د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان: طالبانو په ۲۱ ولایتونو کې له ښځینه خبریالانو د فعالیت حق اخیستی


په کندهار کې د طالبانو له واکمنیدو مخکې د یوې سیمه ییزې راډیو دوه ویاندویانې - ارشیف
په کندهار کې د طالبانو له واکمنیدو مخکې د یوې سیمه ییزې راډیو دوه ویاندویانې - ارشیف

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، چې د طالبانو په حکومت کې د افغانستان په یو ویشت ولایتونو کې ښځینه خبریالانې د فعالیت حق نه لري.

د دې سازمان په وینا ،له شپږ ولایتونو پرته ښځینه خبریالانې په نورو ولایتونو کې په خبرې غونډو کې برخه نه شي اخیستلی.

سرچینه زیاتوي، چې د اوس لپاره په افغانستان کې یوازې دوه سوه څلور اتیا خبریالانې له رسنیو سره کار کوي.

د دې سازمان مشر حامد عبیدي په یوه پیغام کې چې ازادي راډیو ته یې رااستولی دی، وايي چې په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د بیان ازادي او د ښځینه خبریالانو کار له لویو لاسته راوړنو څخه وو، خو اوس دا هڅې د له منځه تلو په حال کې دي.

عبیدي وایي:

" د جمهوریت په شل کلنه دوره کې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو حضور زیات شو او په سلګونو خبریالانې په دندو بوختې وې ان تر دې چې تر مدیریتي کچې یې فعالیت کاوه، خو له بده مرغه د طالبانو له واکمنیدو سره سم په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو شمیر کم شو، ښځینه خبریالانې اطلاعاتو ته لاس رسی نه لري، مطبوعاتي کنفرانسونو کې ګډون نه شي کولی او د دوی ټولې خپرونې تر سانسور او مونټور لاندې دي"

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان په یوه مفصل راپور کې، چې د جمعې په ورځ یې خپور کړ، ویلي دي چې د امنیتي ګواښونو او اقتصادي ستونزو له امله په کابل او ولایتونو کې نژدې نهه سوه خبریالانې بیکاره شوې دي.

د خبریالانو د ملاتړ سازمان: طالبانو په ۲۱ ولایتونو کې د ښځینه خبریالانو فعالیت منع کړی
د خبریالانو د ملاتړ سازمان: طالبانو په ۲۱ ولایتونو کې د ښځینه خبریالانو فعالیت منع کړی

په دې راپور کې وړاندې راغلې دي، چې په دوه زره دوه ویشتم کال کې له ښځینه خبریالانو سره د خشونت پنځه ویشت پيښې ثبت شوې دي، چې په دې کې نیول، وهل، ستغې سپورې ویل او نورې غیرقانوني کړنې شاملې دي.

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې هم په خپلې تازه سروې کې ویلي دي، چې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د اقتصادي ستونزو له امله د شپږ سوه رسنیو له ډلې دوه سوه دیارلس رسنۍ بندې شوې دي.

د دې ټولنې په وینا، د اوس لپاره لس خبریالان له طالبانو سره زنداني دي او په ټوله کې د دوو کلونو په ترڅ کې له خبریالانو سره دوه سوه څوارلس ځله د تاوتریخوالي پیښې ثبت شوې دي.

د خبریالانو د ساتنې کمېټه، چې مرکز یې په نیویارک کې دی
د خبریالانو د ساتنې کمېټه، چې مرکز یې په نیویارک کې دی

د راپورونو له مخې، د طالبانو تر واکمنۍ مخکې تر یوزر څلور سوه ډیرو ښځینه خبریالانو په افغانستان کې له رسنیو سره کار کاوه.

طالبانو پروسږکال د ډسمبر په میاشت کې د ازادي راډیو او امریکا غږ منځنۍ څپې او ایف ایم څپې بندې کړې، چې بیا ازادي راډیو د نوې ټکنالوژۍ په وسیله خپلې خپرونې د دولس ساعته په ځای څلرویشت ساعته کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG