د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

ګارډین: د افغانستان او عراق پنځه تریلیونه ډالره لګښتونه څه شول؟


امریکايي سرتیري
امریکايي سرتیري
  • ګارډین

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې په افغانستان او عراق کې د متحدو ایالاتونو د پوځ لګښتونو ته اشاره کړې ده او دا موضوع یې په یوه تفصیلي راپور کې چې عنوان یې دی د افغانستان او عراق پنځه تریلیونه ډالره لګښتونه څه شول؟ څېړلې ده.

د راپور په یوه برخه کې راغلي د امریکا پوځ په افغانستان او عراق کې د خپل پوځي ماموریت د ملاتړ لپاره د پوځي عملیاتو په تقریباً ټولو برخو کې په بې ساري ډول پر خصوصي قراردادیانو متکي و.

د ګارډین د راپور له مخې له پوځي وسایطو نیولی بیا تر الوتکو، هلیکوپټرو، بې پیلوټه الوتکو، کشتیو، د سونګ موادو، وسلو او مهماتو پورې تقریباً هرڅه همدې قراردادیانو برابرول او همدا راز له خوړو نیولې تر اطلاعاتي ټکنالوژۍ پورې ټول لوژستیکي خدمات هم همدوی وړاندې کول.

د ورځپاڼې د راپور له مخې د جګړې په کلونو کې د امریکايي سرتېرو پرتله د دې قراردادیانو شمېر زیات و.

ورځپاڼه لیکي چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په دوبي کې متحدو ایالاتونو په افغانستان کې له دوه ویشت نیم زرو زیات قراردادیان لرل چې دا شمېر په افغانستان کې د دېره امریکايي سرتېرو پرتله دوه ځلي زیات و.

ګارډین لیکي:

په سیمه کې د امریکا پوځي حضور ښايي اوس پای ته رسېدلی وي، خو ورځپاڼه زیاتوي چې متحدایالات د دې جګړې د خورا زیاتو لګښتونو هضم ته باید دوام ورکړي.

  • نیویارک ټایمز

امریکايۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې د رسنیو او خبریالانو وضعیت ته کتنه کړې ده او لیکي، هر څه د سترګو په رپ کې بدل شول او افغان خبریالان اوس له داسې رژیم سره مخامخ دي چې د لیدو زغم یې نه لري.

ورځپاڼه لیکي:

د ازادو رسنیو خوځند فعالیت چې یو وخت د افغانستان د بریا په کیسو کې یادېده او د تېرو دوو لسیزو ډېره لویه لاسته راوړنه بلل کېده، پر دې هېواد د طالبانو له ولکې وروسته ناڅاپه خپل لوری بدل کړ.

د نیویارک ټایمز د لیکنې له مخې دا مهال په افغانستان کې د ازادو رسنیو بقا پر خبریالانو د فزیکي حملو، پر ځان سانسور، په تېره څه کم یوه میاشت کې د خبریالانو د شمېر د کمېدو او د طالبانو د افراطي سیاستونو په نتیجه کې تر ګواښ لاندې ده.

که څه هم طالبان ټينګار کوي چې افغان خبریالان ازاد فعالیت کولی شي، خو د اګسټ په ۱۵مه پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته، د خبریالانو او د رسنیو د کار کوونکو پر وړاندې د دوی د ناوړه چلند راپورونه ورکړل شوي دي.

په دې وروستیو کې اطلاعات روز ورځپاڼې وویل، طالبانو د دوی دوه خبریالان ډېر سخت وهلي ټکولي دي.

د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنېشنل په یو بیان کې د خبریالانو پر وړاندې د طالبانو د تشدد په اړه اندېښنه ښودلې، ویلي یې دي چې طالبانو په وار وار ټینګار کړی چې بشري حقونو ته به درناوی کوي، خو د دوی ادعا د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه له را رسېدلو راپورونو سره په ټکر کې ده.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG