د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲

واشنګټن ایګزاماینر: د طالبانو تهدید ځینې مېرمنې سړه هوا کې په لوږه بې ځایه کړي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن ایګزاماینر

واشنګټن ایګزاماینر په افغانستان کې د اړو ښځو د وضعیت په اړه راپور خپور کړی او لیکلي یې دي د طالبانو تهدید یو شمېر افغان ښځې په سړه هوا او د لوږې په حالت کې بې ځایه کړي دي.

د فلانډر فیلډز موسسه کې د اداري څانګې مشرې جیس اوون ویلي، د افغان ښځو ډېر لیکونه ترلاسه کوي چې هغوی د ګواښونو او ستونزو یادونه په کې کوي.

د اوون په وینا، یوې ۲۲کلنې افغان ښځې چې د پولیسو افسره وه، دې ته یو لیک لېږلې چې هغه په سړه هوا کې د لوږې ورځې شپې تېروي. دغې ښځې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، دا هم ویلي چې د طالبانو مخ پر زياتېدونکی تهديد احساسوي.

واشنګټن ایګزاماینر د یوې بلې ښځې فیروزه چې دا نوم مستعار دی، یادونه کړې چې میړه یې طالبانو ور وژلی دی.

فیروزې ویلي چې میړه یې له نړیوالو ځواکونو سره د ترجمان او په پخواني افغان پولیسو کې د استخباراتي مامور په توګه کار کاوه.

د واشنګټن ایګزاماینر په وینا، فیروزې د خپل میړه د ژغورلو هڅه کړې وه، خو طالبانو ټپي کړه او په روغتون کې بستر شوه.

په مقاله کې راغلي چې بېلابېل سازمانونه له هغو ښځو سره د مرستې لپاره کار کوي چې امریکا اول ورته په یوه ازاده ټولنه کې ژوند کول ور زده کړل او بیا یې له دغو ښځو سره په ازادي کې د ژوند ژمنه هېره او هغوی یوازې پرېښودې.

جیس اوون وايي، په افغانستان کې ژوند د اګسټ له ۱۶مې راهیسې په ټپه ولاړ دی او اوس په دې باور ده چې د امریکا د حکومت او نورو مرستندویانو له مرستې پرته بېلابېل بنسټونه په افغانستان کې له افغان متحدینو او د بشري حقونو له مدافعینو سره مرسته نه شي کولی او هغه هم په داسې حال کې چې د خپرونې په باور ټولنه له لوږې سره مخامخ ده، سړه هوا د زغم وړ نه ده او ښايي یو شمېر خلک د طالبانو له غچ سره مخامخ شوي وي.

انډپنډنټ فارسي ورځپاڼه

انډپنډنټ فارسي ورځپاڼې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو نوي پړاو ته پام کړی دی.

ورځپاڼه لیکي چې دا خبرې د امریکا او طالبانو لپاره مهمې دي او په سیمه کې د امریکا ګټې، د ترهګرۍ او داعش ډلې پرضد مبارزه، افغانستان ته د بشري مرستې انتقال، د دې هېواد د ویجاړ اقتصاد سره همکاري، له افغانستانه د امریکايي اتباعو او افغان متحدینو خوندي ایستل او په امریکا کې د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو د خلاصون لپاره د طالبانو غوښتنه د اجنډا په سر کې دي.

دا به په دوحه کې د طالبانو له استازو سره د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس وېست لومړۍ کتنه وي.

د طالبانو په استازیتوب به د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي.

انډپنډنټ راپور ورکړی، طالبان خبرو ته خوشبینه دي او هڅه کوي چې امریکا د دوی حکومت په رسمیت وپیژني.

طالبان بیا ادعا کوي چې دوی توانیدلي چې د خپل حکومت په رسمیت پیژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې ځینې شرطونه پوره کړي، خو انډپنډنټ د بشري حقونو د څار ډلې په حواله ویلي چې طالبان لا هم د نړیوالو غوښتنو له پوره کولو څخه لېرې پاتې دي.

یو شمېر نورو نړیوالو رسنیو بیا په ایټالیا کې د شربت ګلې پناه اخیستلو ته پام کړی دی.

په۱۹۸۴ میلادي کال کې کله چې هغه کوچنۍ وه، نېشنل جیوګرافیک مجلې د لوی سمبول په توګه معرفي کړه.

انډپنډنټ او ګارډین ورځپاڼو راپور ورکړی چې د ایټالیا د صدراعظم ماریو دراګي دفتر ویلي، وروسته له هغې شربت ګلې ته په دې هېواد کې پناه ورکړل شوه چې دې ورڅخه دا غوښتنه وکړه.

د نېشنل جیوګرافیک عکاس سټیو مککیوري ۳۷ کاله وړاندې د شنو سترګو شربت ګلې عکس په نیشنل جیوګرافیک مجله کې خپور کړ او دا نجلۍ یې په نړۍ کې مشهوره کړه.

شربت ګله اوس هم په ځینو نړیوالو رسنیو کې د افغانستان د سمبول په توګه نومول کېږي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG