې شي، په دوو اوونیو کې ۷ وارې خپل ځای­‌ځایګی بدل کړی او تر ډېره د خپلو خپلوانو کره وخت تېروي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تېره اوونۍ د کانګرس د غړو پوښتنو ته په ځواب کې وویل چې د امریکا حکومت په افغانستان کې د ګرین کارډ لرونکي نه‌دي مشخص کړي، خو اټکل دا دی چې شمېر به‌یې څو زره وي چې لا هم په دغه هېواد کې پاتې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

ښاغلي بلینکن وویل، د امریکا شااوخوا ۱۰۰ اتباع هم په افغانستان کې پاتې دي چې د امریکا حکومت‌یې د ایستلو پر لارو چارو کار کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله، له تېرې جمعې لږترلږه ۶۴ امریکايي اتباع او ۳۱ ګرین کارډ لرونکي له افغانستانه ایستل شوي دي.

دوی زیاتره احتمالاً له مزار شریف څخه د جمعې په ورځ ایستل شوي، خو وزارت دقیق ارقام نه‌دي خپاره کړي.

بل‌خوا د قطر چارواکو ویلي له کابله ۱۷۰ کسان د جمعې په ورځ په چارتر الوتکه کې قطر ته ورسېدل.

د روېټرز اژانس د راپور له مخې په دوی کې د ځینو افغانانو ترڅنګ د متحده ایالاتو، بلجیم، بریتانیا، کروېشیا، جرمني، هالنډ او ایټالیا اتباع شامل دي.

د امریکا حکومت د اګسټ میاشتې په وروستیو دوو اوونیو کې شااوخوا ۱۴۰ زره کسان له افغانستانه وایستل او بیا یې دا مأموریت د اګسټ په ۳۱مه پای ته ورساوه.

له دې نېټې راوروسته دا درېیمه چارتر الوتکه ده چې له افغانستانه خلک بهر ته وړي.

قطر له طالبانو سره دا موافقه کړې ده چې د هغو کسانو د تګ مخه به نه‌نیسي چې قانوني اسناد لري او غواړي چې له افغانستانه ووځي.

XS
SM
MD
LG