د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۸

هېل: د ایستل شویو افغانانو په اړه د بایډن پر ادارې د امریکایي سناتورانو نیوکه


امریکا ته ایستل شوي افغانان
امریکا ته ایستل شوي افغانان
  • د هېل

د هېل خپرونې په دې اړه یوه مقاله خپره کړې چې د امریکا جمهوري غوښتونکو سناتورانو د ایستل شویو افغانانو په اړه د راپور نه وړاندي کولو په خاطر د بایډن پر ادارې نیوکه کړې ده.

په مقاله کې راغلي چې د بایډن اداره د هغه راپور پر وړاندې کولو کې پاتې راغلې چې په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال له ۷۸ زره زیاتو افغانانو د ایستلو په اړه توضیح ورکړي.

په مقاله کې د سناتور جېمز ریچ هغه ټویټ ته اشاره شوې چې ده پکې ویلي، د امریکا د پوځ له خوا د ایستل شویو ۷۸۰۰۰ افغانانو د ارزونې په اړه هغه راپور تر یوې میاشتې زیات ځنډېدلی چې کانګریس غوښتی وو.

په مقاله کې د یوه بل سناتور راب پورټمن له قوله راغلي چې وايي،د قانون له مخې د بایډن ادارې باید د نومبر تر ۳۰مې پورې کانګرس ته په دې اړه راپور ورکړی وای چې افغانان یې تر څه ډول ارزونې وروسته له افغانستانه را وایستل او په دې اړه یې باید معلومات ورکړي وای چې زموږ په الوتکو کې څوک امریکا ته راغلي، څومره کسان د کډوالو لپاره ځانګړې ویزې لري او نور څومره کسان دي چې له امریکا سره یې په تېرو ۲۰ کلونو کې همکاري کړې ده.

مقاله یادونه کوي چې د اګست په ۳۱مې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر بهېر په کانګرس کې د دواړو ګوندونو غړیو سختې نیوکې کړې دي.

  • واشنګټن اګزمېنر

واشنګټن اګزمېنر خبري وېب پاڼې د هغه امریکايي پوځي په اړه مقاله خپره کړې ده چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستل کېدو پر بهیر یې انتقاد کړی وو.

د امریکا بحري ځواکونو پخوانی ډګرمن سټوارټ شیلر، په ډسمبر میاشت کې وروسته له هغه له دندې ګوښه کړای شو چې په یوه ویډیو کې يې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پر بهېر انتقاد وکړ.

شیلر واشنګټن اګزمېنر ته ویلي چې دی هغه مهال حیران شو چې په دفاع وزارت کې ګڼو نورو کسانو د ده بېلګه تعقیب نه کړه او په علني توګه یې له مشرانو ځواب ونه غوښت.

شیلر ۱۷ کاله د امریکا پوځي پاته شوی او په افغانستان او عراق کې يې هم د پوځي په توګه دنده تر سره کړې.

په مقاله کې لولو چې دا لانجه د اګست په ۲۶مه هغه مهال پیل شوه چې شیلر په داسې حال کې چې یونیفورم یې اغوستی وو، پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره کړه.

په دې ويډیو کې ده پر خپلو مشرانو ځکه انتقاد وکړ د کابل په هوايي ډګر کې د داعش سخت دريځې ډلې په ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکايي سرتیري او لږ تر لږه ۱۶۹ ملکي افغانان ووژل شول.

شیلر په نظامي محکمه کې له پوځي قانونه د سرغړونې په تور په شپږو مواردو محکوم شو.

  • انفومایګریټ

انفومایګریټ خبري ویب پاڼې په ایټالیا کې د ۲ افغان ځوانانو د ویزې منل کېدو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

په مقاله کې لولو چې د روم یوې محکمې د دوو افغان ځوانانو اړوند په یوه عاجله قضیه کې پرېکړه وکړه.

محکمې د ايټاليا حکومت ته امر کړی چې دغو افغانانو ته په بشري برخه کې ویزې ورکړي او په افغانستان کې د دوی بشري حقونو ته د جدي خطر له امله د خونديتوب لپاره ايټاليا ته د ننوتو حق ورکړي.

د دغو دوو افغانانو نومونه نه دي یاد شوي خو په مقاله کې راغلي چې دوی خبریالان وو او د جمهوري نظام پر مهال یې په کلتوري فعالیتونو کې ونډه درلوده.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG