د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

د طالبانو حکومت: د ایران زندانونو کې ۷ زره افغان کډوال بندیان دي


د ایران د یوه زندان تصویر
د ایران د یوه زندان تصویر

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وايي، په ایران کې ۷ زره افغان کډوال بندیان دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد تازه طلوع نیوز کورنۍ رسنۍ ته ویلي، هڅه کوي چې دغه کسان ژر تر ژره خوشې او هېواد ته راولي.

ښاغلى راشد زياتوي چې د طالبانو د حکومت او ایراني چارواکو ترمنځ د خبرو په پایله کې له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ پورې بندیان خوشې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ايران کې يو شمېر افغان کډوال له دوى سره د دغه هېواد د پوليسو پر چلند نيوکه کوي او ادعا کوي چې د قانوني اسنادو په درلودلو سره هم د ايراني پوليسو له خوا نيول کېږي، وهل کېږي، سپکاوى یې کېږي او توقيف کېږي.

په ایران کې یو افغان کډوال او خبریال امېد پویا وايي، ایراني پولیسو څه موده وړاندې د میترو له تمځاى څخه نیولی او له سپکاوي او زور زياتي وروسته یې د کمپونو یوه مرکز ته لېږدولى دی.

هغه د خپلې دې تجربې په اړه وویل:

"زه خپله څو ځلې د پولیسو لخوا نیول شوی وم. وروسته له هغه چې پولیسو زه ونیولم، زه څلور پينځه ساعتونو څخه زیات د پولیسو په توقیف کې وم. دوی راغلل او زه یې د ورامین کمپ ته بوتلم. ما خپل د خبريالۍ اسناد او پاسپورت او ټول کارتونه راويېستل او وروښودل، زه یې له زر جنجالونو وروسته بېرته خوشې کړم."

په وروستیو کې د ایراني ځواکونو له چلند څخه د افغان کډوالو شکایتونه بیا زیات شوي
په وروستیو کې د ایراني ځواکونو له چلند څخه د افغان کډوالو شکایتونه بیا زیات شوي

د دایکندي ولایت اوسېدونکی غلام اصغر هم وايي، چې اته میاشتې وړاندې د کار لپاره له پاسپورټ سره ایران ته تللی و.

هغه په افغانستان کې امنیتي ننګونې او د کار نشتوالی ایران ته د خپل کډوالۍ لاملونه وبلل.

خو دا چې څنګه نوموړى د ایراني پولیسو له خوا نیول شوى په اړه يې ازادي راډيو ته وویل:

"یوه ورځ امنیتي ځواکونه راغلل، بې له کومې پوښتنې او بې دلیله يې زه او هم زما هغه همکاران چې دلته یې کار کاوه، ووهل او له بده مرغه په ډېر سپک چلند یې موږ ټول له ځانه سره بوتلو هر څه چې مو ټينګار وکړ، موږ اسناد لرو، پاسپورټونه لرو، زموږ پاسپورتونه په همدې ايران کې دوه ځلې نوي شوي، له بده مرغه دوی ونه منل او له نامناسب او ډېر سخت چلند سره يې مونږ د ورامين کمپ ته بوتلو."

هڅه مو وکړه چې په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت د اقداماتو په اړه وپوښتو، خو د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ور نه کړ.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت ویلي وو چې دا مهال شاوخوا شپږ زره افغانان د پاکستان په زندانونو کې هم بندیان دي.

XS
SM
MD
LG