د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۳

بریتانیا: طالبان باید د ترهګرۍ د مخنیوي په برخه کې په خپلو ژمنو ودریږي


کابل کې وسله وال طالبان
کابل کې وسله وال طالبان

د بریتانیا پارلمان تېر مازیګر د افغانستان په تړاو ځانګړې غونډه دایره کړې وه چې په کې د بهرنیانو له راوتلو وروسته د افغانستان پر وضعیت په تېره بیا دا چې له طالبانو څه تمې کېږي تاوده بحثونه وشول.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن لومړی سر د خپلو عسکرو ستاینه وکړه چې د خلکو د را ایستلو ماموریت يې په بریالۍ توګه سر ته ورساوه.

هغه د خپلو خبرو په دوام کې ټینګار وکړ چې طالبان باید د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره په خپله ژمنه ودریږي: "که په کابل کې نوی رژیم نړیوال پیژندنه او میلیاردونو ډالرو ته لاسرسی غواړي چې اوس مهال په بهرنیو حسابونو کې کنګل شوي، نو موږ او زموږ ملګري به دوی دې اړ کړو چې په خپلې موافقې ودریږي او د دې مخه ونیسي چې افغانستان یو ځل بیا د ترورېزم په ځاله بدل شي."

جانسن وویل په جي اووه غونډه کې چې ده یې تېره اوونۍ کوربه توب وکړ، له طالبانو د تمو په تړاو ټول سلا وو او هڅه کوي چې د دې میاشتې په پای کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې هم دا اجماع لا پیاوړې او زیاته کړي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن لومړی سر د خپلو عسکرو ستاینه وکړه
د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن لومړی سر د خپلو عسکرو ستاینه وکړه

ده وویل، طالبان به په خبرو نه بلکې د هغوی په کړنو باندې قضاوت شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا پرون یوه کنفرانس کې وویل چې دوی د بریتانیا په شمول له ټولو سره ښې اړیکې غواړي او که دا هېوادونه ځینې ملاحظې لري ښه ده چې خپل سفارتونه بېرته فعاله او له ډپلوماټیکو لارې خبرو ته دوام ورکړي.

بریتانیا له امریکا وروسته په افغانستان کې ګڼ سرتیري درلودل چې بورېس جانسن یې هم یادونه وکړه او ویې ویل، د بهرنیو حضور وو چې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو او ګڼو نورو پرمختګونو زمینه برابره شوه.

د بریتانیا د پارلمان ګڼو غړو په افغانستان کې په پاتې ګواښونو خبرې وکړې. له هغې ډلې پخوانۍ صدراعظمې ټرزا مې وویل چې د ناټو له راوتلو وروسته ترهګریز ګواښ زیات شوی: "دا د ناټو د ځواکونو د راوتلو نتیجه ده چې ترهګریز ګواښ زیات شوی دی. ایا صدراعظم جانسن به تایید کړي هغو کسانو ته چې دلته په بریتانیا کې د ترهګرۍ ضد کار مخته وړي ټول اړین ملاتړ ورنه وشي چې زموږ خوندیتوب یقیني کړي."

صدراعظم بورېس جانسن یې په ځواب کې وویل چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره له ټولو ممکنه لارو چارو کار اخیستل کېږي، خو دم ګړۍ د ترهګریز ګواښ د زیاتېدو په اړه څه مستقیم معلومات نشته.

پخوانۍ صدراعظمې ټرزا مې وویل چې د ناټو له راوتلو وروسته ترهګریز ګواښ زیات شوی
پخوانۍ صدراعظمې ټرزا مې وویل چې د ناټو له راوتلو وروسته ترهګریز ګواښ زیات شوی

تر دې مخکې امریکايي پوځيانو هم اندېښنه ښکاره کړې وه چې ښايي یو وار بیا د القاعدې او داعش په څېر د ترهګرو ډلو د فعالیت لپاره زمینه برابره شي.

د بریټانیا د پارلمان په دې غونډه کې د بحثونو یوه لویه برخه د بریټانوي ځواکونو له خوا د افغانانو او نورو خلکو د را ایستلو عملیات وو. صدراعظم جانسن وویل هغه کسان چې لا هم پاتې دي را وبه ایستل شي: "موږ په سیمه کې د خپلو ملګرو سره په عاجله توګه کار کوو ، څو د خوندي عبورزمینه برابره شي او څومره ژر چې لارې خلاصیږي موږ به هر ممکنه کار وکړو چې تاسو امن ځای ته ورسوو. په دې هڅې سربیره، انګلستان په رسمي ډول د بیا مېشته کېدو یو جلا پروګرام په لاره اچوي چې په راتلونکو کلونو کې په سیمه کې تر شل زره پورې افغانانو ته خوندي او قانوني لاره برابروي، په لومړي کال کې به پنځه زره کسانو ته دا زمینه برابریږي."

طالبانو ژمنه کړې هغه خلک چې قانوني اسناد لري کولای شي بهر سفر وکړي خو شرط دا دی چې یو وار هوايي ډګر بیا فعاله او حکومت هم په خپل کار پيل وکړي.

امریکا او متحدینو یې د اګست له نیمايي تر وروستیو پورې له افغانستانه له ۱۲۴ زرو زیات افغانان او بهرنیان له دغه هېواده و ایستل خو د راپورونو له مخې لا هم سلګونه بهرنیان په دغه هېواد کې پاتې دي او د بهرنیو پروازونو بیا پیل ته انتظار باسي.

XS
SM
MD
LG