د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۲

میدان وردګ کې یوې نوې چاپي اوونیزې خپل فعالیت پيل کړ


د افغانستان یو شمېر چاپي رسنۍ، اکثره یې اوس له فعالیته پاتې دي
د افغانستان یو شمېر چاپي رسنۍ، اکثره یې اوس له فعالیته پاتې دي

په داسې حال کې چې په افغانستان د طالبانو تر بیا ځلي واکمنېدو ورسته د خپلواکو چاپي رسنيو فعاليت په ټپه ولاړ دی، تازه ميدان وردګو کې د "لاس" په نوم اوونيزې په فعالیت پیل کړی او ټاکل شوې، چې په ننګرهار کې د مینې په نوم مجله هم بیا خپل فعالیت پیل کړي.

د "لاس" په نوم د نوې چاپ شوې اوونیزې مسوول چلوونکی اسرار وصال وایي د مالي ستونزې له امله دفتر نه لري او له کوره دغه اوونیزه چلوي.

ښاغلی وصال وايي، د لاس اوونيزې منځپانګه تر ډېره کلتوري، ادبي او ټولنيزو موضوعاتو ته ځانګړې شوې ده.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: " لومړي سر کې ملګرو راسره مرسته وکړه، لومړۍ ګڼه مې چاپ کړه، ګډون مې واخيست، زه مالي ملاتړ نه‌لرم، دا پلورم او ترلاسه شوې پيسې بېرته په چاپ ورکوم."

ښاغلی وصال وايي، لاس اوونیزه په څلورو مخه لري، چې بیلابیلې ټولنیز او فرهنګي برخې لري.

"لاس"اوونیزه داسې مهال چاپېږي، چې له ننګرهار ولایت څخه د "مینه" مجلې د بیا پیل خبرې هم روانې دي.

د مجلې مسوول مدیر عزت الله ځواب وايي، دا ځل غواړي "مینه"په نوې بڼه او له نورو چاپي خپرونو سره په توپير خپرونې وکړي.

نوموړی وایي: " خپلې تېروتنې مو پېژندلي او نيمګړتياوې رامالومې شوي،اوس موږ د خلکو منځ کې اوسېږو، د خپل وطن اړتياوې ډېرې ښې درک کولی شوو."

ښاغلی ځواب وايي، مينه مجله تېر کې هم درې ځلې د سياسي او اقتصادي ستونزو له امله تړل شوې ده، خو بیا یې خپرونې کړې دي.

د نوموړي په خبره، مينه مجله چې له تېرو څه باندې شلو کلونو راهيسې فعاليت کوي، ټولې ۸۶ ګڼې چاپ شوې او د افغانستان نږدې ټولو ولايتونو کې د خپلو مينه‌والو تر لاسونه رسېدلې دي.

افغان مشهور انځورګر حمدالله ارباب په خپله فیس بوک پاڼه لیکلي، چې د مینې د بیا چاپ د مالي ملاتړ لپاره یې خپل انځورونه پلورلو ته ایښي دي.
په افغانستان کې د بیلابیلو رسنیو د تړل کېدو یو لامل که اقتصادي ستونزې دي بل لامل یې چې تر ډیره پرې نیوکه کېږي، د طالبانو د حکومت له خوا په رسنیو لګول شوي محدودیتونه دي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ نی وايي، پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو ورسته له ۵۳۰ فعالو رسنيو څخه چې په‌کې ۱۶۰ ټلوېزيونونه، ۳۷۰ راډيوګانې، ۴۶چاپي او پاتې نورې انلاين رسنۍ وې تر نيمايي ډېرې تړل شوي دي او ۶۵سلنه خبريالان بې‌دندو شوي دي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ، نی
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ، نی

خو نی د چاپي رسنيو بيا پيلېدو ته خوښه ده.

د ياد بنسټ مشر ظريف کريمي ازادي رادیو ته وویل: "هيله لرم چې دا د چاپي خپرونو لپاره يو ښه پيل شي، خپلو مخاطبينو ته ښه اطلاعات ورسوي، دا په حقيقت کې د بيان د ازادۍ د ترويج لپاره يو ښه فرصت دی. د دې په څنګ کې دا د خپلو مخاطبينو لپاره يو ښه فرصت دی چې چاپي رسنيو ته لاس‌رسی ولري."

افغان فرهنګیان هم د بیان د ازادۍ په خوندیتوب سره په افغانستان کې د چاپي رسنیو بیا پیل ته خوشحاله دي.
له دې ډلې افغان لیکوال امېد حیران ازادي راډیو ته وویل، هیله من دی، چې په دې خپرونو سانسور نه وي، د ولس غږ شي او د دوی تنده خړوب کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG