د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

انټرنیوز: په افغانستان کې د فعالو رسنیو پر اطلاعاتو د خلکو باور کم شوی


یک افغان در حال شنیدن یک برنامه رادیویی
یک افغان در حال شنیدن یک برنامه رادیویی

د هغه راپور له مخې چې انټرنیوز د سه شنبې په ورځ خپور کړ، په کورنیو اطلاعاتي سرچینو لکه: راډیو، تلویزیون او ورځپاڼو د محدودیتونو او سانسور له امله پر دغو رسنیو د افغانانو باور کم شوی دی.

په دغه راپور کې ویل شوي چې په ښارونو کې ډېر خلک له ټولنیزو رسنیو او په کلیو کې په شفاهي بڼه خبرونه او معلومات تعقیبوي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د حکومت له واکمنۍ وروسته یو شمېر رسنیو خپل فعاليتونه بند کړل او فعالې رسنۍ هم د طالبانو د حکومت د چارواکو له بندیزونو سره مخ دي.

سرچینه زیاتوي: په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو شمېر کم شوی او له دې امله حتی وګړي هم وېره لري او په ټولنیزو رسنيو او ورځنیو اړیکو کې ځان سانسوروي.

دا سروې د ۲۰۲۳ کال له مۍ څخه تر جولای میاشتې پورې شوې چې پکې په ۳۴ ولایتونو کې له ۹۹۷ ښځو سره مخامخ او د ټلیفون له لارې مرکې شوې دي.

د دې سروې پایلې ښیي چې د ښځو او نجونو پر زده کړو، تحصيل او کار بندیز دوی حتی له نورو سرچینو لکه: ټولنیزو رسنيو، ښوونځیو او د سينګارتونو په اړه له معلوماتو څخه بې برخې کړې دي.

انټرنیوز په دغه راپور کې لیکلي دي چې په افغانستان کې ځینې ښځې او نجونې د بې سوادۍ له امله د معلوماتو له کمښت سره مخ دي او له ټولنیزو رسنیو یا انټرنیټ څخه د خبرونو او روغتیا اړوند معلومات نه شي ترلاسه کولای.

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د دغه سازمان د موندنو له مخې، د ښار ۸۲ سلنه اوسېدونکو ټلوېزیون لري، په داسې حال کې چې دا شمېره په کلیو کې تر ۵۰ سلنې کمه ده، خو له رسنيو د اوریدونکو ګټه اخيستل د کلي او ښار ترمنځ یو شان ده.

د دې څېړنې د موندنو له مخې، په دې موده کې رسمي بنسټونه (روغتیايي او بشردوستانه سازمانونه) او غیر رسمي بنسټونه (جومات، شوراګانې، د ګذر وکیلان او ښوونځي) د خلکو لپاره د معلوماتو تر ټولو باوري سرچینې وې.

خو د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د انټر نيوز د راپور محتوا ردوي او ادعا کوي چې رسنۍ خپله ازادي لري، خو بايد ملي او اسلامي ارزښتونو ته درناوی وکړي.

هغه زیاتوي:

"اوس رسنۍ خپل واک لري، خو باید ځینې ارزښتونه په پام کې ونیسي، د افغانستان ملي، ټولنیز او اسلامي ارزښتونه په پام کې ونیسي او د افواهاتو او پروپاګند له خپرولو ډډه وکړي، ځکه د دوی د رسنیو اعتبار کمېږي."

بل خوا يو شمېر افغانان وايي چې پر تفريحي پروګرامونو د محدوديت او د معلوماتو د سانسور له امله تر ډېره بهرنۍ رسنۍ تعقيبوي.

د کابل ښار اوسېدونکې چې نه غواړي نوم يې په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وويل:

"رسنۍ چې کوم څه حقيقت دي هغه نشي ويلى ډارېږي، محدوديتونه بېخي ډېر پرې وضع شوي دي دا يو حقيقت دى چې د خلکو باور پر محلي رسنيو سفر شوى دوى ملامت هم نه دي ځکه دوى ډېر فشار لاندې دي او هر څه حقيقت نشي ويلى."

په کابل کې یو خبریال چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو په واکمنۍ کې معلوماتو ته د لاسرسي او د راپور خپرولو په برخه کې د بنديزونو په اړه وويل:

"په رسنیو باور کم شوی دی ځکه چې دا رسنۍ هغه مسایل خپروي چې حکومت یې غواړي یا د حکومت په ګټه وي، هغه مسایل چې د خلکو په ګټه وي او سالمې نیوکې وي، خبریال نه شي کولی چې په اړه یې راپور جوړ کړي، او نه حکومتي چارواکي پوښتنو ته ځواب وايي."

دا په داسې حال کې ده چې د رسنیو او خبریالانو ملاتړو ځینو بنسټونو په بېلابېلو راپورونو کې ادعا کړې چې په افغانستان کې رسنۍ له سانسور او محدودیتونو سره او یو شمېر خبریالان له تاوتریخوالي، بندي کېدو او نورو ګواښونو سره مخ شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG